-
د روسیې ولسمشر په سوریې کښې دپوځیانو مننه وکړه
Feb 24, 2018 08:41زمونږخبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریې کښې دخپل هیواد ددیره عسکرو قدرونه او مننه وکړه .
-
امریکې بیت المقدس ته د خپل سفارت د منتقلولو نیټه اعلان کړه
Feb 24, 2018 03:11د سیمه ایزو او نړیوالو مخالفتونو سره سره د امریکې خارجه وزارت د روان ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له تل ابیب څخه نیواکي قدس ته د دغه هیواد د سفارت د منتقلولو خبر ورکړ.
-
په میانمار کښې لاهم د مسلمانانو د کلیو ورانول روان دي
Feb 24, 2018 01:59د بشري حقوقو څارونکي وویل: سپوږمکیز تصویرونه ښودنه کوي چې د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو کورونه لاهم د دغه هیواد د پوځي ځواکونو لخوا ورانیږي.
-
د انقرې او واشنګټن ترمېنځ د تاوتريخوالي په زياتېدو د ترک چارواکي اعتراف
Feb 23, 2018 01:48د ترکيې د وزيراعظم مرستيال اعتراف وکړ، د ترکيې او امريکې په تعلقاتو کښې تاوتريخوالے له مخکې نه زيات شوے دے.
-
د هند او پاکستان سرحدی عسکر د کشمیر په کڼترول کرښه کی له یوه بل سره ښکیل شول
Feb 23, 2018 11:58د پاکستان او هندوستان ترمینځ د کشمیر پر سر لانجه په داسې حال کی ده چی د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک ددغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې په ترسره کولو ټینګار لری
-
اشرف غنی وایی د ټاپي پروژه به د افغانستان له لارې مرکزي له جنوبي اسیا سره ونښلوی
Feb 23, 2018 11:31د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم د ټاپي پروژه د پاکستان او ټولې سیمه لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې هغه به د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
-
بنګله دیش غواړي روهینګیا مسلمانان شاړو جزیرو ته ولیږي
Feb 22, 2018 17:06د بنګله دیش حکومت په بنګال خلیج کښې خالي جزیرې ته د یوشمیر روهینګیا کډوالو د منتقلولو لپاره د دغه هیواد د چارواکو د پریکړې خبر ورکړ.
-
ټرمپ له بشري حقونو سرغړونې کړې دي
Feb 22, 2018 15:07د بشري حقونو لپاره کارکوونکې د بخښنې نړيوالې ادارې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سياسي تګلاره د نفرتونو د خپرولو لامل او د بشري حقونو لپاره ګواښ ده.
-
په نړۍ کښې جنګي جنايتونو ته د نړيوالې ټولنې په بې پامۍ د عفوې نړيوالې ادارې نيوکه
Feb 22, 2018 10:01د عفوې نړيوالې ادارې وويل نړيواله ټولنه له ميانماره واخلې تر عراق، جنوبي سوډان، سوريې او يمن پورې د بشريت په خلاف جنايتونو او جنګي جنايتونو ته د مناسبت ځواب او ردعمل له ښودلو څخه پاتې راغلې ده.
-
د هند د کشمير د اتحاد بين المسلمين مشر د امام خميني (رح) او معظم رهبر ستائنه وکړه
Feb 22, 2018 08:29د کشمير د حريت کانفرنس يو مشر د ايران د اسلامي جمهوريت له بنسټ اېښودونکي او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر څخه د نړيوال استکبار له دسيسو سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او يووالي په خاطر قدرونه او ستائنه کړه.