امریکا په اوکراین باندې د حملې سبب ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122060-امریکا_په_اوکراین_باندې_د_حملې_سبب_ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپل هیواد اوسنی حکومت په اوکراین باندې د روسیې د حملې محرک او ګرم وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2022 08:18 Asia/Kabul
  • امریکا په اوکراین باندې د حملې سبب ده

فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپل هیواد اوسنی حکومت په اوکراین باندې د روسیې د حملې محرک او ګرم وباله.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن سبا په  اوسني ولسمشر جوبایډن باندې سخت نیوکه کونکی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ریل امریکا وایس(real America voice) ټيلي ويژن سره په مرکه کښې چې یوه ښي پاله او له ریپبلیکن ګوند سره غږمله رسنۍ ده وویل د اوکراین له جنګ څخه مخکې لافې وهل سبب شول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د حملې پریکړه وکړي.

ټرامپ وویل که چیرې په پیښې غور وکړو نو وینو امریکا په حقیقت کښې د روسیې ولسمشر پوتین په اوکراین باندې حملې ته وهڅوه.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل زمونږ هیواد امریکا یا اصطلاحا زمونږ مشرانو د روسیې ولسمشر پوتین په اوکراین باندې حملې ته  ولسموه.

 هغه وویل د امریکا حکومت او مشرانو پوتین مجبوره کړ چې په اوکراین باندې حمله وکړي او لافې وهل احمقانه کار و.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوځل بیا خپله خبره تکرار کړه چې په تیرو څو میاشتو کښې یې په ځلونو کړي وه که چیرې زه ولسمشر وائ په اوکراین باندې هیڅ کله حمله نه کیدله.

امریکا، اروپايي هیوادونه او ناټو د اوکراین د جنګ د پراخولو او اوږدولو کوشش کوي چې روسیه کمزوري کړي.