Mar 24, 2024 12:45 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو د څیړنې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. نن هم ګورو چې په تیره یوه اونۍ کښې په دغو دواړو هیوادونو کښې کومې مهمې پیښې رامینځته شوې دي.

تیره اونۍ د افغانستان د صنعت او تجارت د وزارت مسئولانو وویل چې د دغه هیواد ترټولو زیات صادرات او واردات د چابهار له لارې کیږي.

د افغانستان د صنعت او تجارت د وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخندزاده په دې خبرې سره چې هیواد نن سبا په هیڅ ګاونډي هیواد پورې سل په سلو کښې پیئلتیا نه لري، ټینګار وکړ، د افغانستان ترټولو زیات صادرات او واردات د چابهار بندر له لارې ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه: د کابل سیاست د اقتصاد په چورلیز ولاړ دی او افغانستان له بیلابیلو هیوادونو سره سوداګري اړیکې ټینګې کړې دي او توانیدلی چې د خپل تجارت د پراختیا لپاره ځینې طریقې پيدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ د دغه هیواد له سوداګرو وغوښتل چې خپل شیان د هغو بندرونو له لارې وارد او صادر کړي کوم چې ډیرې اسانتیاوې لري.

له دې مخکښې د افغانستان د اقتصاد وزارت کارپوهانو ویلي وو چې د نویو ټرانزټي لارو په تکل کښې دي چې وکړې شي د صادراتي او وارداتي شیانو د لارې خنډونه لرې کړي.

د افغانستان د چارو کاروپوه "محسن رویي صفت " په دې هکله وايي: د چابهار نړیوال بندر له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره ډیرې ګټې لري چې په کښې د لارې لنډوالي، ارزان والي او امنیت ته اشاره کوې شو.

پر دې سربیره افانستان د چابهار بندر له لارې نړیوالو اوبو او سمندري ټرانزټ ته لاره مومي.  

*/*/*/*/*/

تیره اونۍ په افغانستان کښې د طالبانو سرپرست حکومت د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د پاکستان هوايي عملیات وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول پيښې به داسې بدې پایلې ولري چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

د طالبانو د حکومت ویاند "ذبیح الله مجاهد " په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د ملکي هستوګنو سیمو په بمبارولو کښې دپاکستان د جنګي الوتکو اقدام وغندله. د هغه په وینا، په یادو بریدونو کښې د دریو ماشومانو په شمول اته تنه ووژل شول او د عبدالله شاه د وژل کیدو په هکله د پاکستاني لوري ادعا یې دروغ وبلله چې د دغه هیواد امنیتي سرچینې یې د تحریکِ طالبانِ پاکستان ترهګرې ډلې یو مشر بولي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان امنیتي سرچینو وویل چې د دغه هیواد پوځ په شمالي وزیرستان کښې په یو پوځي مرکز باندې د ترهګرو عناصرو د حملې په ځواب کښې چې په کښې د پوځ د دوو درجه دارو افسرانو په شمول ۷ کسان وژل شوي وو، د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو د ځالو خلاف غچ اخیستونکی اقدام وکړ. پاکستاني رسنیو د موثقو سرچینو له قوله ادعا کړې چې په خوست او پکتیکا کښې د «ټي ټي پي» په نامه د پاکستاني طالبانو په ترهګرو پورې اړونده مرکزونه، د پاکستان د هوايي ځواک د جنګي الوتکو له خوا په نښه شوي دي او په کښې ګڼ شمیر پاکستاني ضده عوامل وژل شوي دي.

*/*/*/*

په تیره اونۍ کښې د وري د میاشتې په اوله نیټه او د نوي لمریز کال او د پسرلي د پيلیدو په وړومبۍ ورځ د طالبانو سیاسي مرکز قندهار، یوې زورورې چاودنې ولړزوه چې پړه یې داعش ترهګرې ډلې ومنله. په دغې چاودنې کښې چې په قندهار کښې د کابل بانک مخې ته وشوه، ۲۱ کسان ووژل شول. له دغې چاودنې وروسته په کابل کښې هم یوه چاودنه وشوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د افغانستان په قندهار او کابل کښې شوي ترهګر اقدامات چې په کښې یوشمیر افغانان مړه او ژوبل شوي دي، وغندل. هغه د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ورته د تسلیت په ویلو سره، د زخمیانو لپاره د عاجلې شفا دعا وکړه.

