د بنګله دیش وزیراعظمې او ولسمشر امام حسین وستایه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92578-د_بنګله_دیش_وزیراعظمې_او_ولسمشر_امام_حسین_وستایه
د بنګله دیش وزیراعظمې او ولسمشر د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو سرشیندنه له ظالم سره د مبارزې او آزادۍ لپاره یو ستر مثال وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 31, 2020 08:03 Asia/Kabul
  • د بنګله دیش وزیراعظمې او ولسمشر امام حسین وستایه

د بنګله دیش وزیراعظمې او ولسمشر د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو سرشیندنه له ظالم سره د مبارزې او آزادۍ لپاره یو ستر مثال وباله.

شیخ حسینه واجد پرون د حسیني عاشورا په مناسبت یو پیغام کښې وویل: د امام حسین علیه السلام او په کربلا کښې د هغوي د ملګرو فداکاري د ټول اسلامي امت لپاره یوه څرګنده او ارزښتناکه بیلګه ده.

هغې زیاته کړه: د بنګله دیش ټول خلک باید په خپل هیواد کښې د یوې داسې آزادې او مترقي ټولنې د جوړولو ګډه هڅه وکړي چې د عاشورا ځلا په­کښې وي.

د بنګله دیش ولسمشر محمد عبد الحمید هم په یو پیغام کښې ویلي دي: حسیني عاشورا یوه سپيڅلې ورځ ده چې ټول اسلامي امت په کښې په ویر او ماتم اخته وي.

هغه زیاته کړه: د محرم د میاشتې په لسمه ورځ د اسلام د ګرانقدره پيغمبر لمسې حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه کورنۍ او ملګري یې له یزیر سره په مبارزه کښې شهیدان شول څو وښايي چې د ظلم او زیاتي په وړاندې چپتیا نه ده پکار.

پرون د نورې نړۍ په شان په بنګله دیش کښې هم د حسیني عاشورا د عزادارۍ مراسم ترسره شول خو د کرونا د خپریدو د مخنیوي په خاطر له ځینو محدودیتونو سره مخامخ وو. په دغه ورځ هر کال په بنګله دیش کښې عموي عزا او رسمي رخصتي وي.