پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي
(last modified Sat, 03 Aug 2024 09:52:03 GMT )
Aug 03, 2024 14:22 Asia/Kabul
  • پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي

زمونږ خبریال راپور راکوي په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو له نیولو شکایت کوي او زیاتوي چې دغه کار د دوی ژوند سخت کړی دی.

 له بل لوري په ترکیې کې مېشت افغان کډوالو هم له ورته ستونزو شکایت کوي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونو چارو وزارت چارواکي له هېوادونو غواړي، چې افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي. ورته مهال کابل کې د چین سفیر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې له افغان کډوالو سره د مرستو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.