د مقاومت او پایدارۍ ورځ
(last modified Mon, 24 May 2021 12:40:40 GMT )
May 24, 2021 17:10 Asia/Kabul
  • د مقاومت او پایدارۍ ورځ

په ځینو هیوادونو په تیره بیا تمدن جوړونکو هیوادونو کښې داسې ورځې او ځایونه شته چې په تاریخ کښې تل پاتې شوې دي او د هغه ولس د ویاړ او سرلوړۍ لامل شوی دی. دغه ورځې او ځایونه د ایران د تمدن جوړونکي ولس په تاریخ کښې لږ نه دي. په دغو کښې یوه ورځ د ایران په سویل کښې د دزفول ښار د خلکو د مقاومت د یاد د درنښت لپاره ده.

د مۍ میاشت د ایران د خلکو د مناسبتونو په کال هنداره کښې یوه مهمه میاشت ده. د ایران په جنوب کښې د خوزستان ولایت خلکو په تیره بیا ځوانانو په ۱۹۸۰ میلادي کال کښې خپل نوم د ایران د حماسه پنځونکو او تاریخ جوړونکو خلکو په تاریخ کښې ولیکه.

د مۍ د میاشتې ۲۳ نیټه چې په ۱۹۸۲ کال کښې د بعثي تیري ګرو له نیواکه د خرمشهر د آزادۍ ورځ ده، د ایران د خلکو د تاریخ سازو مناسبتونو په کال هندراه کښې د مقاومت او بریالیتوب په ورځې نومول شوې ده. د مۍ د میاشتې ۲۴ نیټه هم د صدام رژیم د لرواټنه توغندیو په وړاندې د دزفول د خلکو د مقاومت د یاد د لمانځنې لپاره د مقاومت او پایدارۍ د ورځې په نامه ثبت شوې ده.  بلد الصواریخ یا د توغندیو ښار هغه عنوان و چې عراقیانو د تپلي جنګ په اوږدو کښې د دزفول مقاوم او شهیدپال ښار ته ورکړی و.

*/*/*/*/*/*/*

کله کله به ۹ میټري توغندوي په درې میټره پلنې کوڅې کښې لګیدل او کله کله به یو ځاې څوڅو ځلې له خاورو سره یوکیده. په دغه ښار کښې د خپل وطن په دفاع کښې د خلکو پیوستون او هوډ په عملي توګه نندارې ته وړاندې شو. د تپل شوې اته کلنې جګړې په دوران کښې په دزفول باندې ۲۰۰ توغندي او څو زره د توپونو ګولې ولګیدلې. که دزفول ښار د سل کیلومیټرۍ په شعاع سره په نظر کښې ونیسو نو پکار وه چې په دې دومره ډیرو توغندیو او توپونو او هوايي بمباریو سره له خاورو سره سم شوی وی خو ولې داسې ونه شول؟ وجه یې له هرې بمبارۍ او توغندي وروسته ډیر په چټکۍ سره د ورانو شویو کورونو او ودانیو دوباره جوړول او رغول و. د ښار چارواکو فیصله کړې وه چې په هر ځاې باندې به حمله کیدله سمدستي به یې بیارغاونه کیدله. په دزفول کښې د توغندوي د حملو او د هوايي بمباریو په اوج کښې سینما جوړه شوه او افتتاح یې هم وشوه. د دغو ډیرو حملو او بمباریو په دوران کښې زرګونه کسان شهیدان او زخمیان شول خو له دغو ټولو سختیو سره سره د دښمن د بمباریو او توغندیو لاندې ژوند دوام درلود. د میزایلونو تر باران او بمباریو لاندې د دزفول د خلکو ژوند د هغو جنګالیو لپاره د زړه او روحیې قوت و چې د ایران له ډیرو سیمو څخه خوزستان ته ورغلې وو څو د تیري ګرو په وړاندې د خپل هیواد دفاع وکړي.

په اته کلن تپلي جنګ کښې د کلیو او ښارونو له ویشتلو او بمباري کولو څخه د صدام د بعث رژیم یو هداف له بعثي دښمن سره د مقابلې لپاره د ایران د خلکو د ارادې او مقاومت ماتول وو.

*/*/*/*/*/*/*/

د صدام بعثي رژیم د ایران په خاورې باندې د تیري له پیلولو وروسته په یو نیم کال کښې د جنګ په میدانونو کښې له پرله پسې ماتو سره مخامخ شو. که د صدام له بعثي رژیمه په وسله وال، مالي، اطلاعتي، لاجسټکي او انساني ملاتړ کښې د ختیځ او لویدیځ دواړو بلاکونو د ۵۸ هیوادونو ملاتړونه نه وی نو دغه رژیم د خپل هیواد په دفاع کښې په ایراني انګیزې سره د جنګیالیو په وړاندې د مقاومت توان بایللی و او دغه جنګ به اته کلونه نه اوږدیده.

صدام فکر کوه چې په ختیځ او لویدیځ دواړو بلاکونو کښې د خپلو ملاتړو له خوا په ایران باندې له بندیزونو سره هم مهاله د کلیو او ښارونو په ویشتلو سره جنګ په خپله ګټه بدل کړي. په هم دې وجه په ایران باندې د صدام د بعثي رژیم د تیري له پیلیدو درې کاله وروسته د ښارونو جنګ د صدام لپاره په یوې مهمې سټراټیجۍ بدلیده. هر څومره چې د تیري له پیلیدو وخت تیریده او بعثي پوځ له سختو ماتو سره مخامخیده، په ښارونو باندې د صدام د بعثي رژیم حملې به هم دومره پراخیدې. د صدام ملاتړو به هغه ته د لازیات واټن ویشتونکي و پرمختللي توغندي ورکول چې د ایران لازیات ښارونه پرې وویشتې شي. د ایران خلک هم پوهیدل چې د جنګ په ډګرونو کښې له هرې بریا وروسته باید د صدام د بعثي رژیم د توغندیو او د جنګي الوتکو د حملو په تمه ووسي.

