فرانسې کښې د اسلام ضد سیاستونو په دوام نیوکه :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93888-فرانسې_کښې_د_اسلام_ضد_سیاستونو_په_دوام_نیوکه
په تیرو څو اونیو کښې په اروپايي هیوادونو په تیره بیا فرانسې کښې د اسلام ضد کړچارونو زیاتیدل چې د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي د ډکو کارټونونو په خپرولو کښې د شارلي ابډو مجلې په اقدام سره ترسره شول له دغه سپکاوي ډک کړچار څخه د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون دفاع کول نه یوازې د نړۍ د مسلمانانو غوسه راوپاروله بلکې د دغه هیواد ځینې چارواکي او سیاستوالان یې هم غبرګون ښودلو ته اړ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 11:32 Asia/Kabul
  • فرانسې کښې د اسلام ضد سیاستونو په دوام نیوکه :-

په تیرو څو اونیو کښې په اروپايي هیوادونو په تیره بیا فرانسې کښې د اسلام ضد کړچارونو زیاتیدل چې د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي د ډکو کارټونونو په خپرولو کښې د شارلي ابډو مجلې په اقدام سره ترسره شول له دغه سپکاوي ډک کړچار څخه د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون دفاع کول نه یوازې د نړۍ د مسلمانانو غوسه راوپاروله بلکې د دغه هیواد ځینې چارواکي او سیاستوالان یې هم غبرګون ښودلو ته اړ کړي دي .

په دې لړ کښې د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولانډ خبرداری ورکړی ترهګر باید په غلطۍ سره مسلمانان ونه ګڼو ځکه چې ټروریسټان د مذهبي جنګ د رامینځته کولو هڅه کوي .

د کلیساګانو په شمول په مذهبي ځایونو باندې حملې او د ترهګرو عملیاتو ترسره کول په اروپا او په تیره بیا په فرانسې کښې د مسلمانانو د اعتقاداتو د مسخره کولو او د اسلام ضد دریځونو د زیاتولو لپاره د پاریس د چارواکو پلمه ګرځیدلي ده او له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې په پلمه د مسلمانانو پرضد دباونو ډیر زیات شوي دي .

دا په داسې حال کښې دي  چې په ډیرو موردونو کښې د قضايي تحقیقاتو دوام دغه ادعا نه سمه ثابتوي څرنګه چې د فرانسې په جنوب ختیځ کښې په «اوینیون »ښار کښې د ترهګرې حملې عامل چې د پولیسو لخوا ووژل شو د اروپا د دفاع د ښي پال غورځنګ غړی و .

حمله کونکي په چاقو سره د فرانسې په اوینیون ښار  کښې په یوه (۱) واټ کښې د پولیسو افسرانو او د یوه (۱)مراکشي  تاجر د ګواښلو په ترڅ کښې په هغوې برید کړی و .

د فرانسې چارواکو په تیره بیا ولسمشر امانوئل ماکرون په داسې حال کښې د مسلمانانو پرضد دریځ غوره کړی دی چې  هغوې له اسلام سره د مبارزې د پیاوړي کولو په حال کښې دي او  د اروپا له اوسنیو اقتصادي او سیاسي شرایطو او د چارواکو له کړچار سره په مخالفت کښې په فرانسې او اروپايي هیوادونو  کښې ښي پال غورځنګونه له مخکې څخه پیاوړي شوي دي او په دې لړ کښې د مسلمانانو وجود  د فرانسې د چارواکو لپاره د اوسنیو مشکلاتو او کمښتونو د توجیه لپاره یوه(۱) پلمه ګرځیدلي ده .

په بریتانیا کښې د اسلامي بشري حقوقو د کمیسیون مشر «مسعود شجره» په دې زمینه کښې وویل د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په ښکاره په اسلام برید کړی دی زیاته کړه  اسلام له کړکیچ سره مخ دی په داسې حال کښې چې په حقیقت کښې د فرانسې او اروپايي هیوادونو او له هغوې سره د هم نظره سیاستوالانو سیاستونه له کړکیچ سره مخ دي .

د همدغه فساد په خاطر د فرانسې ولسمشر ماکرون مجبوره شوی دی له مخکې څخه زیات توکمپالنې او له اسلام څخه د خلکو د ویرولو کار ته مخه کړي چې د سرزورو ښي پالو کسانو او ډلو د رایو په جلبولو سره  وکولای شي د دوهم (۲) ځل لپاره د هیواد ولسمشر جوړ شي .

د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون او د حکومت دغه دریځونه په داسې حال کښې هماغه راز دوام لري چې د اسلام، د مسلمانانو او په تیره بیا د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي دوام او د اسلام ضد دریځونو زیاتیدل چې د سپکاوي او د تمسخر په بڼه ترسره کیږي عملا د ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د سرزورو کسانو   د ډیر هڅولو ، تحریکولو او د ناامنۍ د زیاتیدا سبب کیږي .

د مصر شیخ الازهر« احمد طیب» په نړیوالې ټولنې غږ وکړ هغه قانون تصویب کړي .چې پراساس یې د مسلمانانو او د هغوې او د نورو خلکو ترمینځ د نفرت رامینځته کول جرم ګڼل کیږي او یرغلګران سزا کیږي .

هغه په عین حال کښې مسلمانان له اسلام دین او پیغمبر اکرم حضرت محمد ص څخه د دفاع لپاره د قانوني لارو او د سوله ییزو رودو غوره کولوته وروبلل .

په حقیقت کښې د فرانسې چارواکي په لویدیځې اسیا کښې د ترهګرۍ له پراخولو سره په مرسته کولو کښې د اوسنیو شرایطو په رامینځته کولو ، په دغه سیمه او په افریقا کښې د جنګونو او د ناامنیو په رامینځته کولو کښې د خپلې ګرمې د منلو پرځاې همداس اوس د ځینو جوماتونو د تړلو او د مسلمانانو د ایستلو په شمول د اقداماتو د ترسره کولو او په چټي پلمو سره د سرزورو ډلو د پیاوړي کولو په حال کښې دي .

د فرانسې او د اروپا د ځینو نورو چارواکو لخوا د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو د سپیڅلتیاو له دفاع کولو او د اسلام ضده اقداماتو له زیاتیدا سره سره داسې ښکاري چې دغه کار په نړۍ کښې پتیالیو شخصیتونو ته نه یوازې د منلو وړ چاره نه ده بلکې په مشخص ډول د لویدیځو هیوادونو د غیر عقلاني سیاستونو او اقداماتو د توجیه او  د حقیقت د پټ دساتلو لپاره یو(۱) کړچار ګڼل کیږي .