د امریکا ولسمشر د واک له سپارلو ډډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93140-د_امریکا_ولسمشر_د_واک_له_سپارلو_ډډه_کوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ماتي د خوړلو په بڼه کښې په سوله ییز ډول د واک د انتقالولو په زمینه کښې د ژمنې ورکولو ته چمتو نشو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 24, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر د واک له سپارلو ډډه کوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ماتي د خوړلو په بڼه کښې په سوله ییز ډول د واک د انتقالولو په زمینه کښې د ژمنې ورکولو ته چمتو نشو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې په نوامبر میاشت کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې د ماتي د خوړلو په بڼه په سوله ییز ډول د واک د سپارلو په هکله د یوې(۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل باید وګورو چې څه کیږي ځکه چې زما په نظر د رایو صندوقونه له کنټرول څخه وتلي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې  په نویو نظرسنجیو کښې د ډیموکراټ ګوند له سیال جوبایډن څخه شاته پاتی شوی دی په دغه خبرې کانفرنس کښې یوځل بیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا په بهیر کښې د درغلۍ د رامینځته کیدا په تیره بیا د پوسټ له لارې د رایو د استولو په بهیر کښې د ټګۍ د رامینځته  کیدا په هکله خپله ادعا تکرار کړه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل زه به قدرت چا ته ونه سپارم ځکه چې زما ولسمشرۍ به دوام ولري .

د امریکا د یوټا ایالت د ریپبلیکن ګوند سناتور میټ رومني د ولسمشر ټرمپ په دغو څرګندونو باندې نیوکې سره د قدرت په سوله ییز ډول د انتقالولو لپاره د ټرمپ ډډه کول د نا تصور وړ او د نامنلو وړ وبلل .

هغه وویل د جمهوریت اساس په سوله ییز ډول د واک انتقالول دي .