څېړونکي وايي ماشومان لویانو ته کورونا نه انتقالوی
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.
په جرمني کې څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې ماشومان نه یوازې دا چې کورونا لویانو نه لېږدوي بلکې د دې ناورغۍ په وړاندې د یوه خنډ په توګه رول لرلی شي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.
په هغو ټیستونو کې، چې د ښوونځیو د ۲ زره زده کوونکو او ښوونکو شوې، څرګنده شوې چې د پخواني تصور خلاف ښوونځي د کورونا وایرس په خپرولو کې هیڅ رول نه لري.