د قدس آزادي  نزدې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99938-د_قدس_آزادي_نزدې_ده
 عطاء ا... حنا  زیاته کړې ده ،  فلسطیني مسیحیان  د فلسطین دملت یوه اساسی مولفه او قومیّت شمیرل کیږي او  د  فلسطین له ټاټوپی سره   پخپل  تعلق  ویاړ کوي .  
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 06, 2021 15:17 Asia/Kabul
  • د قدس آزادي  نزدې ده

 عطاء ا... حنا  زیاته کړې ده ،  فلسطیني مسیحیان  د فلسطین دملت یوه اساسی مولفه او قومیّت شمیرل کیږي او  د  فلسطین له ټاټوپی سره   پخپل  تعلق  ویاړ کوي .  

المیادین ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی ،په نیواکي قدس کې د ارتدوکس  روم کلیسا ستر پادري  عطا ا... حنا  دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت  پخپل پیغام کې د نړۍ له درستو پتمنو، مسلمانانو ،مسیحیانوغوښتني دي ،دقدس ښار دې یوازې پرې نږدي  او هغه جلادان چې قدس او دهغه بچیان  او سپيڅلتیاوې ، تاریخ او هویّت ئې ، په نښه کړی دی ،له مینّځه یوسي .

 عطاء ا... حنا  زیاته کړې ده ،  فلسطیني مسیحیان  د فلسطین دملت یوه اساسی مولفه او قومیّت شمیرل کیږي او  د  فلسطین له ټاټوپی سره   پخپل  تعلق  ویاړ کوي .  

  د روم ارتدوکس  کلیسا  ستر پادري  ددې خبرې په کولو سره چې  د فلسطین آرمان ، یوه داسې موضوع ده چې  مسلمانان او مسیحیان  ئې د فلسطینیو بچیانو په عنوان سره دیوه بل ترڅنګ سره غونډ کړي دي ، وئيلي دي ،د یهودي کولو  د دسیسې په وړاندې  او د فلسطین د  موضوع په نوي کولو کې دې  د قدس  په نړیوالې ورځې او نورو وختونو او  مناسبتونو  کې  د قدس دفاع ، د نړۍ د درستو خلکو لپاره یوه ایماني، انساني ، اخلاقي او ملي دنده ده .

سبا  په درستې نړۍ کې د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه  د قدس دنړیوالې ورځې په توګه  په پرتم سره، البته د کرونائي بحران له  امله دغه دستورې  د روغتیائي پروټوکولونو په اساس   لمانځل کیږي