ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92758-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 11:23 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې یې د ملګرو ملتو د سرمنشي له قوله لیکلې دي: یمن د قحطۍ له خطر سره مخامخ دی.

د خبر په دوام کښې راغلي چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه وینا کښې په یمن او دریو افریقايي هیوادونو کښې د خوراکي امنیت د نشتوالي او د قحطۍ د خطر په هکله خبردارې ورکړ.

د ملګرو ملتو سرمنشي په دې هکله وویل: یمن، د کنګو ډیموکراټک جمهوریت، د نایجیریا شمال ختیځ او جنوبي سوډان په نړۍ کښې د خوړو له ډیرو سترو بحرانونو سره مخامخ دي.

ګوتریش له دغو هیوادونو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتو د اعتبار او کریډیټ په کمي نیوکه وکړه او د دغو هیوادونو د ستونزې د هواري لپاره یې د سمدستي اقدام په ضرورت ټینګار وکړ.

ابرار لیکلي چې ورته مهال د آکسفام Oxfam په نامه د مرسته رسونې نړیوال سازمان هم خبر ورکړی چې سږ کال ممکنه ده ګڼ شمیر یمنيان د لوږې په وجه سرونه بایلي.

ورځپاڼې یادونه کړې چې سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د امریکې، متحده عرب اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره په یمن باندې پوځي تیرې پیل کړی او دغه هیواد یې د ځمکې، سمندر او هم د هوا له لارې سخت کلابند کړی دی او

د یمن خلاف دغه جنګ تراوسه د څه باندې شپاړسو زرو یمنیانو د وژلې، د لسګونو زرو د زخمي کیدو او د میلیونونو یمنیانو د بې کوره کیدو لامل شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

رابه شو له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې ته چې خپل وړومبې خبر یې د ایران د قضائیه قوې د مشر څرګندونو ته ځانګړې کړی او له نشه ایزو موادو سره د مبارزط د بهیر د څیړنې په غونډه کښې یې د آیت ا... رئیسي له قوله لیکلي دي: له نشه ایزو توکو سره مقابله په ډیرو لوړو سویو پریکنده هوډ ته ضرورت لري.

د دې خبر په تفصیل کښې هم لولو چې  د  اسلامی ایران د قضایه قوې مشر سید ابراهیم رئیسي  پرون په تهران کې له نشه  ایزو موادو سره  د مبارزې د بهیر د ارزونې او تاوان موندنې  په غونډې کې  د دې خبرې په کولو سره چې  امریکا اواروپائي هیوادونه د  نشه ایزو توکو د قاچاقبرو ملاتړي دي ، وئيلي  دي، دسیمې ځّيني هیوادونه هم  دنشه ایزو موادو  له ټرانزیټ او ویشلو څخه زیات عایدات ترلاسه کوي .

 د ایران دقضایه قوې مشر  په افغانستان کې  دکوکنارو د کښت  او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا ته  هم اشاره کړې اووئيلي ئې دي ،په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا  د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو او مشرانو تر په ملاتړ سره لاپراخه شوې ده .

 ښاغلي رئسي  په دوام کې  له نشه ایزو موادو سره  دا یران مبارزې ته هم اشاره کړې او وئیلي ئې دي،نړیوالو اورګانونو،له نشه ایزوموادوسره د اغیزشیندونکي او جدي مبارزې په دلیل  اسلامی ایران ته  اته میډالونه ورکړي او  په لسګونو ځله ئې  داسلامی جمهوری نظام قدرونه او ستاینه کړې ده ،خو دغه ستاینې  او قدرونې  او ملاتړ یوازې د خبرو تر حده دی او په عمل کې هیڅ  د ول ګامونه نه پورته کوي .

اطلاعات په پاې کښې یادونه کړې چې د ملګروملتو اړونده ادارو د ایران اسلامی جمهوریت  تل له نشه ایزو توکو سره د مبارزې بیرغوال  بللی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

اوس هم راځو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته او یوازې د بهرنیو خبرونو په برخه یې لو لنډ نظر اچوو چې ځینې خبرونه یې په دا ډول دي.

د تجزیې او ویش خطر هم د امریکې د کورني جنګ په خطر ورزیات شو.

خبر وايي چې د امریکې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۵۷ ورځې پاتې دي او دغه هیواد لاهم له سختو مظاهرو ته مخامخ دی. د امریکې کارپوهان وايي که چیرې ټرمپ ماتې وخوري نو د کورني جنګ د رامینځته کیدو خطر دغه هیواد ګواښي  او که جوبایډن ماتې وخوري نو ځیني ایالتونه به احتمالاً د (تجزیې پروژه) بیل کړي.

