Apr 24, 2022 09:53 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه دلته ولولئ

په افغانستان کښې د داعش د ترهګرو ډلو دوام او په کابل کښې د ښوونځیو مخې ته او هم داشان په مزار شریف او قندوز کښې په جوماتونو کښې چاودنې، د افغانستان له خاورې په حملې باندې د پاکستان اندیښنه، د پاکستان د نوې کابینې د جوړښت معلومیدل، د پاکستان له خاورې په افغانستان باندې له بریدونو وروسته د کابل او اسلام آباد په اړیکو کښې د شخړې زیاتیدل، په افغانستان کښې پاکستاني ضده مظاهرې، افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو په هکله د طالبانو ژمنه، په افغانستان کښې د پاکستان د سفیر ور احضاریدل او په پاکستان کښې له وخته مخکښې د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ډیرې مهمې پيښې او خبرونه وو.

*/*/*/*/*

د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د ترهګرو چاودنو له امله لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.

به کابل کښې ترهګرې چاودنې چې د افغانستان پلازمینه او د طالبانو د حکومت مرکز دی، د دغې ډلې لپاره یوه ستره ننګونه ده چې نه دي توانیدلي په دغه مهم ښار کښې د خلکو د تمې وړ او ضروري امنیت ټینګ کاندي.

دا تمه په طبیعي توګه شته چې د طالبانو حکومت په کابل کښې د افغانستان د نورو ښارونو او ولایتونو په پرتله لازیات امنیت ټینګ کړي.

خو په کابل کښې ترهګرو چاودنو وښودله چې د طالبانو د حکومت د ادعا په اپوټه دغه ډله نه ده توانیدلې چې په پلازمینه کښې ضروري امنیت راولي او په هم دې بنیاد په افغانستان کښې د ټولو خلکو او ډلو د امنیت د برابرولو لپاره خپلې دندې ته د طالبانو د کم توجهۍ په وجه لسګونه بیګناه خلک ووژل شول.

د تیر ۲۰۲۱ کال په آګست میاشته کښې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمیدو راهیسې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې په ځلونو ترهګرې چاودنې شوې دي او سلګونه کسان په کښې مړه او ژوبل شوي دي. په تیره بیا دا چې ځینې حملې په هدفمنه توګه د افغانستان د شیعه مسلمانانو خلاف پلان شوې او اجرا شوې دي، په داسې حال کښې چې طالبانو په هیواد کښې د ټولو خلکو او مذهبونو او حتی د دیني اقلیتونو او د هغوي د مالونو د امنیت د ټینګولو ژمنه کړې وه.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کښې په قندوز او قندهار ولایتونو کښې د جمعې په لمونځونو کښې په شیعه مسلمانانو باندې شویو دوو ترهګرو بریدونو چې له امله یې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د طالبانو د حکومت خلاف یې پراخې نیوکې راپارولې وې.

سره له دې چې د افغانستان شیعه ټولنه د دوي خلاف له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د طالبانو د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنې ده خو هغوي لاهم د ترهګرو ډلو له خوا له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

په هم دې بنیاد د افغانستان په هکله په سیمه ایزه او نړیواله سویه په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کښې ګډونوالو په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت د جوړیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره له طالبانو غوښتل شوي دي چې زرترزره او په اغیزناکه توګه د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د فعالیتو د دوام مخه ونیسي.

*/*/*/*/*/*

د پاکستان په پارلیمان کښې د اپوزیشن یو مشر او د عمران خان سخت مخالف مولانا فضل الرحمن په دغه هیواد کښې زرترزره د انتخاباتو د کیدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: مونږ سمدسي انتخاباتو ته ضرورت لرو او دا زمونږ دنده ده چې ولس ته اعتماد ورکړو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل څانګې مشر هم داشان وویل: مونږ پر خپل دریځ ولاړ یو خو مصلحت هم یو حد لري، له پارلیمان او سینټ نه کار واخلۍ او انتخاباتي اصلاحات ترسره کړئ.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان په پارلیمان کښې دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې عمران خان هم د پراخو غونډو په ترسره کولو سره، زرترزره د انتخاباتو د کیدو غوښتونکی دی.

له دې نه دا معلومیږي چې دا دواړه سیاسي بهیرونه لږترلږه ډیر زر د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو په هکله د نظر ورته والی لري خو کړنلارې یې بیخي بدلې دي.

عمران خان چې له وزیراعظمۍ څنګته کیدل د امریکې په چورلیزتوب او د په پارلیمان کښې د ځینو سیاسي ډلو په ملګرتیا سره یوه بهرنۍ دسیسه ګڼي، د سمدستي پارلیماني انتخابات ترسره کیدل د خلکو له خوا د دوباره  غوره کیدو او حتی د تحریک انصاف له خوا د لازیاتو پارلیماني چوکیو د ګټلو یو فرصت یې بولي.

