امریکایو ځل بیا له سپيرې ماتې سره په مخامخیدا ده
اروپائي ټرائيکا یعني فرانسې ،جرمني او انګلستان هم د امریکا له اقدام سره په مخالفت کې دامنیت شورا مشر ته لیک سپارلی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ د ایران په ضد دبندیزونو د بیرته ستنولو لپاره د واشنګټن له غوښتنې د ملګروملتو د امنیت شورا دخبرولو لپاره د امنیت شورا مشر ته د لیک په وړاندې کولو کې دامریکاد ترهه ګر حکومت اقدام د۴+۱ډلې دغړو هیوادونو له پراخ مخالفت سره مخامخ شوی دی .
راپورښئ د لیندۍ یا ټریګر د میکانزم دفعالولو لپاره د امریکا له رسمي غوښتنې څو دقیقې وروسته ، روسیې د امریکا له دغې غوښتنې سره دمخالفت په اعلانولو سره نن د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب دملګروملتو دامنیت شورا د غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړې ده .
اروپائي ټرائيکا یعني فرانسې ،جرمني او انګلستان هم د امریکا له اقدام سره په مخالفت کې دامنیت شورا مشر ته لیک سپارلی دی .
فرانسې ، جرمني او انګلستان په دغه لیک کې د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره دامریکا له غوښتنې سره کلک مخالفت کړی دی .
د چین خارجه وزارت هم وئيلي دي ،امریکاد ایران په ضد د امنیت شورا دبندیزونو دبیرته ستنولو لپاره دغوښتنې هیڅ حق نه لري .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پرون ناوخته د ملګروملتو امنیت شورا مشر ته د یوه لیک په وړاندې کولو سره ایران دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په خلاف وروزۍ تورن کړی او رسما ئې د ایران په ضد دامنیت شورا دبندیزونو دبیرته لګولو غوښتنه کړې ده .
دغه لیک د هغو دیرش ورځنیو بهیر پيلوي ، چې د ایران په ضد امنیت شورا دبندیزونو بیرته ستنیدا لامل کیدلی شي .دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وړمه شپه ددې خبرې په کولو سره چې واشنګټن د ایران په ضد دملګرو ملتو د امنیت شورا دبندیزونو دبیرته ستنولو غوښتونکی دی ، وئيلي وو ،خارجه وزیر ئې فرمان ورکړی ، چې د ایران دبندیزونو دبیرته ستنولو نظام یا دټریګر میکانزم دې فعال کړي . امریکا سره له دې چې دوه کاله مخکې په رسمي توګه او د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک ته له پامه پرته په یوغیر قانوني اقدام کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې ،په نوي حقوقي تفسیر کې مدعي شوې چې د دغه پریکړه لیک دمادو په اساس هماغه راز په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې ګډون کونکی یو لوری دی او په دې چوکاټ کې حق لري ، چې د ایران په ضد د امنیت شورا د بندیزونو دبیرته ستنیدالپاره د لیندۍ د مکانزم پشمول په دغې موافقې کې مطرح لارو چارو څخه استفاده وکړي . یوه داسې ادعا چې د امنیت شورا دزیاتره غړو په تیره بیا دچین اوروسیې له روښانه غبرګون سره مخ شوې ده .
په ملګروملتو کې دروسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا پرون خبریالانو سره په خبرو کې وئیلي دي ،ماسکو به په ملګروملتو کې دایران په ضد د بندیزونو دبیرته اعمالولو لپاره د واشنګټن له هر ډول هڅې سره مقابله وکړي.