ټرمپ د امریکا د سایبري امنیت مشرله دندې ګوښه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94289-ټرمپ_د_امریکا_د_سایبري_امنیت_مشرله_دندې_ګوښه_کړ
د امريکایي رسنيو راپورونه وایي کرېس کربس له دې امله له دندې ګوښه شوی دی چې ویلي یې وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هېڅ شواهد نه شته دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2020 01:51 Asia/Kabul
  • ټرمپ د امریکا د سایبري امنیت مشرله دندې ګوښه کړ

د امريکایي رسنيو راپورونه وایي کرېس کربس له دې امله له دندې ګوښه شوی دی چې ویلي یې وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هېڅ شواهد نه شته دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سایبري امنیت یو مهم مشر له دندې ګوښه کړ.

د امريکایي رسنيو راپورونه وایي کرېس کربس له دې امله له دندې ګوښه شوی دی چې ویلي یې وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هېڅ شواهد نه شته دي.

کرېس کربس د سایبري امنیت څانګې او کورني امنیت وزارت د زېربناوو مدیر و او له تېرو څو کلونو راهیسې یې پر همدې پوسټ کار کاوه.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم ډېری هغه کسان له دندې لرې کړي دي چې د ده د غوښتنې خلاف یې په قانوني توګه خپلې دندې مخ ته وړې.

ټرمپ داسې مهال د امريکايې چارواکو له دندې ګوښه کول پيل کړي چې لا هم د بايډن او د ده ترمنځ د ټاکنو پايله نه منلو کې ده.