د لندن ښاروال د عربستان په غونډه کښې ګډون نه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د لندن ښاروال صادق خان د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د شل ډلې د سترو ښارونو د ښاروالانو د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې له ګډون څخه په پښیمانه کیدا سره د دغه غونډې د بایکاټ کونکو په لیکه کښې ودریده .
دلندن ښاروال صادق خان د بشري حقوقو د ډلو او د ال سعود رژیم د مخالفانو لخوا د دباونو په زیاتیدا سره په یوې(۱) بیانیې کښې په رسمي ډول وویل په ما سربیره د بریتانیا د پلازمینې د ښاروالې نور کارکونکي هم په ریاض کښې د شل ډلې د لویو ښارونو د ښاروالانو په اینټرنیټي غونډې کښې چې له پرون څخه پیل شوي ده او درې (۳) ورځې به دوام ولري ګډون نه کوي .
له دې مخکې د امریکا د نیویارک ښاروال بیل ډو بلاسیو او د پاریس ښاروال ان هیډالګو هم ویلي وو چې د سعودي عربستان په کوربه توب د شل ډلې د ښاروانو د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې به ګډون ونکړي .
د بشري حقوقو ډلو هم په یوه (۱) لیک کښې د لندن د نیویارک د برلین د پاریس د روم د لاس انجلس او ماډرید په شمول د نړۍ د لویو ښارونو له ښاروالانو غوښتي وو د سعودي عربستان په حکومت د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې د کلیزې په درشل کښې د عربستان په نوموړي غونډې کښې ګډون ونکړي او هغه بایکاټ کړي .