د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر سوریې ته تللی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په دمشق کښې د سوریې د موقته حکومت له مشر احمد الشرع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی کتنه او خبرې وکړې.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي له دغه کتنې وروسته وویل سوریې مونږ ته شکمنو او پخوانیو اټومي مرکزونو ته د ورتلو او د پلټنو اجازه راکړي ده.
هغه وویل زمونږ د پلټنو هدف د سوریې د ځینو تیرو فعالیتونو روښانه کیدل چې مونږ فکر کوو د اټومي وسلو له جوړولو سره مرتبط دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په دوام کښې په دې خبرې سره چې نړیوال پلټونکي نیت لري د سوریې دیرالزور او دریو نورو مرکزونو ته ورشي وویل په دغو اټومي مرکزونو کښې د اټومي وړانګو له نشتون سره سره اټومي اژانس په ځینو سیمو کښې د پاخو شویو یورانیمو د شتون د احتمال په هکله چې ممکنه ده استفادې ترې وشي یا قاچاق شي یا خرڅ شي اندیښنه لري.
ګروسي وویل د سوریې د موقته حکومت مشر په دغه کتنه کښې په راتلونکي کښې اټومي فعالیتونو ته د دمشق ګروهنه اعلان کړه.
هغه دغه راز د ایران او د امریکا ترمینځ غیر مستقیمو خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل زه د دواړو هیوادونو خبرو ته خوشبینه یم ځکه چې ایران او امریکا دواړه موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دي.