Mar 13, 2021 16:30 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 23-12-99

د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د خداے د ګران رسول (ص) د بعثت په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي.

چې له هغو څخه  د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه رااخلو چې په سر کښې يې وليکل: اسلامي نظام يوازې د هغو کسانو په مقابل کښې راځي چې د ايران د ملت په مقابل کښې راځي.

 حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د نېکمرغه بعثت چې د خداے پاک ستره ډالۍ ده اهداف الهي واکمني، د بشر وده، د عدل او انصاف قائمېدل او د حيات طيبه رامنځته کېدل وبلل او د دغو ډېر سترو اهدافو د پوره کېدو لپاره د سياسي نظام د رامنځته کېدو منطقي ضرورت ته په اشارې سره يې زياته کړه، اسلامي انقلاب د امام خميني (رح) په نوښت او شجاعت سره د نبي اکرم (ص) د بعثت لار راژوندۍ کړه او په همدې وجه د دنيا د اشرارو له دوامدارې دښمنۍ سره مخامخ شوو چې په صراط مستقيم باندې په ټينګ اودرېدنې سره به دغه دښمنۍ ناکامه کړوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلامي انقلاب د نبوي بعثت په پيروۍ سره د ظلم، زبیښاک او استکبار په مقابل کښې او د مظلومانو ملګری پاتې شوی، زیاته کړه: د اسلامي نظام په جوړیدو سره هم هغه پيښې او حالات چې رسول اللہ مبارک ته پیښ شول او، ایران هم ورسره مخ شو او د نړۍ اشرار او مستکبران د ایران د ولس په وړاندې اودریدل.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د استکبار د جبهې تحریف او دروغ ویلو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې هغوي په خپلو تبلیغاتو کښې په دروغه وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت له ټولې دنیا سره په ترڅ دی او دښمني ورسره لري، حال دا چې اسلامي نظام د قرآن کریم د تاکیداتو له مخې، یوازې د هغو کسانو په وړاندې ولاړ دی چې د ایران له ولس سره دښمني کوي او له نورو هیوادونو او ولسونو سره که هغه د هر آيين او توکم دي، دوستانه اړیکې لري.

--------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا وليکل: په برجام ايټمي موافقه کښې د امریکې او اروپا  په کارکردګۍ ایران د بهرنیو چارو د وزیر نیوکه وکړه.

محمد جواد ظریف د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل ته په یو لیک کې په برجام کښې د امريکې او اروپا په کارکردګۍ باندې د  نیوکو تر څنګه تاکيد کړے چي که مقابل لورو په خپلو برجامي ژمنو عمل وکړي ایران به هم خپلو ژمنو ته راستون شي.

ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل:

سعودي په يمن باندې په قبضه کولو کښې ناکامه پاتې دے.

سعید خطیب زاده په یمن باندې د سعود په تیریو باندې په نیوکې سره په یو ټوییټ کې ولیکل چي اوس له خوب د سعودي د راويښولو  وخت رارسېدلی دے.

هغه زیاته کړه چي سعودي له اخلاقي اصولو څخه په سرغړونې سره بيا بيا د یمن په ولس بمبارۍ کړي او د یمن په محاصره کولو سره د يمنيانو د لوږي سبب ګرځېدلې دے.

خطیب زاده تاکيد وکړ چي سعودي نور باید له دغه قتل عام څخه لاس واخلي او د مسلمانانو او عربانو په وړاندې روانه جګړه اودروي.

-----------

د تهران يوې بلې کېهان ورځپاڼې د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قوماندان په حوالې سره وليکل: په مناسب وخت کښې به د امریکې د هډونو د ماتېدوغږ واورېدل شي.

جنرل قاآني په ایران باندې د عراق د تپلي جنګ د شهیدانو د یادونې په مراسمو کښې دې ته په اشارې سره چي امریکه د جنرل قاسم سلیماني په شهيدولو سره نړۍ ته خپله جنایتکاره څېره وښودله، وویل: د جنایتکارې امریېا هډوکې به ورمات کړو چي غږ به یې په مناسب کښې وخت کې تر غوږو شي.

جنرل قاآني د دې په بیانولو سره چي د امام خمینی ره مفکوره د روزنې لپاره تر ټولو غوره پوهنتون دے او پروني شهیدان او نننی جهادي مدیران د همدغه مفکورې له خوا روزل شوي، زیاته کړه: د امام خمیني ره د مفکورې او مکتب د استادانو تر نظر لاندې تر غاښونو پوري په وسلو سمبال استکبار په وړاندې په خالي لاسو د مقاومت د ځواکونو مبارزه د ستاینې وړ ده.

-------

او اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کوو چې نن د دغه هېواد اکثرو ورځپاڼو د دغه هېواد د سېنټ د پرونو انتخاباتو او د هغو د نتائجو په اړه خبرونه او ليکنې کړې دي چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه رااخلو. دغې ورځپاڼې په خپله وړومبۍ صفحه په شه سرخۍ کښې وليکل:

د سېنټ په انتخاباتو کښې پي ډي اېم وبائيلله او حکومت وګټله.

