د ټرمپ دکرغیړن کړچارڅلور جنجالي کلونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93939-د_ټرمپ_دکرغیړن_کړچارڅلور_جنجالي_کلونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د امریکا د جنجالی حکومت د څلور کلن کرغیړن کړچار او د جنګ جګړو د اوج په اړه له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملتیاوکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2020 13:57 Asia/Kabul
  • د ټرمپ دکرغیړن کړچارڅلور جنجالي کلونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د امریکا د جنجالی حکومت د څلور کلن کرغیړن کړچار او د جنګ جګړو د اوج په اړه له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

    خوږو دوستانو د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ څلور کلونه   له ډ يرو زیاتو ترینګلتیاؤ او رسیندوئي جنجالو سره تیر شول .په داسې اخ وډب کې چې   تر پردې شا په یوه بل پسې اجرا او درستو ولیدې .د ولسمشرۍ  د  انتخاباتو  د کمپاین  د وخت له نښتو او ترینګلتیاؤ رانیولې  د بیان د آزادۍ  په سر تر جنجالونو او  دغه راز د هغو دروغجنو کړچارونو پورې  چې  ان  د کرونائي بحران پورې ئې دوام درلودلی ،  دغه هرې خوا ته خولۀ  اچول  لامل شول چې  دی (ټرمپ) امریکائي رسندوئې لاسپوڅي وګڼي .  خو دغه جنجالونه اوترینګلتیاوې بیا هم ختمې شوي نه دي او هماغه راز دوام لري .

په رسندویو  دټرمپ سخت ټکونه او کرغیړن رول ،د ۲۰۱۶ کال  د انتخاباتي سیالیو له  دورانه پیل  شو.  هغه وخت چې  وې وئيل ، دی  له هیلري کلینټن سره سیالي نه کوي ،بلکې  له ر سندویو سره جنګیږي !  هغه په ځلونو په مشهورو امریکائي رسندویو  حملې وکړې ، دوي ئې  له کاره ویستلي  او بې کاره بللي  او په کرتو ئې د ورځپاڼو نظر سنجۍ تر پوښتنې لاندې وروستلي  دي .له خبریالانو سره دغه د خولې  درستې شخړې  او  د دوي لپاره ئې کرښې وکښلې . ټرمپ د نیویارک ، پولیټيکو ،واشنګټن پوست او هافټینګټن پُسټ په څير  د  امریکا مشهورې رسندوئي  ادارې  بې اعتباره وبللې او د  سی این این ټيلیویژني چینل ئې هم  کرکیجن بللی دی .

          حقیقت دا دی چې  ډير کم  سیاستوالان  په رسندویو کې د دوي په ضد  دغه شان جملې کاروي  او خپله غوسه  په ګډو وډو  او اوتو باؤتو  وئيلو سره  او په متلونو وړاندې کولو سره نندارې ته وړاندې کوي.

د ملګروملتو ځانګړي رپورټر ډیویډ کاي ، د بیان دآزادۍ په باب،په نړۍ کېد مطبوعاتوپه آزادۍ دډونالډټرمپ په منفياغیزو نیوکې کړي دي.د ډیویډ کاي دخبروپه اساس،روښانه ده چې ټرمپ په تیروڅلوروکلونوکې،یوه داسې روده وړاندې کړې چې  په هغې کې  رسندوئې  او د بیان آزادي  داغي کوي .هغه په دې زمینې کې د ټرمپ اقدامات د رسندویو په خبریالانو د نیوکو،د وی په اړه  د دروغو خبرونو د خپریدا او دخبری سرچینو په باب د تورونو د لګولو په څير اقدامات ، او کرغیړن کارونه،په خبریالانو او مطبوعاتو د یرغل په مصداق بللې ده .

Image Caption

 

 البته په امریکا  کې د سیاست د تاریخ  استاد ډاکټر آلن لیچمن  باؤري دی ،چې اساسا د ټرمپ محبوبیّت د رسندویو په وسیله زیات شوی او هغه په  ظاهره،دوی باندې نیوکې کوي .لیچمن  په خپل یوه ټيلیویژني  پروګرام کې  وئيلي دي ،  د دوي په برکت ،  ډونالډټرمپ د رسندویو په محصول بدل شوی دی .

