د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91500-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرنې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې هم دتهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرنې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې هم دتهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دا هم د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د امریکا په یو اس اس  بهونم ریچرډ نومې جنګي بیړۍ کې  ستر اور په دریمه ورځ هم  دغه ستره بیړه هماغه راز په اوور کې لو لَپه سوځي  او د دغه بوږنونکي اور علت تر دې  نه دی معلوم شوی . ډيری شناندي او کارپوهان وائي  امریکایان دې په خود کې شي  ، او د  هغو جنایتونو او ظلمونو له امله  چې په درستې نړۍ په تیره بیا په لویدیځي آسیا کې ئې   پر بې څوکه خلکو تپلي دي ،د خداي له قهره نشي بچ کیدلی .

ورځپاڼې په دوام کې  لیکلي دي ،الراي الیوم ورځپاڼې لیکلي دي ، د یمن انصار ا.... غورځنګ د لبنان د حزب ا... غورځنګ په څير دی هر څه چې ووائي  په عمل کې هماغه شان کوي  او خپل زیاتره ګواښونه ئې عملي کړي دي .

د شمالي کوریا  مشرانو په ډاګه وئيلي دي له امریکا سره نور نه دوه اړخیزه او نه هم څواړخیزه خبرې اترې کوو،ځکه دوي پخپلو ژمنو هیڅکله عمل نه کوي.

یروشلم پوسټ ورځپاڼې ایشواکړې  ده ، امریکائي پوځيانو په ضد د عراق د حزب ا... یا هماغه الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  دګواښونو له زیاتیدا سره په یووخت  واشنګټن  هم په درست عراق کې د خپلو پوځي مرکزونو  او اډو پیاوړتیا او ماډرنولو ته مخه کړې ده .

دانګلستان په پارلیمان کې د لیسټرښار استازي اندرو بریجن  سکائی نیوز خبری چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي کلونه کیږي ،  چې د کارخانو مدیران  د چپتیا  ددسیسې په سیوري کې له کرګرانو د مرّیونو په څير کار اخلي باید  ددغه ډول دسیسو مخه ونیول شي .

او د چین او امریکا ترمینځ  دتاؤتریخوالي په اوچ کې بیجینګ  هم پر واشنګټن بندیزونه لګوي .

             دا هم د تهران قدس ورځپاڼه ده چې پخپل نننی خبری سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني  یو ځل بیا په ډاګه کړې ده ، ایران به هیڅکله هم د امریکا او سترو قدرتونو دباؤنو اوبندیزونو ته تسلیم نشي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د اسلامی ایران  خارجه وزارت  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د پنځمې کلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټينګار کړی ،  اسلامی ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په  بشپړ اجرا  او  ساتنې کې  د بیا چمتووالي په اعلانولو سره  له درستو لورو غواړي په د غې نړیوالې ایتمي موافقې کې دې پر خپلو درستو ژمنو عمل وکړي او دا چانس  له لاسه ورنکړي .

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او )په تیرو پنځو ورځو کې  په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه په کرونا ویروس  د کابو یو میلیون کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي دي ،دغې ناروغۍ په درستې نړۍ کې د  وژونکي خوریدا خطرناکه ټلۍ کړنګولې ده . 

د مصر د قاهرې یوې محکمې د اخوان المسلمین غورځنګ مشر  په عمري بند محکوم کړ .

خبری سرچینو وئيلي دي په تیرو دوو میاشتو کې د امریکا  له ایف پنځلس تر ایف ۳۵ډوله  الوتکو پورې  اوه جنګي الوتکې نسکورې شوي دي .

د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحیی سریع په یوې خبرتیا کې  د بالیسټيک توغندیو او بې پيلوټه الوتکو  په ترکیبي عملیاتو کې  د سعودي عربستان د پوځي او تیلی تاسیساتو  دپه نښه کولو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، که سعودي ائيتلاف دیمن کلابندۍ او بې آمانه بمباریو ته دوام ورکړي ، نو له دغو ځوابي عملیاتو  به نوره هم سخت او جدي ځوابي عملیاتو سره مخ شي .

