چین په افغانستان کښې د صلحې له بهیره ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93004-چین_په_افغانستان_کښې_د_صلحې_له_بهیره_ملاتړ_وکړ
د چین حکومت د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د خبرواترو له بهیره ملاتړ کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2020 00:40 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کښې د صلحې له بهیره ملاتړ وکړ

د چین حکومت د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د خبرواترو له بهیره ملاتړ کړی دی.

د چین خارجه وزیر وانګ يي په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د بهیر په هکله وویل: چین د افغانستان د نورو ګاونډیانو ترڅنګ، په دغه هیواد کښې د صلحې او روغې جوړې بهیر ته ډیر اهمیت ورکوي او هیله مند دی چې ټول لوري د افغانستان د مسئلې د هوارې لپاره یوه اغیزناکه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

وانګ يي زیاته کړه: په افغانستان کښې زرترزره د جنګ ختمیدل د دغه هیواد، د سیمې د هیوادونو او د نړیوالې ټولنې ډیره مهمه غوښتنه ده.

د چین خارجه وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل: ځیني بهرني قدرتونه په مختلفو پلمو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او د (رنګي انقلابونو) د یو نوي پړاؤ د پیلولو په لټه کښې دي.