 داسې ښکاري ،  چې  د لیچمن خبرې ، تر ډیره  حده  له واقعیّت سره سمون خوري ،ځکه  په رسندویو د  هغه  ټکونه او حملې په داسې حال کې دي چې  فکس نیوز ټيلیویژني چینل   د ۲۰۱۶کال په مئ میاشت کې ،  د انتخاباتي سیالیو په دوران کې ایشوا کړې ، هغه فایل  چې  واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ډ ونالډټرمپ د کلونو کلونو مخکې د وکه بازیو په باب  ترلاسه کړی ،  پخپله د ټرمپ له لارې  ایشوا شوی دی . دغه امریکائي ورځپاڼې  خبر ورکړی ؤ  داسې فایل ئې ترلاسه کړی دی ، چې  ښئ ، ټرمپ له ۱۹۷۰کاله تر ۱۹۹۰پورې په کلونو کې ، په جعلی هویّت سره ځان  د ټرمپ ویندوي بالۀ او د خپل خصوصي ژوند  اطلاعات ئې  د دوي په اختیار کې ورکول .  د وینیټي فیّر  خپرونې خبریال هم  له فکس نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئيلی دي ، ټرمپ د جان میلرو جان بارن  په څير  په دوهمو نامو سره  له رسندویو سره تماس ټينګاوۀڅو  دخپل ژوند سوچه  او اصلی  اطلاعات  دوي ته ورکړي .

                   په تیرو څلورو کلونو کې،امریکائي مطبوعاتو او رسندویو هم د ټرمپ د نیوکو او اقداماتو  په وړانډې سخت دریځ غوره کړی دی .  په دې توګه چې  یوازې په ۲۰۱۸کال کې  او  یوازې په یوه ورځ کې  دامریکا  پرنټ میډیا څه دپاسه سلو برخو ، د ټرمپ  په کړچار  په اعتراض کې د په رسندویو د ډونالډټرمپ په  حملو په نیوکو کې  سرمقالې  خپرې کړي دي .  

ډونالډټرمپ  هره ورځ  د ټویټر په  چاپیریال کې  په لسګونو پیغامونه  خپروي  او  ددغه هیواد له داخلی اوبهرني سیاست سره اړونده ډيری مهم خبرونه ،  د ځينو کسانو له لیرې کولو رانیولې ، د اقتصاد په اړه تر نوو فیصلو پورې ، خبرونه په پيل کې په ټویټر کې خپروي ، خو په عین حال کې  په کرتو همدغو  رسنیو  سره ښکیل  شوی هم دی .  د مثال په توګه ، له دې وروسته چې ددغه هیواد د انتخاباتو په پُستي رائ اخستنې کې  ئې د درغلۍ  د احتمال په زمینې کې پيغامونه  خپره کړل ، ټویټر  هم په پیغامونو د : رښتیا آزموئينه کوئ : په څير په پيغم مشتمل سټیکرې ولګولې . ټویټر  په دغه اقدام سره  د امریکا د ولسمشر پیغامونه ډيرزیات ګمراه کونکي وبلل .

 همدغه اقدام کافي ؤ څو  ټرمپ په دغه شرکت تر ټولو سخت ټکونه وکړي  او  ددې په ترڅ کې چې  توئيټر ئې   د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په لاس وهنې  تورن کړ، حتی  د ټوئيټر  په مقرراتو کې  ئې د بدلون او  دودوي د فعالیتونو د دریولو  خبر ورکړ .

 په یوه بل مورد کې ټرمپ  په ټوئيټر کې یو پیغام خپور کړ چې  متن ئې  څه  داسې ؤ ؛ امریکا  د رسندویو آزادي نه لري ،  مونږ د روایتونو ځپل  یا یوازې جعلي  خبرونه لرو . ....  ۲۳۰برخه (یعني د انټرنیټ قانون) لغوه  کړئ .::::: 

د قانون ۲۳۰برخه  په امریکا کې له انټرنیټه   د استفادې قانون دی ، چې  د ویب پاڼو د ناشرانو  لپاره د ثالث کس د محتوا په وړاندې  امنیت برابروي .  د ټوئيټر ټولنیزې رسانۍ  په کرتو د  ټرمپ  په هغو پیغامونو چې  پخپله دهغه په وینا، د ګمراه کونکو اطلاعاتو مصداق  دي ،نښې یا سټیکر  لګولي دي  .

