Jul 09, 2020 14:06 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې کیهان ورځپاڼه راخلو او د بهرنیو خبرونو برخې ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو.

په سر کښې یې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني خبره راخیستې چې وايي: طالبان باید د افغانستان جمهوري اسلامي نظام ته جذب شي.

خبر زیاتوي چې اشرف غني په کاپیسا ولایت کښې په یولړ څرګندونو وئيلي دي د افغانستان له اسلامی جمهوری نظام سره  دیو ځای کولو په باب دطالبانو ډلې  دغړو دجذبولو لپاره هڅه کوي  او او داچاره به  د دغه هیواد د  امنیتی ځواک  له بریاؤ هم ساتنه وکړي .

اشرف غني په عین حال کې ټينګارکړی،هېڅوک پر افغانانوخپلې غوښتنې نشي تپلی  او په اوسنيو شرایطو کې دا د افغانانو حق دي چې  د سولې په اړه پخپله فیصله وکړي  او د نورو د لاسوهنې لاره  بنده کړي.

هم دې ورځپاڼې د تورپوستو وسله والو انځورونه چاپ کړي او ورسره یې له دې پوښتنې لاندې چې آیا جارجیا ایالت د کورني جنګ په درشل ولاړ دی؟ په غټو ټکیو لیکلي دي. د امریکې د توکمپالو پولیسو په وړاندې د تورپوستانو د پوځ د قدرت ښودنه.

خبر کښې راغلي چې د امریکې د توکمپالو پولیسو له خوا د خلکو د صلحه ایزو اعتراضونو سختو ځپل کیدو د دغه هیواد تورپوستي دې نتیجې ته رسولي دي چې هغوي له پولیسو سره د مقابلې لپاره باید وسلې راواخلي، او دا هغه مسئله ده چې په دغه هیواد کښې د کورني جنګ اور یوځل بیا غرغنډه کولې شي.

کیهان بیا د هشام الهاشمي د یو انځور په خپرولو سره د عراقي کارپوهانو له خولې لیکلي دي: امریکا په عراق کښې د وژنو د وړومبۍ لیکې تورنه ده.

هغوي د عراق د مشهور کارپیژاندي هشام الهاشمي قتل هم د امریکې او د واشنګټن او د سیمه ایزو انډیوالانو دسیسه وبلله او د عراق خلکو او حکوم ته یې د سپينې ماڼۍ د نویو خطرناکو دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.

او د کیهان وروستۍ خبر دا چې په لویدیځ کښې خبري سرچینو ویلي د انګلستان د پوځ سمندري ځواکونه د یمن په ظالمانه سمندري محاصره کښې د سعودي ائتلاف د ځواکونو مرسته کوي. تل د بشري حقوقو د دفاع ادعا کونکې دغه هیواد سعودي، اماراتي او بحریني ځواکونو ته د دغه بې وزله هیواد د کلابندولو طریقې هم ورښايي.

*/*/*/*/*

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې بیا د افغانستان د طالبانو دا خبره راخیستې چې وايي: امریکا د سولې د موافقې خلاف ورزیو ته دوام ورکوي.

په خبر کښې لولو چې طالبانو ډلې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي  امریکا په قطر کې  له دغې ډلې سره  دلاس لیک شوي موافقې په اساس   باید  زرترزره  د افغانستان له بندونو درست پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي .

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ،  امریکا باید پخپلو ژمنو پابنده ووسي او د خبرواترو په بهیر کې د خنډونو د رامینځةکیدا مخه ونیسي .ځکه د دغې ډلې د بندیانو دنه خوشي کیدا مسئوله امریکا ده .

ایران ورځپاڼې د دې خبر په پاې کښې یادونه کړې چې د افغانستان حکومت په همداوروستیو کې  وئیلي وو، هغه کابو شپږ سوه  طالب بندیان به چې د  اخلاقي جرمونو په دلیل نیول شوي دي، خوشي نه کړي .

 د  کابل حکومت تر دې دمه  څه دپاسه څلور زره طالب بندیان خوشي کړي دي  او طالبانو ډلې هم تراوسه دمه  کابو اوه سوه حکومتي بندیان  آزاد کړي دي .

*/*/*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر طالبانو ته د روسانو د انعام ورکولو په اړه راپور خپور کړی و، د چهارشنبې په ورځ په یوه لیکنه کې ویلي چې په دې راپورونو کې ډېر څه لا هم کم دي.

په دې لیکنه کې چې د نیویارک ټایمز کتندوی پلاوي (هیئت تحریر) کښلې، په راپورونو کې نیمګړتیاوو ته په پام ویل شوي، له همدې کبله مهمه ده تر هغو چې حقیقت څرګندېږي باید احساسات او سیاست څنګ ته پرېښودل شي.

د نیویارک ټایمز په باور ځینې مهمې خبرې به ممکن د پنجشنبې په ورځ یعنې نن د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سؤال او ځواب (استماعیه) غونډه کې ښکاره شي. که څه هم د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي.

پومپیو مخکې په دې موضوع له څه ویلو ډډه کړې وه، خو په وروستیو کې یې په یوه مرکه کې په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې په اړه ویلي و چې دا څه نوې خبره نه‌ده او په ځلونو یې دا موضوع له روسي چارواکو سره مطرح کړې ده.

تر دې مخکې ټایم مجلې، نیویارک ټایمز او یو شمېر نورو امریکايي رسنیو ادعا کړې وه چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه پیسې ورکړې دي.

نیویارک ټایمز وروسته په بل راپور کې وویل چې د دې موضوع په اړه څېړونکي پر دوو حملو تمرکز کوي چې یوه د ۲۰۱۹ په اپرېل کې د هوايي اډې مخته د یوه انتحاري له لوري چاودنه وه چې ۳ امریکايي پوځیان په‌کې ووژل شول.

نیویارک ټایمز په تازه لیکنه کې لګول شوي تورونه بوږنوونکي بللي او ویلي یې دي چې ولس، په تېره بیا هغه کورنۍ چې عزیزان‌یې وژل شوي، د د دې مستحق دي چې صادقانه ځواب ورته وویل شي.

*/*/*/*/

دې هېل

په همدې حال کې دې هېل ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان څرګندونې رااخیستي چې وايي، زړه‌یې نه‌مني چې طالبانو ته د روسانو د انعامونو د ورکولو له کبله دې په افغانستان کې امریکايي پوځیان وژل شوي وي.

ده همداراز ویلي، که روسان طالبانو ته پیسې ورکوي یا یې نه‌ورکوي، طالبانو په تېرو څو کلونو کې تر خپله وسه پوره هڅه کړې چې پر امریکايي پوځیانو حملې وکړي.

*/*/*/*

ریلیف وېب

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپله انلاین خپرونه ریلیف وېب کې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې خورا زیات کورني بې‌ځایه شوي او بهر ته تللي کډوال لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر وايي چې دوه میلیونه نور کورني بې‌ځایه شوي افغانان‌یې ثبت کړي چې ورسره د ټولو کورنیو بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر ۴ میلیونه او یو لک تنو ته رسېږي.

دا کمېشنري وايي چې تر بل هر ملت د افغانانو بې‌ځایه کېدا او مهاجرت زیات دوام کړی دی.

 

 

ټیګونه