د افغانستان د مشرانو جرګې د اشرف غني په حکومت نيوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i65223
د افغانستان د مشرانو د جرګې وړومبي مرستيال تاکيد وکړ: امنيتي بحران نه يوازې په کابل کښې بلکه د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې خلق ګواښي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 09, 2018 13:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان د مشرانو جرګې د اشرف غني په حکومت نيوکه  وکړه

د افغانستان د مشرانو د جرګې وړومبي مرستيال تاکيد وکړ: امنيتي بحران نه يوازې په کابل کښې بلکه د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې خلق ګواښي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد علم ايزديار پرون په کابل کښې د پارلېماني او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ځنډېدو ته په اشارې سره وويل: دغه مسئله د حکومت رواوالے تر پوښتنې لاندې راوستلے شي.

همدارنګ د افغانستان د نوښت او عمل مرکز هم له کابل حکومته وغوښتل چې داسې امکانات دې برابر کړي چې پارلېماني او د ولايتي شوراګانو انتخابات په مقرر کړې شوي وخت وشي.

له دې مخکې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن وويل چې پارلېماني او د شوراګانو انتخابات چې ټاکل شوې وه په جولائۍ کښې وشي کېدې شي درې مياشتې نور وځنډول شي.

دغه انتخابات دوه کاله وشول چې د افغان چارواکو ترمېنځ د اختلاف په وجه له ځنډ سره مخامخ شوي دي.