/*/*/*/

همداشان تیره اونۍ په افغانستان کښې د نوي تعلیمي کال له پیلیدو سره هممهاله، یونیسکو وویل چې په دغه هیواد کښې له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیون(څوارلس لاکه) نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتو دغې ادارې په افغانستان کښې د نوي تحصیلي کال د پیلیدو په مناسبت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیون(څوارلس لاکه) نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي او دغه بې برخې توب د نجونو روح او روان ته د سخت تاوان او د افغانستان د ترقۍ د مخنیوي لامل کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو په وجه، په افغانستان کښې نوی تعلیمي کال پرله پسې په دریم کال، د نجونو له شتون پرته پیل شوی دی. د افغانستان واکمن حکومت په دغه هیواد باندې د ولکې په اولو ورځو کښې له شپږم ټولګي پورته جینکۍ، تر بلې خبرتیا پورې ښوونځیو ته له تګه منع کړې. ورپسې یې د نجونو او میرمنو لپاره د پوهنتونونو او پرائیوټ روزنځیو ورونه بند کړل.

طالبانو مخکښې د جینکو د ښوونځیو د بندولو د څرنګوالي په هکله ویلي وو چې د ښوونځي یې د ضروري اصلاحاتو په وجه بند کړي دي ځکه چې تیر تعلیمي پروګرام له لویدیځه راغلی او د لویدیځوالو له خوا تپل شوی و. خو دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو د تعلیمي موادو او تحصیلي چاپیریال د چټکې اصلاح لپاره په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

*/*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې پاکستان هم له مختلفو پيښو سره مخامخ وو چې یوه مهمه په کښې، د ایران-پاکستان د ګیس انتقال د پایپ لاین د فعالیدو د مخنیوي لپاره د امریکايي چارواکو څرګندونو ته د پاکستان د خارجه وزارت غبرګون و چې ویلي یې دي: اسلام آباد په دې پروژې ژمن دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د سویلي او مینځنۍ آسیا په چارو کښې د امریکې د خارجه وزارت د مرستیال ډونلډ لو د حرګندونو په غبرګون کښې د اسلام آباد په دریځ باندې ټینګار وکړ. د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي ویلي وو چې واشنګټن، باکستان ته د ایران د ګیس د انتقال د نل لیکې د پروژې د عملي کیدو مخنیوی کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې هم د امریکايي چارواکي د دغو څرګندونو په ځواب کښې وویل: د ایران-پاکستان د ګیس پایپ لاین د پرمخ بیولو لپاره د پاکستان د حکومت فیصله، په خپلې خاورې کښې دننه د نل لیکې د غزولو لپاره د پاکستان د حاکمیتي پریکړې په چوکاټ کښې ده. دا د هغه پایپ لاین یوه برخه ده چې د پاکستان په خاوره کښې دننه جوړیږي. په دې وجه اسلام آباد باوري نه دی چې په دې پړاؤ کښې د دریمګړي له لورې د بحث یا معافیت لپاره کوم ځاې وي.

د پاکستان د کابینې د انرجۍ کمیټې یوه میاشت مخکښې ګوادر ته د ایران او پاکستان له ګډې پولې څخه د ۸۰ کیلومیټره ګیس پایپ لاین د غزولو لپاره خپله موافقه صادره کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه "حسین زاهدي" په دې هکله وايي: د ایران اسلامي جمهوریت په برصغیر کښې د امنیت او صلحې له پياوړتیا سره د مرستې لپاره د صلحې پایپ لاین په عنوان سره تر هند پورې د ایران د ګیس د انتقال وړاندیز کړی او د پاکستان تر پولې یې پایپ غزولی دی. خو د امریکې په مداخلې او د پایپ لاین په اوږدو کښې پرتو هیوادونو باندې یې د اغیزې په وجه، د ډیرو کلونو د تیریدو باوجود د پایپ لاین پروژه نه ده اجرايي شوې او دا په داسې حال کښې دي چې هند او په تیره بیا پاکستان دغې انرجۍ ته سخته اړتیا لري.  