د یولسو اروپائی هیوادونو خارجه وزیرانو د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  مسئول جوزف بورل ته  دیوه ګډ لیک په استولو سره اندیښنه ښودلې  چې د فلسطین د لویدیځي غاړې د نیواک د پلان داجرائي کیدا  په بڼه کې  تل ابیب ته د غبرګون د ټاکنو  دبرابرولو لپاره وخت په ختمیدا دی .

د امریکا د هارورډ پوهنتون  دنړیوالو اړیکو استاذ  سټیفن والټ وئیلي دي ، د امریکا د جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ سیاستونو ، ایرا او چین د یوه بل تر څنګ درولي دي .

د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو وائي ، په سورئې کې  له فرانسې سره  دمونږ د اختلاف دلیلونه دکردانو فعالیتونه او ورسره مرستې دي .

            داهم د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل ننني خبري سایټ کې ئې لیکلی دي ،د لبنان زیاتره رسندویو لیکلي دي ددغه هیواد په اهل سنت مسلمانانو کې د سعودي عربستان  او ترکیې د نفوذ زیاتیدا  اوج ته رسیدلې ده او دواړه هیوادونه هڅه کوي ، په لبنان کې د خپلو تفکراتو په اساس  د مذهبی پلویانو شمیر زیات کړي چې دغې چارې  دلبنان په مذهبی اوسیاسی ټولنو کې یو لړ اندیښڼې راولاړې کړي دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دسورئې پوځ او مقاومتي ځواک  په الحسکه او ادلب ولایتون کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  په لسګونو جنایتکار ترهه ګر هلاک او د هغوي په سترو وسلو سنبال کابو شپاړس ګاډي  او نور پوځي تجهیزات هم تباه کړي دي .

 د افغانستان  د کابل پشمول په  بیلابیلو سیمو کې  د حکومتي پستو او پوځي مرکزونو په ضد دوسلوالو طالبانو  حملې او بمي چاودنې اوج ته رسیدلي او داسې کومه ورځ نشته چې  په دغه اخ وډب کې په لسګونو عام خلک خپل ژوند له لاسه ورنکړي .

د پاکستان  دمرکزي حکومت  احتساب ادارې ددغه هیواد دپخواني ولسمشر آصف زرداري په خلاف د  ویډیوئي کنفرانس له لارې  د درغلۍ  دوسیه څيړي.

د امریکا په سلګونو سترو او واړو ښارونو کې  د  دغه هیواد دپولیسو دجنایتونو او توکمپالو  توپیرونو په ضد  ولسی مظاهرې او اعتراضونه هماغه راز په جدیّت سره دوام لري او داسې کومه ورځ نشته چې ددغه هیواد د مریّتوب د نښو او سمبولونو مجسمې په مځکې راګوزار نشي .

 دعراق د  کتائب  حزب ا ... ولسی غورځنګ مشرانو ګواښ کړی ، له دغه هیواده د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل حتمي دي او په دې باب د ولس اوپارلیمان په غوښتنو هیڅوک  سترګې نشي پټولی .

د سورئې په الحسکه ولایت کې  دترکیې تیریګر ځواک   په دغه ولایت کې خپل پوځي تجهیزات  نوره هم زیات کړي دي .  داپه داسې حال کې دي چې د سورئې پوځ او ولسی مقاومتي ځواک  په الحسکه ولایت کې د ترکیې پوځي خوځښتونه  د دوي په خاورې ښکاره تیری بللی او پر نړیوالو اورګانونو ئې غږ کړی ،  دسورئې په خاوره  د  ترکیې د تیریو او  دځينو برخو د نیواک په ضد په غبرګون کې دې  پخپلو اصلی دندو عمل وکړي .

په هندوستان کې د کرونا ویروس خوریدا ددغه هیواد حکومتي او پوځي چارواکي په ویرې کې اچولي دي او وائي که دغه وژونکی ویروس همدغه شان په پراخ ډول په خوریدا وي ، نو  په دغه هیواد کې د لکونو خلکو ژوند له خطرې سره مخامخ کوي .

