د انډونیشیا ولسمشر هم د مکرون څرګندونې وغندلې
Nov 01, 2020 04:13 Asia/Kabul
د انډونیشیا ولسمشر جوکو ویډوډو د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون اسلامي ضده څرګندونې په کلکه غندلې دي
جوکو ویډوډو په یوه خبرپاڼه کښې د بیان له هغې آزادې کرکه څرګنده کړه چې د دیني سمبولونو او ارزښتونو عزت، پاکۍ او حرمت ته تاوان رسوي.
د انډونیشیا ولسمشر د خپل فرانسوي همرتبه څرګندونې د اسلام سپکاوې وباله.
د ویلو ده چې امانوئل مکرون د اسلام د ګرانقدره پيغمبر(ص) په شان کښې له سپکاوي کونکي کاریکاټورونو څخه د بیان د آزادۍ د یوې برخې په توګه دفاع وکړه چې د هغه دغو څرګندونو د اعتراضونو یوه پراخه څپه راپورته کړه او د ټولې نړۍ مسلمانان د مظاهرو په کولو سره د فرانسوي محصولاتو د بایکاټولو غوښتونکي شول.
په مختلفو هیوادونو کښې د قهریدلو مسلمانانو په اعتراضونو کښې د فرانسې د ولسمشر ګوډاګي هم وسوزول شول.
ټیګونه