د ایران او کابل ځینې ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99280-د_ایران_او_کابل_ځینې_ورځپاڼۍ
که امریکا صداقت وښی نو په لنډ وخت کې نتیجې ته رسیدلې شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 11:20 Asia/Kabul
  •  د ایران او کابل ځینې ورځپاڼۍ

که امریکا صداقت وښی نو په لنډ وخت کې نتیجې ته رسیدلې شو

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له یو شمیر سیاسی فعالانو سره په کتنه کې ویلی دی که امریکا صداقت وښی نو په لنډ وخت کې نتیجې ته رسیدلې شو .ورځپاڼه لیکی ډاکتر حسن روحاني پرون له يو شمېر سياسي فعالانو سره په کتنه کښې په دې ب په ټینګار سره چې د ملت په مقاومت او ټينګ درېدنې سره نن د دښمن اقتصادي جنګ او له زيات نه زيات دباو ماتې خوړلې ده  او خپله امريکايان او ټوله دنيا په دغه ماتې اعتراف کوي، زياته کړه، مونږ د ويانا په مذاکراتو کښې له مخکښې په لا زيات قوت سره خبرې اترې کوي.

ولسمشر روحاني زياته کړه، خبرو اترو له شپېتو نه تر اويا فيصدو پرمختګ کړی دی  او که امريکا یان د رښتينولۍ په چوکاټ کښې حرکت وکړي نو په لنډه موده کښې به نتيجې ته ورسو.

حسن روحاني مونږ په خبرو اترو کښې بيړه نه لروو خو له فرصته به له زيات نه زياته استفاده وکړوو وويل،د خبرو اترو په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د ټاکل شوي چوکاټ مو پوره ساتنه کړې ده او په هم هغه چوکاټ کښې حرکت کوو.

د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر صالحی  وويل: د يوارنيمو شپېتۀ فيصده پخولو د کورنيو ضرورتونو د پوره کولو ترڅنګه د ايران ايټمي توانمنۍ دښمنانو ته ښودلې ده .

برنی سینډرز وایی د اسراییلو نیواکګری باید ختمه او د امریکا مرستې باید محدودې شی .

له زندانه خوشي شوې سعودي فعالي د اروپایي اتحادیې د شورا د بشري حقونو جایزه تر لاسه کړه . د اروپایي اتحادیې شورا د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي دغه جایزه چي ارزښت یې ۶۰ زره یورو ارزول کیږي په یو انلاین مراسم کې په پراګ ښار کې لجین الهذلول ته ډالۍ شوه.

په سوریه کې د ترهه ګرو په روزنیز مرکز د روسیې په هوایی حمله کې ۲۰۰ ترهه ګره وژل شوی دي .

 

اطلاعات

د چین ولسمشر شی جین پینګ ویلی دی نړۍ عدالت ته اړمنه ده نه سلطې .

روسیې د اوکراین په پوله کې ۱۵۰ زره عسکر ځای پر ځای کړل او امریکا هم هنګری ته په لسګونو الوتکې ولیږلې .

په میانمار کی سوله ایزو مظاهرو ځوتاب ورنکړ ، خلکو وسلې راوخیستې .

په اروپا کې په تیرو دو کلونو کې ۱۸ زره مهاجر ماشومان بی درکه شوی دي .

د چاډ ولسمشر  له بلوه ګرو سره په نښته کې ووژل شو .

په عربستان کې سیاسی بندیان د کرونا په جعلی واکسینو سره وژل کیږی .

نوام چامسکی د بایډن په ډیر خطرناک بهرنی سیاست نیوکه وکړه .

