اروپائي ټرائيکا نړیوالې ایټمی موافقې ته ژمنتیاپوره کوي
دا خبر په داسې حال کې خپریږي ، چې اروپائي لورو تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په مادو کې پخپلو یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی، حال دا چې دا یوازې اسلامی ایران دی چې ددغې نړیوالې موافقې دژمنتیاؤ په اساس پخپلو درستو دندو عمل کړی او نور ئې خپلو ژمنتیاؤباندې عمل کولو ته بللي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ انګریز خارجه وزیر ډومینیک راب نن سهار وختي پخپل یوه ټولنیز پیغام کې له خپلو جرمني اوفرانسوي همڅنګو سره دلیدو کاتو پهع باب مدعی شوی چې لندن هماغه راز له نورو متحدانو سره خپلو ژمنو ته پابنده دی .
ډومینیک راب همداراز د جامعې نړیوالې ا یتمي موافقې په وړاندې پخپلو ژمنتیاؤ یو ځل بیا ټينګار کړی او مدعی شوی ،اروپائي ټرائيکا هماغه راز له کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ سره دمقابلې ، دآب وهوا دبدلونونو په وړاندې دمځکې د کُرې په ساتنې او دایران د ایټمي موافقې په باب په ملګرتیا ټينګار کوي .
درو واړو اروپائي خارجه وزیرانو د تیرې دوشنبې په ورځې هم د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چورلیزتوب سره په درې اړخیزې ناستې کې د نړیوالو موافقو او تړونونو پر ساتلو او د نړیوالې ایټمي موافقې په اساس ئې د ایران په شمول ددرستو لورو د ژمنتیاؤ په پوره کولو ټينګار کړی دی .
دا خبر په داسې حال کې خپریږي ، چې اروپائي لورو تر دې دم ه د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په مادو کې پخپلو یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی، حال دا چې دا یوازې اسلامی ایران دی چې ددغې نړیوالې موافقې دژمنتیاؤ په اساس پخپلو درستو دندو عمل کړی او نور ئې خپلو ژمنتیاؤباندې عمل کولو ته بللي دي .