امریکا د ایران پرضد زیات دباو ته دوام ورکوي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو یوځل بیا ټینګار وکړ واشنګټن به د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د راوستلو سیاست ته دوام ورکړي .
هغه بیګا په یوې (۱) بیانیې کښې د ایران د اتلسو(۱۸) بانکونو او د مالي ارګانونو پرضد بایکاټ ته په اشارې سره وویل د تهران پرضد د امریکا د زیات دباو د راوستلو سیاست به دوام ولري تر دې چې ایران جامعو خبرو ته ګروهنه پیدا کړي .
د امریکا د خزانې وزارت پرون د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن د غلیمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران په اتلسو (۱۸) بانکونو بایکاټونه ولګول .
د دوه نیمو کلونو له تیریدا وروسته چې امریکا د ایران پرضد سخت بندیزونه لګولي دي واشنګټن د تهران پرضد خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلي بلکې امریکا په نړیواله سویه ډیره منزوي او څنګ ته شوي هم ده .