کاناډا د ایران پرضد نوی بندیزونه لګوي
ایرنا خبري اژانس وايي د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو پرون وویل دغه هیواد به په ایران کښې د ناکراریو په پلمه د ایران پرضد نوي مهاجرتي او مالي اقدامات او پراخ بایکاټونه تعقیب کړي.
هغه د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره وویل کاناډا فیصله کړي ده چې خپل هیواد ته د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د څه د پاسه لسو زرو غړیو د ورتلو مخه ونیسي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ادعا وکړه دغه هیواد د ایران پرضد د بایکاټونو د زیاتولو په حال کښې دی او زیاته یې کړه چې د دغو بندیزونو د اجرا کولو لپاره د کاناډا د ظرفیت د پیاوړي کولو لپاره یې شپږ اویا میلیونه ډالره بیل کړي دي.
د کاناډا لومړي وزیر په داسې حال کښې د ایران پرضد د فیصلې د غوره کولو خبره کوي چې هغه څه موده مخکې په خپل هیواد کښې د اعتراضیه غورځنګ له پراخیدا وروسته د بیړني حالت په اعلانولو سره ویلي وو چې د اعتراضونو د کنټرولولو لپاره پولیسو ته زیات واک او اختیار ورکول کیږي.
له بشري حقوقو د کاناډا د لومړي وزیر جسټین ټروډو اوزاري استفاده کاملا ښکاره ده ځکه چې د دنیا خلکو تراوسه له خپلو کورنیو څخه د کاناډا د اصلي خلکو د څه د پاسه یولک ماشومانو په زوره د بیلولو او جلا کولو له غم څخه ډکې قیصې او د کاناډا په ښوونځیو کښې د سلګونو ماشومانو د مړیو د پیدا کیدا موردونه نه دي هیر کړي.