امریکا دې د خپلو ستونزو د هواري په فکر کښې شي
د پاکستان ډان ورځپاڼې د امریکې د وروستیو بدلونونو او د بایډن د کامیابۍ د تایید په مراسمو باندې د حملې په غبرګون کښې ولیکل: ښه به دا وي چې امریکایان د نړۍ لپاره د اندیښمنیدو پر ځاې د خپلو ستونزو د علاج په فکر کښې شي.

د پاکستان مشهورې انګریزي ژبې ورځپاڼې ډان پرون په امریکا کښې د ګډوډي تر عنوان لاندې مقاله کښې ولیکل: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تیرو څلورو کلونو کښې په دغه هیواد کښې د ګډوډي د زیاتیدو لامل شوی دی او د نورو هیوادونو په چارو کښې د لاسوهنې پر ځاې باید د خپل هیواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د هواري په فکر کښې شي.
دغې پاکستاني ورځپاڼې هم داشان لیکلي دي: په امریکې کښې کومه کودتا نه ده شوې خو دغه هیواد تاواني شو او دا پيښه به ډیره موده د امریکې د خلکو په ذهن کښې پاتې شي او هغوي به خپلو راتلونکو نسلونو ته یادونه کوي چې په دغه هیواد کښې د ډیموکراسۍ ارزښتونه او اعتقادات فنا کیدونکي دي