بریتانیا سعودي عربستان ته نورې وسلې هم ورکوي
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په ال سعود تیریګر رژیم باندې د وسلو د خرڅولو په هکله د لندن د حکومت په فیصلې نیوکه وکړه .
ټایمز ورځپاڼې پرون په یوې (۱) مقالې کښې د سعودي عربستان په ال سعود تیریګر رژيم باندې د وسلو د بیرته خرڅولو په هکله د انګلستان د حکومت په وروستۍ فیصلې باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل دغه اقدام د لندن نړیوال حیثیت تر پوښتنې لاندې ورولي .
ټایمز ورځپاڼې دې ته په اشارې سره چې سعودي عربستان د بریتانیا لپاره د وسلو د اخیستلو ترټولو ستر بازادی وویل د لندن حکومت له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې په سعودي عربستان باند د څلور(۴) میلیارډه او اوه سوه(۷۰۰) میلیونه سټرلینګ پونډو په ارزښت په سعودي عربستان او دغه راز په سیمه کښې د ریاض په متحدانو باندې د اته سوه شپیته (۸۶۰) میلیونه سټرلینګ پونډو په ارزښت د وسلو د خرڅولو اجازه ورکړي ده .