عمران خان باوري دی چې د پاکستان خلک به په راتلونکو انتخاباتو کښې په پارلیمان کښې له قدرته د تحریکِ انصاف په څنګته کولو کښې له مسلم لیګ نواز ګوند، پیپلز پارټۍ او د امریکې د نورو ملګرو ګوندونو په نه ملاتړ کښې پریکنده ځواب ورکړي او د پاکستان په اجرايي ډګر کښې د دې ګوند د شتون لپاره به دوباره یو بل چانس ولري.

د پاکستان خلکو ته د اعتماد د ورستنولو په هکله د فضل الرحمان خبره په دې معنا ده چې د دغه هیواد عامه افکار د عمران خان څنګته کول د یو ډیموکراټیک بهیر او د ملي ګټو او مصلحتونو په بنیاد نه ګڼي بلکې هغه د ځینو کورنیو سیاسي او نفوذ لرونکو کسانو په ملګرتیا سره یوه بهرنۍ دسیسه ګڼي.

خو د فضل الرحمان انډیوال د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف چې د عمران خان له څنګته کیدو وروسته وزیراعظم جوړ شوی دی، د فضل الرحمان په اپوټه په فوري پارلیماني انتخاباتو باور نه لري ځکه چې په دې خبره ښه پوه دی چې د خلکو رایو ته رجوع کول یې په ګټه نه دي او حتی ممکنه ده چې دی او ګوند یې د پاکستان د خلکو له سخت منفي غبرګون سره مخامخ شي.

داسې ښکاري چې د عمران خان د څنګته کولو لپاره په پارلیمان کښې د تحریک انصاف د مخالفو ګوندونو له اجماع وروسته د فضل الرحمان څرګندونې د شهباز شریف په انډیوالانو کښې د اختلاف د رامینځته کیدو یوه نښه وي چې حالاتو د عمران خان په ګټه بدلولی شي.

*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان په خوست ولایت باندې د پاکستان هوايي او توپخانه اي حملې د دغه ولایت او د ټول افغانستان د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

مظاهره چیانو په داسې حال کښې چې د مړ دې وي پاکستان شعارونه یې ورکول، د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د پاکستان د پوځ د تیري ځواب زرترزره ورکړي.

د افغانستان کنړ او خوست ولایتونو باندې د پاکستان په هوايي او د توپونو په بمبارۍ کښې ۴۵ کسان وژل شوي دي چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان وو. په دې وروستیو کلونو کښې د پاکستان پوځ د ترهګرو د ختمولو په پلمه د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو باندې په ځلونو بریدونه کړي دي او له امله یې د دواړو هیوادونو ترمینځ سفارتي شخړې رامینځته شوې دي.

د خوست ولایت ډیرو اوسیدونکو د تیر اونۍ د اتوار په ورځ په یوې اعتراضي غونډې کښې په داسې حال کښې چې په دغو بریدونو کښې د وژل شویو انځورونه یې په لاس کښې لرل، له نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د پاکستان دا کار وغندي.

خو د پاکستان پوځ وايي چې په افغانستان باندې یې حملې، د دغه  هیواد له خاورې په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان په پوځي ځواکونو باندې د حملو ځواب و چې له امله یې اووه پوځیان وژل شوي وو.

دا په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته وړومبې ځل دی چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ لفظي شخړې او وسله واله او پوځي نښته شوې ده.

له دې مخکښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي کنډه تار لګولو په سر هم شخړه رامینځته شوې وه او طالب وسله والو له ځینو سرحدي سیمو څخه اغزن تار راټول کړ. خو د دواړو لورو د چارواکو ترمینځ صلاح مشورو سره ده شخړه تر څه حده کمه شوه.

په داسې حالاتو کښې چې په پاکستان کښې سیاسي بدلونونه او د شهباز شریف واکمنیدو د دې هیواد د بدلونونو په هکله په افغانستان کښې ځینې اندیښنې رامینځته کړې دي او د پاکستان د پوځ حملې ممکنه ده دواړه لوري په یوې محدودې نښتې کښې ښکیل کړي چې د افغانستان او پاکستان دواړو د ملي ګټو خلاف به وي.

دا احتمال شته چې په پاکستان کښې سیاسي بدلونونه له امریکې سره د هراړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره د شهباز شریف د پروګرام په هکله د شهباز شریف دریځنیونې ته په پام سره ممکنه ده د عمران خان د وزیراعظمۍ د پړاؤ په پرتله د طالبانو له حکومته د پاکستان د مالي او سیاسي ملاتړونو د کمیدو په ترڅ کښې په طالبانو باندې د اسلام آباد له لارې د سپینې ماڼۍ دباؤنه زیات شي.

د عمران خان په دوره کښې هغه هڅه کوله چې په افغانستان کښې د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پيژندلو ته د امریکې په متقاعد کولو او له دغه سیاسته د نورو هیوادونو په مثال اخیستو سره، په افغانستان کښې حالات ښه کړي.

هغه په دې لړ کښې د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د غونډې او هم داشان د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې کوربه توب هم وکړ خو اوس له وزیراعظمۍ څنګته شوی دی او دغه چوکۍ شهباز شریف ته په لاس ورغلې ده چې له امریکې سره اړیکو ته ډیر لیواله دی او دې خبرې په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت اندیښمن کړی دی.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه