د افغانستان ،پاکستان او ترکیې خارجه وزیران سبا کتنه کوی
خبرپاڼه وایي، دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمهایزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره استانبول ته تللی دی.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته به سبا په ترکیه کې جوړه شي.
خبرپاڼه وایي، دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمهایزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د ناستې په څنډه کې به د هېواد بهرنیو چارو وزیر د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف به دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.
ورته مهال ترکیې هم ویلي چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سبا په استانبول کې درې اړخیزې خبرې وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد یې سبا جومه د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخېزې غونډې کوربه دی.
خبرپاڼه وایي: «په دې درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې د وروستیو پرمختیاوو په شمول د امنیت، انرژۍ، اتصالاتو او د غیرقانوني مهاجرت په اړه خبرې وشی.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د افغانستان له باندنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره جلا – جلا هم وویني.
دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان په تړاو جوړیدونکي عمومي ناسته د طالبانو د نه چمتووالي له کبله د کوچني اختر وروسته ته وځنډېډه.
طالبانو ته ځېنو نږدې سرچینو دا هم ویلي چې دې ډلې د ترکیې ناستې لپاره ځینې نوي شرطونه وړاندې کړي دي.
د دې سرچینو په خبره وسلوالو طالبانو د ترکیې د ناستې د ګډون لپاره په نویو شرطونو کې د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو او دغه راز د ملګرو ملتونو له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو لرې کول یاد کړي دي.
تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو یا هم افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.