د قدس ورځ د فلسطین د ملت دحقوقو دملاتړ ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99934-د_قدس_ورځ_د_فلسطین_د_ملت_دحقوقو_دملاتړ_ورځ_ده
 د  ډاکټر روحاني په وینا،، دقدس بیرته ترلاسه کولو ته د درستو مسلمانانو توجه شوې ده او هیله مند یوو  چې  دفلسطین ولس  به دغه جهاد کې بریالی او  مسلمانان خپلې یوې  اصلي هیلې ته ورسیږي .   
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 06, 2021 14:55 Asia/Kabul
  • د قدس ورځ د فلسطین د ملت دحقوقو دملاتړ ورځ ده

 د  ډاکټر روحاني په وینا،، دقدس بیرته ترلاسه کولو ته د درستو مسلمانانو توجه شوې ده او هیله مند یوو  چې  دفلسطین ولس  به دغه جهاد کې بریالی او  مسلمانان خپلې یوې  اصلي هیلې ته ورسیږي .   

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر ټينګار کړی ،  دقدس  نړیواله ورځ ، د فلسطین دملت دحقوقو دملاتړ ورځ ده  او هیله مند یوو  ډير زر ددغه ټاټوبی د ولس جهاد  په بریالیتوب بدل شي .

 ډاکټر حسن روحاني  نن د ښونې اوروژنې  او علومو د  وزارتونو د ملی  پروژو د افتتاح په دستورو کې  دقدس نړیوالې ورځې ته په  اشارې سره وئیلي دي ، په مختلفو هیوادونو کې فلسطیني کډوال  په ډيرو سختو شرائطو کې ژوند کوي  او نړیواله ټولنه  ورته هیڅ پام نه کوي .

 داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  صهونیسټان هماغه شان د فلسطین ټاټوبو غصبیدا ته دوام ورکوي ،زیاته کړې ده ، حضرت امام خمینی او دایران ستر ملت ، د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه  د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړې  چې د فلسطین دملت دحقوقو یادونه ده .

 د  ډاکټر روحاني په وینا،، دقدس بیرته ترلاسه کولو ته د درستو مسلمانانو توجه شوې ده او هیله مند یوو  چې  دفلسطین ولس  به دغه جهاد کې بریالی او  مسلمانان خپلې یوې  اصلي هیلې ته ورسیږي .   

 داسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  سبا دقدس نړیواله ورځ ده ، وئيلي دي ، دغه ورځ په پرتم سره لمانځو  او دقدس د آزادۍ لپاره دعا کوو او د ا سلامی انقلاب دمعظم لارښود  له مهمو ویناؤ به  درست استفاده وکړو . ډاکټر روحاني همداراز  په هیواد کې ساینسي پرمختګونو ته په اشارې سره  وئیلی دي ،احصائې ښئ چې  د ماډرنولو او د پوه بنسټه  شرکتونو په زمینې کې  دیوه ډير ستر بدلون شاهدان یوو.