د « ډيورېنډ» په فرضي کرښه د افغانانو احتجاج
Feb 12, 2018 13:30 Asia/Kabul
د افغانستان د ننګرهار ولايت خلقو د دغه هېواد او پاکستان په پولو کښې د ډيورېنډ په فرضی کرښه باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ننګرهار ولايت به زرګونو خلقو نن د دغه ولايت په مرکز جلال آباد ښار کښې د مظاهرو په کولو سره وويل: د ډيورېنډ فرضي کرښه د پاکستان او افغانستان د رسمي پولې په توګه نه مني.
مظاهره کونکو د يو لړ شعارونو په ورکولو سره وويل،ډيورېنډ فرضي کرښه د برطانيې دسيسه وه.
د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني چې په دغو مظاهرو کښې ګډون کړے ؤ وويل: هيڅ يو افغان د ډيورېنډ موافقه ليک نه دے لاسليک کړے او په رسميت يې نه پېژني.
ټیګونه