ټرامپ ادعا وکړه د اوکراین د سولې موافقې ته نږدې شوي یوو
https://parstoday.ir/ps/radio/event-i168462-ټرامپ_ادعا_وکړه_د_اوکراین_د_سولې_موافقې_ته_نږدې_شوي_یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وروستیو میاشتو د ادعاګانو په تکرارولو سره وویل: باوري یم له بل هر وخت څخه زیات په اوکراین کښې د سولې موافقې ته نږدې شوي یوو.
(last modified 2025-12-15T23:54:31+00:00 )
Dec 16, 2025 04:21 Asia/Kabul
  • ټرامپ ادعا وکړه د اوکراین د سولې موافقې ته نږدې شوي یوو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وروستیو میاشتو د ادعاګانو په تکرارولو سره وویل: باوري یم له بل هر وخت څخه زیات په اوکراین کښې د سولې موافقې ته نږدې شوي یوو.

هغه  په سپینې ماڼۍ کښې وویل ما د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره اوږدې خبرې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ زیاته کړه ما دغه راز د جرمني ، د ایټالیا ، د فرانسې او د بریتانیا په شمول د  څو اروپايي هیوادونو له مشرانو او د ناټو له رهبرانو سره هم خبرې کړي دي.

هغه ادعا وکړه حالات ډير ښه مخ ته روان دي او ټول غواړي چې د جنګ ختمیدل وویني.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل له روسیې سره مو ښې خبرې کړي دي او اوکراین ته د امنیتي تضمینولو د ورکولو لپاره چې اروپا به هم د هغو برخه وي هڅه کوو.

هغه دغه راز ادعا وکړه چې ډیر هیوادونه به په غزې کښې د نړیوال ثبات له ځواک سره یوځاې شي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه راز ادعا وکړه چې اسرائیل او زه له یوبل سره ډیرې ښې اړیکې لرو او له نتانیاهو سره په زما اړیکې ډیرې ښې دي او مونږ له اسرائیلو سره ښې اړیکې لرو او په حقیقت کښې د مینځني ختیځ له ټولو هیوادونو سره ډیرې ښې اړیکې لرو.

د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه راز له هغه برید وروسته چې په سوریې کښې د امریکا د دوو عسکرو او د یوه ژباړن د وژل کیدا سبب شو د سوریې د نوي مشر الجولاني دفاع وکړه او ویې ویل د سوریې د حکومت مشر احمد الشرع په هغه برید چې د امریکا د ملي ګارډ د دوو غړیو او د یوه ملکي امریکايي وګړي د وژلې سبب شو ډیر خواشینی دی.