Image Caption

 

                د امریکا اوسنی جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ  اساسا رسندوئې  دملت دښمنې ګڼي،حال دا چې ډيری کارپيژاندي،پخپله دامریکا دولسمشر اقدامات ، د بیان د آزادۍ د کمزوری کولو او په رسندویو  دحملې لپاره  یو عامل ګڼي  او هیله مند دي ،په انتخاباتو کې د ټرمپ راي نه ګټل  به د حالاتو د  ښه کیدا لامل شي .د ایران د یوه پوهنتون د ارتباطاتو یو استاذ ډاکټر  محمد مهدي فرقاني ددې موضوع په باب وائي ؛ټرمپ  له کله راهسې د ولسمشرۍ په ګدۍ ناست دی  له رسندویو سره ئې  نښتې او ترینګلتیاؤ ته مخه کړې ده ، هغه په  پیل کې د غلطو خبرونو  په موضوع ډير زور ورکاوۀ .  پوهیږو چې  غلط خبرونه  تل وي او کومه نوي خبره نه ده ، که څه هم  په ماډرن  رسندویو سره او په تیره  بیا  ټولنیز چینلونه ، د فیک نیوز   یا غلطو خبرونو  په نوی مارکیټ بدل شوي دي . ټرمپ  د خپل تبلیغاتي یا پروپيګنډیز کمپین په غورځنګ کې  په کرتو توانیدلی،په فیک نیوز یا غلطو خبرونو  په مانور جوړولو سره  په امریکائي رسندویو سخت ټکونه وکړي  او خپل کمپیّن او تبلیغات پر مخ بوځي . خو دا باید په دې پوهه  شو چې  تبلیغات او پروپیګنډې تر یوه حده کارندوالی لري  او  له دې لازیات  اغیزشیندونکي نشی کیدلی .  د وخت په تیریدا سره  واقعیّتونه رابرسیره کیږي تر هغه حده چې  د تبلیغاتو  غږ ممکنه ده  کوم ځاي ته ونه رسیږي .  په عین حال کې   هر چرته چې دغه تبلیغات  کومې نتیجې ته ونه رسیږي،ټرمپ   پر نورو د خبرو  تپل پیلوي .

 هغه په دوام کې وائي،په همدې کرونائي بحران کې،امریکا سره له دې چې د آزادې دنیا یو تر ټولو پیاوړي هیواد په توګه ګڼي،خو له دغې مرګوني ناروغۍ سره  په ترټولو لوړه سویه  لاس او ګریوان دی . ټرمپ  په لومړنیو شپو ورځو کې  د کرونا ویروس له اهمیّته  چورلټ انکار کاوۀ او  په ځينو حرکتونو سره ئې  دغې موضوع ته په اهمیّت ورکولو ملنډې وهلې . اوس  په داسې موقعیّت کې  دی،چې  په دنیا کې تر ټولو زیات ککړ هیواد دی او په درستې نړۍ کې  د ترټولو زیاتو قرباني ورکونکو هیوادونو په سرکې دی.د ولسمشرۍ دانتخاباتو په درشل کې ددغه شان پیښې رامینځةکیدا  د ټرمپ لپاره ډيرزیات لګښتونه درلودلي دي  او د هغو ډيرو  نیوکو اندازه چې په عمومي افکارو او رسندویو کې پر ټرمپ شوي ، هغه ئې مجبوره کړې ، چې  پر نورو د تپلو لارې ته مخه کړي . 

 که  مو په یاد وي ، داپریل میاشت په وروستیو کې کله چې  د سی این این خبری چینل یوه خبریال  له ټرمپ څخه وپوښتل ،  آیا په کرونا ویروس  د ککړو لپاره کافي ټسټونه  شته دي ؟  هغه ورته په ځواب کې وئيلی وو ، ته باید دغه شان پوښتنه ونه کړې ، د ډيرو لویانو لپاره   دا ډيره سپکه خبره ده . :::: 

