د جاپان یوه شرکت عجیبه موټرسائیکل جوړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91171-د_جاپان_یوه_شرکت_عجیبه_موټرسائیکل_جوړ_کړی
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې له هوا څخه ډک کیدونکی موټر سائیکل تیار شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2020 09:47 Asia/Kabul
  • د جاپان یوه شرکت عجیبه موټرسائیکل جوړ کړی

زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې له هوا څخه ډک کیدونکی موټر سائیکل تیار شوی دی .

د جاپان په پلازمینې ټوکیو کښې یو داسې موټر سائیکل جوړ کړی شوی دی چې له  هوا څخه ډک کیږي او ورته د ایرپمپ ضرورت شته .

د دغه موټر سائیکل نوم  پورټیبل اینډ ایفلیټبل موبایلټي(POrtable and Inflatable MObility) کیښودل شوی دی .

د جاپان کارپیژاندو وویل چې د موټر سائیکل تجارتي ډیزاین یا طراحي په نوره هم ښه کړې شي .

همدا اوس ایر کمپریسر(air compressor) جلا ورکول کیږي چې ورپسې به د موټر سائیکل برخه وي .

د دغه موټرسائیکل چې پینځه (۵) کلوګرامه وزن لري بهرنۍ برخه له مضبوط پلاسټیک څخه جوړه کړې شوي ده چې له هوا په ډکیدا سره ستریږي او د موټر سائیکل بڼه خپلوي .

د دغه موټر سائیکل ترټولو غټه ګټه دا ده که چیرې تاسو لیرې سیمو ته سفر کوئ نو هلته په تلو سره تاسو ته د ګاډو د نه ملاویدا هیڅ اندیښنه نشته .

په سفر کښې له ځان سره یوازې پینځه (۵) کلوګرامه موټر سائیکل یوسئ او له هوا څخه د هغه په ډکولو سره څومره چې مو چې خوښه وي لیرې لاړ شئ  یاده دې وي  دغه موټرسائیکل یوازې یو ()تن وړلی شي .