****************

Image Caption

 

=    اوس  هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو  خپل دریځونه دي .

 د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره حده د سولې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې پرتو خنډونو ته اشاره کړې ده.

د کابل چاپ   مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د افغانستان په  سوله کې د ستونزو  او امریکايي دریځونو په باب مقاله لیکلې ده .

په سرمقاله کې د بین‌الافغاني خبرو د ځنډېدو په هکله  لیکل شوي چې لا هم د خبرو د پیل پر وړاندې ډېر خنډونه موجود دي او ورسره یو ځل بیا جګړې زور اخیستی.

په سرمقاله کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو او امریکا ترمینځ له شوې هوکړې تر اوسه پورې یوازې امریکایانو ګټه کړې ده، ځکه چې ځواکونه‌یې خوندي شوي، د  عسکرو خوندي وتلو ته‌ ئې لاره هواره شوې او میلیاردونه ډالره لګښت‌یې کم شوی دی.

خو ورځپاڼې د جګړې په افغان اړخ کې د زیان خبره کوي او په وینا یې اوس هم طالبان، حکومتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل کېږي او لا معلومه نه‌ده چې تر کله پورې به دا حالت روان وي.

په ورځپاڼه کې اساسي پوښتنه دا مطرح شوې چې امریکا ولې د سولې هوکړه نه‌ده عملي کړې او ولې لا هم په افغانستان کې جګړه ده؟

د مسیر ورځپاڼې په باور، امریکایانو د سولې هوکړه یوازې د ځان د خوندیتوب لپاره کړې ده  څو د دوي عسکر خوندي وي.

=       هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالبانوډلې  ترمینځ د اختلافانو د رامینځته کېدو په اړه لیکنې کړي دي

ورځپاڼه لیکي ، وړاندې په کابل کې د افغان طالبانو د يو مهم مشر او په کراچۍ کې د دغې ډلې د پخواني قونسل (جنرال قونسل) جنرال مولوي رحمت‌ا... کاکازاده له قوله ویل شوي چې له امريکا سره له تړون وروسته دا جګړه افغان وژنه ده.

په ورځپاڼه کې لیکل شوي چې د ښاغلي کاکازاده له لوري افغان حکومت ته په رسول شوي پيغام کې راغلي ،له کوچني اختره وروسته طالبان د دې جګړې له شدت سره موافق نه‌دي او دا د کویټې، پېښور او کراچۍ شوراګانو له لوري پيل شوې جګړه ده!

ورځپاڼې د دغه طالب مشر له قوله بیا لیکلي چې د کویټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دي، خو د هلمند طالبان د ملا منصور له وژل کېدو وروسته له پاکستانه وتلي او بيا د دغه هېواد لمنې ته نه‌دي لوېدلي.

هېواد   ورځپاڼې همداراز لیکلي چې د رحمت‌ا... کاکازاده په دغه پيغام کې دا هم راغلي چې د هلمند شورا د تشدد کموالی غواړي، خو د کویټې، پېښور  او کراچۍ شوراګانې د پاکستاني مقاماتو د اصرار او مشورې له کبله د  اورکم او اوربند مخالفت کوي.

=   هشت صبح ورځپاڼې د عامو خلکو  د وژل کېدو خبره کړې او د بشر حقونو د خپلواک کمېشن وروستي راپور ته په اشارې سره ئې لیکلي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبله په بې‌ساري ډول پورته شوې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچه داسې مهال زیاته شوې چې د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره هیلې راټوکېدلې وې او افغانانو د حملو او تاوتریخوالي د کمېدو انتظار کاوه.

ورځپاڼې په دوام کې ټینګار کړی چې د جګړې ښکېل  لوري باید د ملکیانو د وژل کېدو له امله ځواب ویونکي وي او په وینا یې دا نړیوال اصل او عدالت باید تأمین شي.