قدس د مسلمانانو په نزد ډير اهمیّت لري
ترڅو پورې دقدس له نیواکګر رژيم څخه دلویدیځوالو ملاتړ غوڅ نشي او دغه رژيم د فلسطین سوله غواړي خلکو وژلې پاي ته ونه رسوي ، په اسلامی نړۍ کې به هیڅکله هم سوله ټينګه نشي .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، د افغانستان د اسلامی غورځنګ عمومی منشي ،مولوی محمد مختار مفلح نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دقدس د نړیوالې ورخې لمانځل ،داسې تل پاتې سنت دی چې په اوږدې مخینې سره د مسلمانانو په زړونو کې ځاي لري .
هغه روښانه کړې ده ، د فلسطین موضوع له درستې اسلامی نړۍ سره اړه لري اودرست په یوه غږ د صهیونیسټانو په وسیله د فلسطین دمظلوم ملت د چخڼي شوو حقوقو دفاع کوي .
د افغانستان د اسلامی غورځنګ دعمومي منشي په وینا ، د فلسطین ملت او موضوع په ضد د امریکا، صهیونیسټي رژيم او دځينو اروپائي او عربو هیوادونو سپيره ملګرتیا، واضحه ده چې دا ټولې ترینګلتیاوې د اسرائیلو په نامې د یوه سپیره وجود له امله امله دي . هغه ټينګار کړی ، ترڅو پورې دقدس له نیواکګر رژيم څخه دلویدیځوالو ملاتړ غوڅ نشي او دغه رژيم د فلسطین سوله غواړي خلکو وژلې پاي ته ونه رسوي ، په اسلامی نړۍ کې به هیڅکله هم سوله ټينګه نشي .