ورځپاڼو ته کتنه ۵-۵-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91755-ورځپاڼو_ته_کتنه_۵_۵_۹۹
له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2020 11:52 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۵-۵-۹۹

له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په حوالې سره وليکل:  د ايران خلق به د دباونو په وړاندې په ګونډو نه شي. ولسمشر حسن روحاني پرون له کورونا سره د مبارزې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې وويل: د ايران خلق له بنديزونوو کورونا وائرسو او له هر ستر مشکل سره په مقابله کښې په تعاون او ملګرتيا سره دغه مشکلاتو نرموي او اسانوي.

ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې د بنديزونو او د کورونا له مشکلاتو سره سره له ملي منصوبو څخه پراخه استفاده د ترقۍ په لار کښې د هېواد د تګ ښودنه کوي واضحه کړه؛ راتلونکي ته اميداو تدبير او صحيح منصوبه بندي له مشکلاتو څخه د تېرېدو او غوره راتلونکي ته د رسېدو لپاره دوه مهم عنصرونه دي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: ايران او روسيې د سيمې او افغانستان وروستي حالات وڅېړل.

په ماسکو کښې د ايران سفير او د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي له يو بل سره د سيمې او افغانستان د وروستيو حالاتو او بدلونونو په اړه د نتظر تبادله وکړه.

په ماسکو کښې د ايران سفير کاظم جلالي او ضمير کابلوف په دغه کتنه کښې د افغانستان د مسائلو په اړه د تهران او ماسکو د تعلقاتو او ملګرتياو په ضرورت تاکيد وکړ.

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د لوے څارنوال له قوله وليکل: د ایران په مسافري الوتکې د امریکې د جنګي الوتکو د تیري حقوقي تعقیبونه کوو.

د ایران لوے څارنوال محمد جعفر منتظري پرون خارجه وزیر محمد جواد ظریف ته په یو لیک کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې ترهګر اقدام د نړیوالو حقوقو د قواعدو خلاف ترسره شوے، تاکيد وکړ: پکار دي چې د امریکې د واکمنانو له خرابونکو اقداماتو سره د پرېکنده او عبرتناک چلند او په ملي او نړیواله سویه ورسره د مقابلې په هدف سره له مختلفو حقوقي، قضايي او سیاسي لارو څخه په جدي توګه تعقیب شي.

ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو په حوالې سره وليکل: د فلسطين د آزادۍ ولسي محاذ د ايران په مسافر وړونکې الوتکې د امريکې تېرې وغندۀ.

د فلسطين د ازادۍ ولسي محاذ په يوې بيانيه کښې تاکيد وکړ په سوريې کښې د امريکې غاصبانه شتون نه يوازې دغه هېواد په نښه کړے دے بلکه مقصد يې په ټوله سيمه تسلط او پکښې له هر ډول پرمختګ او ترقۍ څخه مخنيوے دے او صهيونېسټ رژيم ه په کښې مرکزي رول لري.

دغه فلسطين محاذ ټول عرب ملتونه او مختلفې ډلې او ګوندونه د غاصب دښمن په توګه په سوريې کښې د امريکنيانو له شتون سره مبارزې او مقاوت ته راوبلل.

------------

همدارنګ د تهران چاپ يوې بلې ايران نومې ورځپاڼې بيا وليکل: بیجنګ د چین د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د امریکې تیرې وغندۀ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د تګزاس په هوسټن ښار کښې د دغه هیواد د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د امریکې د تیري په غبرګون کښې ویلي دي: بیجنګ په دې لړ کښې مناسب او ضروري ځواب ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په هوسټن ښار کښې د چین د کنسولګرۍ ودانۍ د دغه هیواد یو سفارتي او ملي ځاې دی او د ویانا د کنونشن له مخې، امریکا ته په هیڅ توګه په کنسولګرۍ باندې تیرې نه و پکار.

ورځپاڼې همدارنګ په خپل يو خبر کښې وليکل: د ترکيې فوځ د سوريې د شمال په حَسَکه صوبې په توپونو سره حمله وکړه.

ترکيې فوځي ځوږاکونو د حسکه صوبې په ابوراسين سيمه باندې د توپونو ډزې وکړې چې د دغې سيمې يو شمېر کورونه يې ويجاړ کړل.

د دغې حملې د احتمالي سرتاوانونو څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.

-----------

دا هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه رااخلو. ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر کښې د پاکستان په ستره محکمه کښې د احتساب عدالت يعنې نېب مشر جسټس جاويد اقبال محکمې ته د ځواب په حوالې سره وليکل: د احتساب په عمل کښې د ځنډ ذمه وارې د پاکستان محکمې دي. د احتساب محکمې کمې او دوسيې زياتې دي.

ورځپاڼې د امريکې رسنيو له قوله وليکل: له کورونا سره په مبارزه کښې د ډونالډ ټرمپ ناکامي په راتلونکو انتخاباتو کښې د ولسمشر په توګه د هغه بيا غوره کېدل له مشکل سره مخامخ کړي دي. په زياته اندازه د کورونا وائرسو خپرېدل او د امريکې د معيشت تباهي د هغه د ناکامۍ ځينې اسباب دي.

-----------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل: د پېښور امنيتي ځواکونو د داعش ترهه ګرې ډلې دوه غړي او له هغوي سره مرسته کونکي او سهولت ورکونکي څلور تنه ونيول. د خبر له مخې دغو ترهه ګرو په سيمه کښې ستر ترهه ګريز پروګرامونه جوړکړي وو چې په نيوو سره سيمه له ډېرو خطرناکو منصوبو څخه مخنيوے اوشو.

