پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i125106-پاکستان_او_افغانستان_په_تېره_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2022 14:08 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

پاکستان په تېره اونۍ کې له بېلابېلو بدلونونو او خبرونو سره مخ وو. نیویارک ته د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري سفر، له ډیپلوماتیک اړخه د ارزښت وړ دی. بلاول بوټو زرداري له پي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې له افغانستان سره د نړۍ د تعامل غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلام آباد ترې ملاتړ کوي. بلاول بوټو زرداري د افغانستان څنډي ته کول، د پخوانیو تېروتنو تکرار یادوي. له شک پرته له افغانستان څخه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر مطلب طالبان دي، چې د ۲۰۲۱م کال د آګسټ میاشتې په ۱۵مه یوځلې بیا پر افغانستان واکمن شول. که څه هم دا دوی د دوحې هوکړې تر نوم لاندې د امریکا په ملتیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، خو په دې برخه کې د پاکستان ملاتړ هم له هېچا پټ نه دی. ځکه چې د افغانانو له آنده، د طالبانو یوازینی ملاتړ کوونکی، پاکستان دی او همدارنګه د پاکستان اطلاعاتي سازمانونه په ځانګړې توګه د دې هېواد پوځ او آی ای آس پر طالبانو ولکه لري. له دې امله، نړیوال هم له پاکستان څخه تمه لري، چې پر طالبانو د خپل نفوذ څخه په استفادې سره، دا ډله په افغانستان کې د حکومتولۍ سټنډرډونو مراعاتولو له هغې ډلې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو ته وهڅوي، ترڅو له طالبانو سره د نړیوالو همکاریو لپاره لاره هواره او دوی هم په رسمیت وپېژندل شي.

د  پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د یوې ګډې ویناپاڼې په خپرولو سره، چې په اسلام آباد کې د دواړو لورو له لیدنو وروسته خپره شوه، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ. همدارنګه په دې ویناپاڼه کې دا چې سوله ایز، پرمختللی، متحد او باثباته افغانستان، د سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی هوکړه وشوه. له دې سره، داسې ښکاري چې د مرکزي آسیا هېوادونه، د سیمې هېوادونو ته له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق او د ترهګرۍ لمنې پراخېدو په اړه اندېښنه لري. له دې امله، نه یوازې تاجیکستان، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم له پاکستان څخه تمه لري، چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره هڅه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سمیه ایزو ناستو له آنده، د افغانستان ستونزو په حل کې له طالبانو سره د پاکستان نه همکاري د دې لامل شوی، ترڅو پاکستان هم له ناامنیو سره مخ  شي.

په تېره اونۍ کې، په سپین بولدک کې د نښتو رامنځته کېدل، یوځلي بیا د پاکستان او افغانستان پر اړیکو یې اغېزه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دې نښتو ته په غبرګون کې د طالبانو ملامتولو ترڅنګ،د دې ډول نښتو د مخنیوي لپاره له طالبانو څخه د ضمانت غوښتونکی شو. د پاکستان د پوځ او د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د راپور له مخې، د سپین بولدک نښتې له امله د دواړو لورو ۸ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه هم ټپیان شول. د کندهار د والي ویاند عطاء الله زی، د پاکستاني چارواکو د اعاوو په رد سره اعلان وکړ، دا نښته د افغانستان په خاوره کې د نویو پوستو جوړولو لپاره د پاکستاني پوځیانو د هڅو له امله رامنځته شوې ده. د ۲۰۲۱م کال د آګسټ میاشتې په ۱۵مه واک ته د طالبانو په رسېدو سره، د دوی او دپاکستان ترمنځ څو ځلې نښتې رامنځته شوې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو او پاکستان د ښو اړیکو سره سره،بیا هم طالبان د دې هېواد پر پوله له هرډول بدلون سره مخالف دي.  او د ډېورنډ فرضي کرښه هم نه مني او په کلکه ورسره مخالفت لري. سیاسي کارپوه اکرم عارفي په دې اړه وايي:

پاکستان په دې فکر کې وو، چې دوه لسیزې وړاندې واک ته د طالبانو په رسېدو سره، دا ډله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نړیوال بندر په توګه د ډېورنډ فرضي کرښې له رسمیت پېژندلو سره موافق دي، خو په عملي توګه نه یوازې طالبانو هغه ونه مانه، بلکې اوس له هر ډول پوله ایزو ګامونو سره چې د پاکستان په ګټه وي، په کلکه مخالف دي او ورسره مقابله کوي.

