دامریکا دولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د رایو ورکونکو ژوند ګواښي
برني سنډرز له دې مخکې هم په یوه ټولنیزپیغام کې لیکلی وو،د ډونالډټرمپ دحکومت اقتصادي واقعیَتوه دا دي چې ۲۹میلیون امریکایان کافی خواړۀ نه لری او په امریکا کې ۳۰میلیون بیروزګارو کسانو په میاشت کې شپږ سوه ډالر اخستل له لاسه ورکړي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د امریکا یوه خپلواکه سناتور برنی سنډرز بیګا په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون په نیّت سره ددغه هیواد د سلامتیا او د ژوند له خطر سره دمخامخیدا او په دغه هیواد کې د کرونائي بحران له امله د مړینو د اندیښمنونکی شمیر د زیاتیدا په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دي ،باید ډاډمن شو چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون د دوي سلامتیا او ژوند له خطرو سره نه مخامخ کوي .
برني سنډرز له دې مخکې هم په یوه ټولنیزپیغام کې لیکلی وو،د ډونالډټرمپ دحکومت اقتصادي واقعیَتوه دا دي چې ۲۹میلیون امریکایان کافی خواړۀ نه لری او په امریکا کې ۳۰میلیون بیروزګارو کسانو په میاشت کې شپږ سوه ډالر اخستل له لاسه ورکړي دي .
د نوو احصایو په اساس ، په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه شپږ میلیون او څلور لکه څلوردیرش زرو تنو ته رسیدلی چې له دوي تر دې دمه یو لک دوه نوي زره اته سوه شپږ اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پستي رای اخستنې څخه د ډيموکراټآنو له ملاتړ سره سره ، ددغه هیواد جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ په جدي توګه له دې موضوع سره مخالفت کوي .