د ورځپاڼې د يو خبره له مخې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د پولې په خلاصېدو سره په افغانستان کښې له زرو نه زيات پاکستانيان خپل وطن ستانۀ شوو او له دوو زرو زيات افغانان افغانستان ته ستانۀ شول.

------------

د پاکستان د اسلام آباد چاب دنيا ورځپاڼې وليکل په دغه هېواد کښې په کورونا د اخته کسانو په شمېر کښې په چټکه توګه کمښت شروع شوے دے. د خبر له مخې د دغه هېواد په پائتخت اسلام اباد کښې د کورونائي بيمارانو په شمېر کښې پينځه نوي فيصده کمښت رامځته شوے دے.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د ملګرو ملتو د امنيت شورا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې کمېټۍ په خپل يو رپوټ کښې وويل: په پاکستان کښې ترهه ګري له افغانستان څخه رامنځته کيږي. رپوټ زياتوي په پاکستان کښې د نيول شويو ترهه ګرو مرکزونه د هغوي په قول په افغانستان کښې دي.

--------------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې، کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او ډزبندۍ د په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر ورځپاڼه د افغان سولې په تړاو هڅې له خنډونو او یو بن بست سره مخ بولي وايي، هېڅ نوی مثبت تحریک په‌کې نه‌ښکارېږي او په وینا یې دا خنډونه د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف دی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، که د نږدې ۶۰۰ بندیانو په خوشې کولو سره د سولې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي، نو حکومت باید ژر تر ژره دا بندیان خوشې کړي او په هېڅ ډول‌یې ساتل د افغانستان په ګټه نه‌دي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی که ښکېل اړخونه په سوله کې رښتیني وي، نو نه‌یوازې د سولې په لاره کې باید خنډونه جوړ نه‌کړي، بلکې له خپله اړخه لا زیاتې قربانۍ ته تیار وي.

مسیر ادعا کړې چې هم حکومت د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي او هم طالبان په خپله خبره کلک ولاړ دي او هېڅ انعطاف نه‌ښیي.

سرمقاله لیکونکي په خلکو غږ کړی چې د دې بن بست د ماتېدو لپاره راپاڅېږي.

----------

هشت صبح ورځپاڼې په وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې د اوربند په اړه فکر وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې په پروسه کې ظاهراً رامنځته شوی خنډ د وسله‌والو طالبانو د پاتې بندیانو نه‌خوشې کول دي او په وینا یې حکومت باید دا پاتې بندیان هم خوشې کړي وی.

په سرمقاله کې راغلي، د اختر په رارسېدو سره خلک تمه لري چې اوربند وشي او د جګړې پر ځای ستونزه له سیاسي لارې حل شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، په داسې حال کې چې د سولې لپاره ټول فرصتونه برابر شوي اړتیا ده چې طالبان هم نرمښت وښیي او یو دایمي اوربند او د سولې هر اړخیزې هوکړې ته چمتو شي.

------------

او د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې په خپل يو خبر کښې وليکل: ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د هندوستان په کرالا او کرناټیکه ښارونو کې زیات داعش ترهګر ځای پر ځای شوي دي. د داعش او القاعدې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د ملګرو ملتونو د څار ادارې یاد خبر زیاتوي چې دلته د ۱۵۰ او ۲۰۰ شاوخوا پاکستاني، بنګله دیشي او میانماري داعشي غړي را غونډ شوي دي. خبر زیاتوي چې دا ترهګریزه ډله د هغو طالبانو د ډلې له لوري چې په هلمند، نیمروز او کندهار کې فعالیت کوي، کنترولیږي. د هندي شبه قارې لپاره د یادې ډلې رهبر اسامه محمود نومیږي. د کرالا او کرناتیکه په سیمه کې له یادو کسانو سره په څنګ کې د ۱۸۰ او ۲۰۰ شاخوا هندي جنګیالي هم شته دي چې ځانونه د هند ولایت په نامه سره پېژني او خپل حضور یې د مې میاشتې په لسمه نیټه کال ۲۰۱۹ کې اعلان کړی ؤ.

او ورځپاڼې همدارنګ په خپل يو بل خبر کښې وليکل: چین له خپلې خاورې څخه بهر د ځواک پراخولو په موخه نوې سمندري بیړی جوړوي.

په دې باره کښې يې د فارن پالیسی مجلې په نقل سره لیکلي دي چې چین په دې اړه چې له هیواد څخه بهر د امریکا له ځواک سره سیالي وکړي خپلې هڅې چټکې کړې دي. د وېسا ورځپاڼې له مخې  فارن پالیسي د ځینو اسنادو پر بنسټ کاږي چې بیجینګ له همدې امله د داسې پوځي بیړیو د مدرن کولو د زمانې له شرایطو سره د برابرولو په هڅه کې دی چې هم الوتکې و لیږدولی شي او هم له اوبو څخه بهر او په اوبو کې فعالیت وکړای شي، چین فکر کوي چې له تصور څخه دمخه په یوه ټاکلې موده چې به وتوانیږي چې خپل توان له خپلو سمندري څنډو او اوبو څخه بهر وښيي. چین په داسې مهال کې په یاده سیالۍ لاس پورې کوي چې واشنګټن دلته وار دمخه د آسیا پاسفیک په سیمه کې خپله دودیزه واکمني پر خپل حال ساتلې ده، د چینايي ځواک دا هڅې څرګندوي چې دوی په دې هڅو کې دي تر څو ځانونه له امریکایانو سره په

ځواک کې برابر کړي.