په تېره اونۍ کې افغانستان هم له بېلابېلو پېښو او بدلونونو سره مخ وو چې څو مهم خبرونه یې څېړو.

د کابل په شهر نو سیمه کې د چینایانو پر مېلمستون د داعش ترهګریز برید، یوځلې بیا د افغانستان کورني مسائلو ته د سیمې او نړۍ پام وروګرځاوه. د چین دولت دې برید ته په غبرګون کې د خپل هېواد له وګړو یې وغوښتل، په بېړه له افغانستان څخه ووځي. دا برید له دوو اړخونو د پام وړ دی. لومړی دا چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د هېوادونو په ځانګړې توګه د چین د ناخوښۍ لامل ګرځي. او دویم دا چې طالبان په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې کمزوري ښيي. له دې امله، د روسیې دولت هم له طالبانو وغوښتل، د امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېره هڅه وکړي.

په یوه بل خبر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد اعلان وکړ، د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې، ۳۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي. په همدې حال کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نور الدین عزیزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړې استازي، حسن کاظمي  قمي سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې. د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او همدارنګه د دې هېواد له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا، پر افغانستان بندیز لګولی دی. د ایران اسلامي جمهوریت د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په دوام سره، د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو. البته د ایران او افغانستان ترمنځ د لوړو اقتصادي او سوداګریزو وړتیاوو ته په کتو، ۳۵۰ میلیون ډالر سوداګریز مناسبات، د دواړو هېوادونو لپاره ډېر  کم دي او د رضایت وړ نه دي. له دې امله، تمه کېږي چې طالبان د ستونزو په هوارولو په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې، د ایران او افغانستان ترمنځ د ډېرو اقتصادي راکړو ورکړو لامل شي.

په افغانستان کې درېیم مهم بدلون، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ راپور دی، چې د افغانستان خلک په نړۍ کې د کډوالۍ ترټولو لوړه شمېره یادوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپو ګراندي، په اسلو کې په یوې ناستې کې وویل: په ټولیزه توګه ۶ میلیونه او ۵ سوه زره افغانان د کډوال او کورني بېځایه شوي په توګه ژوندکوي. دی د افغانانو د کډوال کېدو اصلي لاملونه، کورنۍ ورانوونکې جګړې، تاوتریخوالی، ناوړه حکومتولي، لوږه او د هوا اغېزې یادوي. له دې سره، داسې ښکاري چې  کورنۍ نښتې او کورنیو ناامنیو ته لمن وهل، همدارنګه د افغانانو د کډوالو کېدو او د دوی په هېواد کې د دوی د بېځایه کېدو مهم لاملونه دي. په افغانستان کې سیاسي کارپوه محمود حسین جعفري په دې اړه وايي:

د افغانستان خلک په نړۍ کې ترټولو مظلوم خلک دي، چې له څلور لسیزې ډېره موده کېږي له کورنۍ جګړې او نیواګرۍ سره مخ دي. د سیمې هېوادونو ته له کډوال کېدو سربېره، د افغانستان خلک په خپل هېواد کې هم امنیت نه لري. له دې امله، په افغانستان کې د امنې سیمې د موندلو لپاه تل دکډه کېدو په حال کې دي.

په هر صورت، د ملګرو ملتونو له آنده، پر افغانستان د واکمن په توګه، طالبان باید د کورني اعتماد ترلاسه کولو په برخه کې جدي ګام واخلي،  ترڅود افغانستان خلک په خپلو سیمو کې پاتې شي او په خپل هېواد کې کډه کېدل پای ته ورسوي. په دې صورت کې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې هم کولای شي افغانستان ته ستانه شي. په همدې حال کې، د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو د حقونو مراعاتول هم کولای شي، د افغانستان خلکو ترمنځ اعتماد رامنځته کړي، ترڅو په ټول افغانستان کې د ژوند کولو لپاره د مناسبو شرایطو په موندلو سره د کورني بېځایه کېدو مخه ونیول شي.

ژباړه: زماني