د ايران د خارجه وزارت سياسي مرستيال  عراقچی وويل: اجازه نه ورکوو چې څو دې د وخت په تېرولو سره خبرې اترې اوږدې يا ستومانه کونکې کړي. ورځپاڼه لیکی سيد عباس عراقچي د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته د دې په بيانولو سره چې زمونږ کوشش دا دی چې ټول هغه اقدامات چې باید امريکا د ټولو بنديزونو د ختمولو لپاره ترسره کړي عملي شي، وويل: باید د بائيکاټونو د ختمېدو  راستي آزمائنه وشي او په ورپسې ګام کښې به ايران خپل اقدامات ترسره کړي. عراقچي زياته کړه، مونږ به د تهران د دستورالعملونو مطابق خبرو اترو ته دوام ورکړو او تر هغه چې د هېواد ګټې پوره شي په دې لار کښې به ګام پورته کووږ

د ايران د خارجه وزير مرستيال روښانه کړه: د برجام د ګډ کمېشن ټول غړي د نتيجې حاصلول غواړي واضحه کړه، د برجام ګډ کمېشن ټول غړي کوشش کوي چې داسې ترتيبات ترلاسه کړي چې پ بشپړه توګه د برجام د احيا او اجرا سبب شي .

 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو د استانبول په جوړېدونکي ناستې، د جګړې له امله د خلکو د بې ځایه کېدو او په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې په ستونزو لیکنې او تبصرې کړي دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې د استانبول ناستې د جوړېدا نېټې ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، تر اوسه د دې ممکنه جوړېدونکې ناستې نېټه، څو ځله تغییر شوې او نېټه یې لاهم د بدلون په حال کې ده.

د لیکوال په اند اوس د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې ده، طالبان ویلي وو امریکا ورسره هوکړه کړې ده او چې په هوکړه عمل ونه کړي، نو دوی په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

په سرمقاله کې راغلي، په هوکړه کې له طالبانو سره درې لویې ژمنې شوې وې:

لومړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.

دوهم له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل.

او درېیم د بندیانو خلاصون په کې شامل دي.

مسیر لیکي، پر طالبانو ډېر فشارونه دي چې د استانبول غونډې ته ورشي او ښکاري چې طالبان به تمایل هم وښيي، طالبانو اوس منلې چې له امریکا، ترکیې او قطر سره یې خبرې روانې دي چې غونډه کې د ګډون لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبانو ته یو څه ډاډ ورکړل شي او ځینو برخو کې ورته امتیاز ورکړل شي، نو ښايي طالبان خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخلي او د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي.

وېسا

وېسا لیکلي، د روانو جګړو له امله له ورځینو مرګ ژوبلو سربېره د معتبرو احصائیو له مخې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي چې دغه شمېر خلک همدا اوس بېړنیو مرستو خصوصاً خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري.

لیکوال یې وروستی مورد د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ځینو کلیو خلکو بې ځایه کېدو ته اشاره کړې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شوي او غزني ښار ته یې یوازې له یو جوړه جامو سره پناه راوړې.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ظاهراً د سولې پروسه روانه ده او د امریکا ولسمشر جو بایدڼ هم اعلان وکړ چې د روان میلادي کال تر سېپټمبره خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي، د جنګ د اور لمبې لا هماغسې بلې دي او زموږ د بېچاره ولس مادي او معنوي هستۍ په کې سوځېږي.

 

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، بېلابېلو ولایتونو کې د درسي موادو او د ښوونکو کموالي ته په کتو داسې ښکاري، روان کال به د پوهنې لپاره ښه کال نه وي.

په سرمقاله کې راغلي، د دغو ستونزو ترڅنګ په لېرو پرتو سیمو کې زده کوونکي د زده کړې مناسبې فضا او امکاناتو ته لاس رسی نه لري چې دغه مشکلات زده کوونکو ته یو خبرداری دی.

د هشت صبح د لیکوال د معلوماتو له مخې روان تعلیمي کال ښوونځیو ته په کمه کچه زده کوونکي جذب شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، تمه کېږي حکومت ښوونځیو کې د ښوونکو او د درسي موادو کمښت ته جدي پاملرونه وکړي او پرېنه ږدي چې د ماشومانو قیمتي عمر بې ځایه تېر شي.