د امریکا د ولسمشر د رسندوئي ارتباط په  کارنامې کې ،  داسې ډير موردونه شته دي . د مثال په توګه ،  د ۲۰۱۷کال په مئ میاشت کې  له ټرمپ سره د سی بی ایس  خبری چینل  دخبریال  د خصوصي خبرو په وخت ، کله خبریال له هغه وپوښتل ، دده د ادعا په  زمینې کې  یعني د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما په وسیله د هغه د مکالمو د آوریدو  په اړه  توضیح ورکړي .، نو ناڅاپا ټرمپ  له دغه چینل سره خپله مرکه نیمګړي پريښودله  او  خپل دفتر ته بیرته ستون شو .  له دې وروسته  ئې په غوسې سره  دسي بی ایس  خبریال ته ووئيل ، ته هرډول چې غواړې  بللی ئې  شې ،  دا پوښتنه له ما  مه کوه ...::::::: 

  د همدغه کال  دجون میاشت په وروستیو کې ،له رسندویو سره د ټرمپ د ارتباط په باب یو بل جنجال راپورته شو .  په  هغه وخت کې  د امریکا د  ایم ایس این بی سي  ټيلیویژنی چینل دوه  مجریانو په توئيټر کې  ډونالډټرمپ ورباندې ملنډې وهلي وې،ووئيل ؛ټرمپ دروغ وائي،او سپينې ماڼۍ له دې مخکې د دوي په ګواښلوسره ورته سپارښتنه کړې وه ، له ټرمپ څخه دې بخښنه وغواړي .

 د۲۰۱۸کال د اکتوبر په وروستیو کې هم  په رسندویو کېد امریکا د ولسمشر غیرعادي چلند په باب یوه بله رسوائي راپورته شوه او ډير انعکاس ئې درلود.  د بی بی سي ټيیلیویژني چینل خبریالې او مجري سټیفن مک ګاورن له ډونالډټرمپ سره دخپل ۲۰۱۲کال  دمرکې  یوه خاطره نقل کړې او وئيلي ئې دي،

چې په ټولې مرکې کې،ټرمپ ددغې خبریالې تعریف او ستاینه کړې او هغه ئې ډيره  ښکلي بللې ده .

البته ټرمپ په هغه وخت کې تردې دمه سپينې ماڼۍ ته نه ؤ تللی،او یوازې د یوه  بانفوذه تاجر په توګه  پيژندل کید،خو دهغه  غیر عادي  او له عُرفه لیرې چلنددومره نامناسب ؤ چې  د بی بی سی  دغه خبریاله د هغې په خپله خبره ، ډيره  ویریدلي  او  وحشت زده شوي  ده      

کارپيژاندي باؤري دي چې په رسندویو د ډونالډټرمپ  د معنادارو یرغلونونو دوام ، په رسندویو او عمومي موسیسو  باندې  د عمومي اعتماد  اوږدمهاله منفی اغیزې درلودلي او په تیرو  دوو درو کلونو کې  ئې د ټرمپ،حکومت او د ولسمشر د ملاتړو له خوا ددغه بهیر د د ریدا غوښتونکي شوي دي .خو دغه شان چلند،حتی  نن سبا هم چې د هغه د ولسمشرۍ د پړاؤ  د ختمیدا په درشل کې دی ،اصلاح شوی نه دی .جالبه دا چې پوهه شئ ،  څه موده مخکې ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خصوصي مرکې کې مدعي شوی ؤ چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به بریالی شي،ځکه رسندوئې به له هغه سره اړونده وي! ټرمپ وئيلي وو چې دوي به له انتخاباتو  شپږ میاشتې مخکې،زما عاشقان شي او وائي،خیال کوئ  چې ټرمپ له لاسه ورنه کړئ . 

 دا څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي دي چې هغه له دوو کلونو راهسې چې انتخاباتي سیالۍ ئې پیل کړي دي،د امریکا له ځينو خبري رسندویو سره ئې  دخولې شخړې زیاتې کړي او په یوه مشهور قول سره چې  وائي ؛ توره ئې راویستې ده ،(شمشیر رااز روبست) یو داسې جنګ چې لامل شوی ، د دوي ترمینځ (یعني د ټرمب او درسندویو ترمینځ) هیڅ ډول دلچسپی  یا ګروهنه رامینځة نشي او په  نتیجې کې د هغه په نسبت هیڅ ډول عشق  هم رابرسیره نشي .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************