*/*/*/*/*/*/

په عین حال کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ(ملي بارلیمان) مشر د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په کتنه کښې د ایران د ګیس پایپ لاین، د پاکستان د انرجۍ د اړتیا د پوره کولو لپاهر ډیر مهم وباله.

سردار ایاز صادق د رضا امیري مقدم په کتنه کښې له ایران سره په تیره بیا په اقتصادي برخه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا له پراختیا سره د مرستې لپاره د پارلیمانه له ظرفیته په استفادې باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: له ایرانه د ګیس د انتقال نل لیکه د پاکستان د انرجۍ د ضرورت د پوره کولو لپاره ډیر اهمیت لري.

د ایران سفیر هم په پاکستان کښې په بریمنه توګه د وروستیو انتخاباتو د ترسره کیدو او د نوي حکومت له جوړیدو د خوشالۍ په څرګندولو سره، د پارلیماني دوستۍ ډلو فعالولو او د دواړو هیوادونو د پارلیمانونو ملګرتیا ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.

اسلام آباد کښې د ایران سفیر ښاغلي امیري مقدم په دغه ملاقات کښې پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي راتلونکی سفر، په تجارتي او اقتصادي برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا له پراختیا سره د مرستې لپاره د اهمیت وړ وباله.

*/*/*/*

تیره اونۍ د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه شهباز شریف ته په یو لیک کښې، یوځل بیا د پاکستان د وزیراعظم په توګه د هغه د غوره کیدو مبارکي ورکړه او د غزې د بې دفاع خلکو خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام پورې د اړونده وروستیو بدلونونو په وضاحت سره یې ولیکل: د اسرائيلو نیواکګر رژیم په غزه کښې د ښځو، ماشومانو او مشرانو په شمول ملکي او بیګناه خلک په عمدي توګه په نښه کوي. اسرائيلي ځواکونو جوماتونه، ګلیساوې، ښوونځي، روغتونونه، د ملکي خلکو کورونه، سړکونه او نورې بیخ بیناوې ورانې کړې دي ټرڅو په غزه کښې د ژوند ټولې نښې له مینځه یوسي.

هنیه په دغه لیک کې زیاته کړې ده: د اسرائيلو نیواکګر چارواکي خپلو سپیرو موخو ته د رسیدو لپاره له لوږې او قحطۍ څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي او د فلسطینیانو خلاف شرمناک جنایتونه ترسره کوي. نیواکګر دښمن غزې ښار ته د بیړنیو مرستو د تیریدو لپاره بنده کړې ده. همداشان د هغو بیګناه مسلمانانو وینه چې د خپلو اولادونو د رزق او روزۍ لباره بهر ځي، بهول کیږي. دا اقدامات د بشري حقوقو خلاف دي او د ټولو نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده.

هنیه همداشان ټینګار کړی دی: حماس غورځنګ د فلسطین ولس، ګوندونه او د هغوي استازي سازمانونه بې شکه چې د هغو ټولو هلوځلو او اقداماتو قدرونه کوي چې نړۍ یې له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره کوشش کوي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر په دوام کښې د پاکستان له وزیراعظمه وغوښتل چې دغه هیواد د غزې خلاف د اسرائیلو د انساني ضده یرغل په بندولو کښې د مرستې په موخه خپل رول ولوبوي او په هغو نړیوالو حکومتونو دباؤ واچوي چې په غزه کښې د صهیونیسټانو له جنایتونو ملاتړ کوي.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه