چین او روسیه د یوه بل د ګټو خیال ساتي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91353-چین_او_روسیه_د_یوه_بل_د_ګټو_خیال_ساتي
د دواړو هیوادونو اړیکې په اوسمهال کې باید د لورو د اړتیاؤ ځواب ویونکي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2020 23:51 Asia/Kabul
  • چین او روسیه د یوه بل د ګټو خیال ساتي

د دواړو هیوادونو اړیکې په اوسمهال کې باید د لورو د اړتیاؤ ځواب ویونکي شي .

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، د چین او روسیې ولسمشرانو شی جین پینګ او ولادیمیر پوتین  په ټيلیفوني تماس کې سره ، د ملګرتیاؤ د پراختیا ، له یوه بله د پریکنده ملاتړ او د هرډول بهرنیو لاسوهنو د ردولو  په باب مشورې او د نظر تبادلې کړي .

 راپورښئ  د چین ولسمشر په دغه ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ، هیواد ئې تیار دی  له روسې سره ملګرتیا وکړي ، څو  د یوه بل حاکمیّت ،امنیت اوپراختیا په ښه ډول وساتل شي  او د یوه بل ګډې ګټې  محفوظې شي .

 شي جین پینګ په دې خبرې په ټينګار سره چې  چین اوروسیې  د کرونا ویروس  دخوریدا په ترټولو سختو شیبو کې  د یوه بل ملاتړ کړی دی زیاته کړې ،  ددواړو هیوادونو اړیکې په اوسمهال کې باید  د لورو د اړتیاؤ ځواب ویونکي شي .

 دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم  په دغه تماس کې وئيلي دي  هیوادئې  په سیمې کې په تیره بیا  په هانګ  کانګ کې د ملي امنیت د ساتنې لپاره د چین د هلوځلو  بشپړ ملاتړ کوي . پوتین  دهانګ کانګ سیمې  دملی امنیت د قانون په ملاتړ سره  ټينګار کړی ،  روسیه   له هغو ډول ډول لمسونکو اقداماتو سره چې د چین  دحاکمیّت خلاف ورزي کوي ،کلکه مخالفه ده .