ورځپاڼې د خبر په تفصيل کښې وليکل: حکومتي نامزد د اته څلوېښت رايو په حاصلولو سره د سېنټ مشر او بل حکومتي نامزد مرزا آفريدي د څلور پنځوسو رايو په اخېستلو سره نائب مشر وټاکل شول. او د دوي په مقابل کښې د حزب اختلاف سيد يوسف رضا ګېلاني د دوه  څلوېښت او مولانا غفور حېدري د څلور څلوېښت رايو په ترلاسه کولو سره دغه مقابله وبائلله.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان حکومت د دغو انتخاباتو د نتائجو په اړه په خپل ردعمل کښې وويل: د حزب اختلاف سياست په زمکه ښخ شو اوس به ژاړي. او حزب اختلاف په خپل غبرګون کښې وويل: مونږ به د سېنټ د انتخاباتونتائج په عدالت کښې چېلنج کوو.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بیا وليکل: د اېشيا په لويديځه سيمه کښې امريکې او اسرائيلو ته د ورپېښو چېلنجونو په اړه د دواړو خواو لوړرتبه چارواکو په آنلائن توګه يوه غونډه جوړه کړه.

په غونډه کښې په لويډيځه اېشيا کښې امريکې او اسرائيلو ته د ورپېښو مشکلاتو، د ايران داسلامي جمهوريت د ايټمي پروګرام او ايټمي پروګرام ته د امريکې د بيا ستنېدو يا نه ستنېدو او نورومسائلو په اړه صلاح مشورې اوشوې. ويل کيږي په امريکه کښې په اقتدار کښې د جوبائيډن له راتلو نه پس دا د امريکې او اسرائيلود چارواکو وړومبنۍ غونډه وه.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د اسرائيلو لخوا د پابنديو او مخنيوو باجود په زرګونو مسلمانو فلسطينيانو په مسجدالاقصی کښې د معراج د شپې په مناسبت په جشنونو کښې ګډون وکړ. د ورځپاڼې د خبر له مخې په دغه شپه ټول نيواکي فلسطين په يو فوځي چاوڼۍ بدل شوے او په مراسمو کښې د مسلمانانو له ګډون څخه سخت مخنيوے کوۀ خو بيا هم له پنځوسو زرو زياتو مسلمانانو دغو مراسمو ته ځانونه ورسول.

------------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې

هشت صبح ورځپاڼې د مسکو ۳+۱ غونډې او په افغانستان کې د انتقالي دولت طرحې د ارزونې په تړاو لیکنه کړې ده.

 

ورځپاڼې لیکلي، دغې غونډې ته د افغان ولسمشر او یو شمېر سیاسیونو په ګډون طالب چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

وړاندې راغلي چې د مسکو غونډه د حوت په ٢٨ مه نېټه جوړیږي چې تمه ده طالب استازي هم په کې برخه واخلي.

د لېکوال په وینا د انتقالي حکومت طرحه یوازې د امریکا له خوا نه ده مطرح شوې پاکستان هم ترې ملاتړ کړی او عمران خان ویلي چې د افغانستان د قضیې حل لپاره انتقالي حکومت یوه لار ده.

د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ دغه غونډه کې به د ترکیې روانې ناستې په اړه نظرونه مطرح شي او له افغانستانه به د بهرنبو ځواکونو د وتلو زمینه برابره شي .

--------

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې هڅو په تړاو ټینګار کړی چې افغان حکومت بايد سياسي او ډیپلوماتيکې هڅې پراخې کړي.

 

وړاندې د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې روان حالت په کور دننه او په نړيواله کچه د سترې اندېښنې وړ دے.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان حکومت ته په کار ده، څو د خپل ولسي نظام د بقا او د ملي ګټو د تحقق او خوندي ساتلو لپاره سياسي او ډيپلوماتيکې هڅې پراخې کړي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل:

ولسمشر غنی له افغان سیاسیونو سره پر سوله خبرې پیل کړې.

ورځپاڼه ليکي: محمداشرف غنی د مشورتی غونډو په لړ کې، د چهارشنبې په ورځ د هېواد له یو شمېر جهادی رهبرانو اوسیاسی او ملی مشرانو سره د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.په دې غونډه کې، چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه او د ملی روغې جوړې عالی شورا رییس هم حضور درلود، د هېواد د عمومی امنیتی وضعیت د ښه والی، ملی اجماع پر پیاوړتیا او د مشورتی غونډو پر دوام ټینګار وشو.همداراز په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د سولې مذاکراتی ټیم پر دوامدار ملاتړ د ټینګار پر مهال څرګنده کړه ،چې د افغانستان دولت او ملی روغې جوړې عالی شورا دې په دې برخه کې خپلو زیاتو هڅو ته دوام ورکړی.

د ورځپاڼې د يو بل خبر تر مخې د کندهار ـ هرات عمومی لاره بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

.د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی ویلی، چې پرون سهار وختی افغان ګډو ځواکونو یاده لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستله.نوموړی وایی، چې د یادې لارې د خلاصون په تصفیوی عملیاتو کې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د جګړې پر مهال ۳۷ وسله وال وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان.دی زیاته وی ،چې پر یاده لار په لسګونو ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

-----------

مسير ورځپاڼه بيا ليکي: هرات کې چاودنې ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خبر زياتوي: تېره شپه په هرات ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته ورسېد. د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په ټپیانو کې ۸ امنیتي ځواکونه هم شامل دي. د ده په وینا په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی دی. په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رييس محمد رفیق شېرزی وايي چې د یوه پوځي ترڅنګ د دوو ښځو، ۳ ماشومانو او دوو نارینه ملکیانو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.

----------

 

ټیګونه