روسیې له لرواټنه توغندیو د استفادې په هکله ناټو ته خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ ناټو به اوکراین ته له لرواټنه توغندیو د استفادې د اجازې په تائیدولو سره له روسیې سره جنګ ته ورداخل شي.
د روسیې ولسمشر پوتین وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه اوکراین ته اجازه ورکړي په هغو لرواټنه توغندیو سره چې کي یف یې ورکړي دي د روسیې په خاوره حمله وکړي نو معنا به یې دا وي چې د ناټو غړي هیوادونه له روسیې سره جنګ ته ورګډ شوي دي.
هغه وویل که چیرې دغه فیصله وشي نو معنا به یې د اوکراین په جنګ کښې د ناټو د غړیو هیوادونو له نیغ په نیغه لاسوهنې کمه نه وي او معنا یې دا ده چې د ناټو غړي هیوادونه له روسیې سره په جنګ بوخت دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وړمه ورځ وویل چې ما له لرواټنه توغندیو په استفادې سره د روسیې په خاوره باندې د حملو په هکله د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او خارجه وزیر اندرې سیبیها سره خبرې کړي دي.
د اوکراین جنګ د روسیې امنیتی اندیښنو ته د پام د نه کولو او د روسیې تر سرحدونو پورې د ناټو د ځواکونو د پراخولو په دلیل د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه پیل شوی چې اوس هم دوام لري.
امریکا له انګلستان ، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې اوکراین ته زیاتې وسلې استوي او د دغه جنګ د نور زیاتولو کوشش کوي.