کیهان د دې ترڅنګ په یو بل خبر کښې د سانفرانسسکو د ښاروال له خولې لیکلي دي: د امریکې ولسمشر یو ډیکټاټور ترهګر دی.

له بلې خوا ډونلډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کښې د صربستان د وزیراعظم سپکاوې کړی دی. هغه د خپل ملاقات لپاره سپینې ماڼۍ ته ورغلې د صربیا وزیراعظم لکه د یو شاګرد په شان د خپل میز او کرسۍ مخې ته په یوې معمولي کرسۍ کښینولې دی او مختلفو رسنیو او ورځپاڼو دغه انځور چاپ کړی دی.

**

د عراق په شمال ختیځ کښې د دیاله سني میشت ولایت د ۲۰ کلیو اوسیدونکو د داعش د پاتې ترهګرو د خطر د دفع کولو په لړ کښې د سنیانو د دغو کلو په اطرافو کښې د حشد الشعبي ځواکونو د دائمي دیره کیدو غوښتنه کړې ده.

هم داشان د عراق د پارلیمان استازي او د فتح ائتلاف غړي محمد البلداوي ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پارلیمان مصوبه باید اجرا شي.

کیهان هم داشان په بیروت کښې د حزب ا... له مشر سید حسن نصر ا... سره د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د ملاقات انځور چاپ کړی او په لبنان کښې د فلسطینیانو له کیمپه د کتنې په وخت یې د هنیه دا خبره راخیستې چې وايي: فلسطینیان به قدس او خپله خاوره هیره نه کړي اړو مقاومت په غزه کښې داسې توغندي لري چې تل ابیب او له هغه لا لرې سیمې ویشتلې شي.

*/*/*/*/*/*/*/*

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د طالب پلاوي په غړو کې د بدلون په مسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې د طالبانو نوي ۲۱ کسیز پلاوي ته په اشارې لیکلي چې په ټیم کې یوازې قطر مېشته طالبان نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي هم شامل دي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې طالبانو ولې نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خبرو لپاره داسې یوه ټیم ته اړتیا وه چې تر ډېره پورې د پرېکړو صلاحیت ولري او په مذاکراتو کې وروستۍ خبره هم وکړای شي او د همدې دلایلو پر بنسټ د طالبانو په پلاوي کې بدلون راغلی او نوی ټیم‌یې ټاکلی دی.

مسیر ټينګار کوي چې افغان حکومت ته هم په کار ده چې یو با صلاحیه ټيم وټاکي چې د سولې په برخه کې پرمختګ ته لاره هواره کړي.

سرمقاله کې په دواړو لورو غږ شوی چې اوس د نرمۍ وخت دی او دواړه لوري باید تر وروستي حده نرمي وکړي او ټول تمرکز یې باید د سولې د خبرو پر کامیابۍ او پرمختګ وي.

 

دنیا

دنیا ورځپاڼې په حکومت او طالبانو غږ کړی چې اختلافات شاته پرېږدي او پر سوله تمرکز وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، اوس چې د افغانستان د سولې پروسه د مخامخ بین‌الافغاني خبرو پړاو ته رسېدلې له تازه مشکلاتو سره مخ شوې ده.

سرمقاله کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو د ترکیب پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافات او په قطر کې د طالبانو په دفتر کې اختلافاتو ته په اشارې راغلي چې دا ټول د دې لامل شوي چې د سولې پروسه وځنډېږې.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې نور باید له رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي او له خپلمنځي اختلافاتو ډډه وشي.

سرمقاله کې په سیاسیونو هم غږ شوی چې د اختلافاتو پر ځای دې هڅه وکړي چې د افغانانو هیله چې سوله ده، هغه پوره کړي.

 

هیواد

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د طالبانو مذاكراتي پلاوي بدلون به كومه پايله ولري؟

ورځپاڼې لیکي، له ملا شیر محمد عباس ستانكزي څخه د مذاكراتي ټيم مشري، يوه اخوندي مشر مولوي عبدالحکيم ته ورکړل شوې ده.

او ادعا یې کړې چې ستانکزی په روسيه، هند او پاكستان كې روزل شوی دی. د سرمقاله لیکونکي په وینا، مولوي عبدالحکيم چې د طالبانو قاضي‌القضات هم بلل کېږي د طالبانو د مخکېني مشر، ملا محمد عمر نږدې ملګرى و.

د ورځپاڼې په باور، پاكستان د دې موخې ترلاسه كولو لپاره طالب ډله تېر باسي او دا ډله نه‌پرېږدي چې له افغان حكومت سره سوله وكړي، نو د هېواد په خبره بايد د سولې په بدل كې د هر ډول ناوړې هوكړې او تصميم مخنيوى وشي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*