اوکراین د شخړې وړ جزیرو په هکله د جاپان ملاتړ وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي اوکراین له نړیوالې ټولنې وغوښتل د جاپان د ټاټوبي په توګه د کوریل جزیرو د دو ټاپوګانو د رسمیت بښلو لپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
د کوریل جزیرو دوه ټاپوګان چې د دوهم نړیوال جنګ له وخت راهسې د جاپان او د روسیې لخوا ورباندې شخړه روانه ده پرون د اوکراین د پارلمان لخوا د جاپان د خاورې د برخې په توګه ومنل شول .
د هایومای او د شیکوتان د جزیرو په هکله دغه فیصله د اوکراین په پارلمان کښې له بحث او خبرو اترو وروسته غوره شوه.
د اوکراین پارلمان په یوې بیانیې کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د جزیرو د حالت د رسمي کولو لپاره چې په جاپان کښې د شمالي ټاټوبو په توګه پيژندل کیږي ضروري اقدامات ترسره کړي.
د کوریل جزایر شمالي ارام اوقیانوسیه له اوخوتسک سمندر څخه جلا کوي.
د دغو جزیرو یوې خوا ته د جاپان هوکایدو جزیره ده او بلې خوا ته د روسیې په لیرې ختیځ کښې د کامچاتکا ټاپوزمه پرته ده.