د پاکستان ستره محکمه د افغان کډوالو په هکله فیصله کوي
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i142194-د_پاکستان_ستره_محکمه_د_افغان_کډوالو_په_هکله_فیصله_کوي
اوا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان رسنیو وویل د هیواد ستره محکمه یعني سپریم کورټ به روانه اونۍ له پاکستان څخه د افغانستان د مهاجرینو د ایستلو د لغو کولو د غوښتنې په هکله فیصله وکړي.
(last modified 2023-11-27T00:03:41+00:00 )
Nov 27, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • د پاکستان ستره محکمه د افغان کډوالو په هکله فیصله کوي

اوا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان رسنیو وویل د هیواد ستره محکمه یعني سپریم کورټ به روانه اونۍ له پاکستان څخه د افغانستان د مهاجرینو د ایستلو د لغو کولو د غوښتنې په هکله فیصله وکړي.

د پاکستان موقته حکومت له تیرو دریو اونیو راهسې د افغانستان د غیر قانوني کډوالو ایستل پیل کړي دي او د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر په تیرې جمعې ورځې وویل تراوسه د افغانستان  کابو څلور لکه کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون وویل د پاکستان د بشري حقوقو د فعالانو او د مشرانو جرګې د یوشمیر سناتورانو لخوا له پاکستان څخه د افغانستان د کډوالو د ایستلو د لغو کولو درخواست تنظیم کړی شوی دی.

دغو کسانو د پاکستان له سترې محکمې غوښتي دي چې موقته حکومت د افغانستان د ښاریزو له نیولو ،ایستلو او ځورولو څخه منع کړي.

ویل کیږي چې د پاکستان ستره محکمه به په راتلونکي جمعې ورځ په دې هکله خپله فیصله اعلان کړي.