-
روسیې کښې د امریکا ضد مظاهرې وشوې
Oct 09, 2022 10:21زمونږ خبریال وايي د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د امریکا د سفارت مخ ته د امریکا ضد مظاهرې وشوې.
-
د بریتانیا لومړۍ وزیره په خلکو کښې محبوبیت نلري
Oct 09, 2022 10:09بلومبرګ ټیلي ويژن راپور ورکړ د یوې نظر سنجې د پایلو پراساس د بریتانیا لومړۍ وزیره لیز ټراس د خپل فعالیت د یوازې یوې میاشتې په تیریدا سره په دغه هیواد کښې په تیرو لومړیو وزیرانو کښې تر ټولو کم محبوبیت لري.
-
جرمني د ناټو په پیاوړي کولو ټینګار وکړ
Oct 09, 2022 08:47رویټرز خبري اژانس وايي د جرمني دفاع وزیرې کریسټین لامبرشت ټینګار وکړ ناټو باید د روسیې په مقابل کښې د ځان د ساتلو لپاره ډیر اقدامات ترسره کړي.
-
امریکا په اوکراین باندې د حملې سبب ده
Oct 09, 2022 08:18فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپل هیواد اوسنی حکومت په اوکراین باندې د روسیې د حملې محرک او ګرم وباله.
-
د رسول الله مبارک د نیکمرغه میلاد او د وحدت د اونۍ د پيلیدو مبارکي وایو
Oct 09, 2022 01:28نن د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د یو روایت له مخې د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه زوکړې کلیزه او د وحدت د اونۍ د پيلیدو ورځ ده
-
د داعش اصلی مرکز په پاکستان کې دی
Oct 08, 2022 10:23داعش تکفیری او جنایتکارې ترهه ګرې ډلې چې له کلونو کلونو راهسې ئې په سیمې په تیره بیا په پاکستان کې پر عامو خلکو او امنیتی ځواکونو ډيرې زیاتې حملې کړي ان تر دې چې په جوماتونو او امامباړو کې ئې په ځان مرګي بریدونو کې ئې په سلګونو لمونځ ګوزار هم شهیدان او ټپیان کړي دي.
-
د روسیې د چارواکو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته
Oct 08, 2022 02:26فارس خبري اژانس وايي د روسیې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د اوکراین د جنګ په هکله ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د نږدې چارواکو ترمینځ د اختلاف په هکله مطرح شوي ادعاګانې دروغ وبللې.
-
کاناډا د ایران پرضد نوی بندیزونه لګوي
Oct 08, 2022 02:07ایرنا خبري اژانس وايي د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو پرون وویل دغه هیواد به په ایران کښې د ناکراریو په پلمه د ایران پرضد نوي مهاجرتي او مالي اقدامات او پراخ بایکاټونه تعقیب کړي.
-
اوکراین د شخړې وړ جزیرو په هکله د جاپان ملاتړ وکړ
Oct 08, 2022 01:58ایرنا خبري اژانس وايي اوکراین له نړیوالې ټولنې وغوښتل د جاپان د ټاټوبي په توګه د کوریل جزیرو د دو ټاپوګانو د رسمیت بښلو لپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
-
په افغانستان کې دامریکائي ډرونز عملیات د پاکستان له لارې په استفادې سره دوام لري
Oct 07, 2022 01:07د امریکایوې پخوانۍ امنیتی چارواکي منلې ده چې ددغه هیواد بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه په استفادې سره په افغانستان کې عملیاتو او دګزمې فعالیتونو ته دوام ورکوي.