د پاکستان او فرانسې د ترهګرو حملو غندنه
د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع تنظیم په پاکستان او فرانسې کښې ترهګر بریدونه غندلې دي
د ایرنا د خبر له مخې د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع تنظیم په یوه خبرپاڼه کښې د پاکستان د پيښور په یو جومات کښې او هم داشان د فرانسې د نیس ښار په یوې کلیسا کښې په دوو ترهګرو حملو کښې د څه باندې ۱۴۰ تنه بیګناه انسانانو مرګ ژوبلې ته په اشارې سره څرګنده کړه: دا ډول غمیزې او د مقدسو ځایونو خلاف نورې ترهګرې حملې بیا هم ثابتوي چې د دینونو او ترهګرۍ ترمینځ هیڅ ډول اړیکه نشته بلکې دینونه په خپله په ترهګرو اهدافو کښې شامل دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې ترهګري له یو عقیدتي تندلاریتوب او یا غلط تفسیره وتلې او د سترو قدرتونو د ارادې د تپلو او د پراختیا په حال کښې هیوادونو د بیخ بیناؤ د ورانولو په لړ کښې په یو سازمان بدله شوې ده.
د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع تنظیم د دغو غمیزو په غندلو او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو او د زخمیانو لپاره یې د عاجلې شفا په آرزو سره، د نړۍ له ټولو پوهانو، شخصیتونو او د الهي دینونو له مشرانو وغوښتل چې له الهي دینونو څخه د ترهګرۍ د ناوړه استفادې په هکله په ایشوا کونو او د ادیانو او ترهګرۍ ترمینځ د تضاد په هکله د دریځونو په غوره کولو سره، سپیناوې وکړي.