د امریکا ولسمشر او خارجه وزیران ظالمان دي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې مسلمانې استازي میرمن ایلهان عمر پرون د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن په نویو بندیزونو باندې نیوکې سره ولسمشر ټرمپ او خارجه وزیر مایک پمپئو ظالمان وبلل .
هغې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د ایران پرضد د امریکا په نویو بایکاټونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې ولیکل دغه بندیزونه د ایران د خلکو لپاره د درملو او د خواړو د برابرولو کار سختوي .
ایلهان عمر ډاګینه کړه دغه بندیزونه د امریکا ترټولو نږدې متحدان لیرې کوي او د امریکا لپاه هیڅ ګټه نلري .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم څه موده مخکې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د امریکا په غلیمانه سیاست نیوکې سره ویلي وو دنیا نور نشي کولای د امریکا د اقتصادي ترهګرۍ په مقابل کښې چې له طبي ترهګرۍ سره یې پیوند خوړلی دی غلي کیني .