دزفول ښار له دې امله د مقاومت او پایدارۍ سمبول شو چې له نورو ښارونو پرې ډیر توغندوي بریدونه او بمبارۍ وشوې. په هم دې وجه په ایرانۍ کال هینداره کښې یوه ورځ د دغه ښار په نامې نومول شوې ده. د ښارونو له جنګ سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي طرحې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاورې باندې د صدام د بعثي رژیم د تیري له هم هغه دریم او څلورم کلونو پیل شوې. هر هیواد چې له تیري او ګواښ سره مخامخ وي باید خپله دفاع وکړي او د هر ګواښ په وړاندې خپل امنیت تامین کړي. د ایران اسلامي جمهوریت د دنیا په هر ځاې کښې له دغې قاعدې پیروي کړې او هغو محدودیتونو ته په پام سره چې د صدام د بعثي رژیم ملاتړ د ختیځ او لویدیځ په دوو بلاکونو کښې لرواټنه توغندیو ته د لاسرسي لپاره یې رامینځته کړې وو، د توغندیو د جوړولو د ټیکنالوجۍ د لاسته راوړلو په تکل کښې شو. د ایران ځوانو او هوښیارو ماهرانو په دې ډګر کښې ډیر زر سترې کامیابۍ ترلاسه کړې. مینځ واټنه او لرواټنه توغندیو ته د ایران له لاسرسۍ وروسته د عراق ډیر ښارونه د ایران د میزایلونو په شیشت کښې راغلل.

د ایران اسلامي جمهوریت د ښارونو د جنګ د ختمولو لپاره د صدام له بعثي رژیم سره له ورته مقابلې پرته بله لاره نه درلودله خو ایران د صدام د رژیم په اپوټه دغه کار ونه کړ. ایران په خپلو توغندوي حملو کښې یوازې پوځي او صنعتي اهداف به نښه کول او لپاره د دې چې په دغو حملو کښې ملکي وګړو ته تاوان ونه رسیږي، د عراق په پوځي او صنعتي اهدافو باندې د توغندیو له ورولو څو ساعته مخکښې به یې د حملې ځاې او وخت اعلانوه او دا هغه کار و چې د تاریخ په هیڅ جنګ کښې یې مثال نشته.

*/*/*/*/*/*/

د تپلي جنګ له ختمیدو ۲۹ کال پس لاهم د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف پوځي ګواښونه شته دي. د اسلامي ایران سیمه ایز او له سیمې بهرو دښمنانو د ایران خلاف له پوځي ګواښه لاس نه دی اخیستې. حتی د ایران د اسلامي جمهوریت ترټولو ستر دښمن یعنې امریکا په فارس خلیج کښې پوځي مشقونه او مانوره ترسره کوي. د امریکې حکومتي چارواکي له ایران سره په مقابله کښې لاهم پر میز د پوځي انتخاب خبره کوي.

کومه بودجه چې د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ایز دښمنان په پوځي چارو لګوي، د ایران د اسلامي جمهوریت څو چنده ده. نو په داشان حالاتو کښې دا د ایران د اسلامي جمهوریت جوت حق دی چې ځان د لرواټنه توغندیو په شمول په ډول ډول وسلو سنبال کړي. د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ۴۰ کلن عمر کښې یو تپل شوی اته کلن جنګ تجربه کړی دی. د جنګ له ختمیدو ورسوته هم د ایران اسلامي جمهوریت د سلطه غواړو قدرتونو په وړاندې د اودریدنې او مقاومت په خاطر تل له پوځي ګواښ سره مخامخ دی.

که د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع قدرت نه وی نو دښمنانو به یې ورباندې له حملې ډډه نه کوله. د ایران له بوږنونکي او نه اټکلیدونکي ځواب څخه ویره په دې هیواد باندې د پوځي حملې یو مهم خنډ دی. امریکې او انډیوالانو یې لکه څنګه چې د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام او یا د بشري حقوقو یا د ډیموکراسۍ په شمول ډیرو موضوعاتو کښې دوه ډوله چلند کړی و حتی د ایران په وړاندې یې د لیبرل ډیموکراسۍ اصول چخڼي کړي دي، د دفاع په موخه د ایران د پوځي او دفاعي پروګرامونو پراختیا نه زغمي او په مختلفو بهانو، د ایران د اسلامي جمهوریت د جنګ غواړي ښودلو په لړ کښې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې که له دویم نړیوال جنګه وروسته د جنګونو تاریخ ته یوه کتنه وشي نو هیڅ هیواد د امریکې هومره جنګ غواړې نه موندل کیږي. په هغو جنګونو کښې چې امریکې له دویم نړیوال جنګ نه وروسته پیل کړل، لکونه ملکي وګړي په کښې وژل شوي او بې کوره شوي دي.امریکا په دغه شان تورې کارنامې سره په نړۍ کښې د صلحې غوښتنې مدعي ده او یوازې د توغندوي ازموینې په خاطر چې صرف د هیواد د ساتني، دفاع او امنیت په لړ کښې جوړ شوي دي، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د نړیوالو بندیزونو په دوام کښې ده.

هم هغه ډول چې د دزفول خلکو د اته کلنو بمباریو او توغندوي حملو په وړاندې د ایراني ولس د مقاومت او اودریدنې د سمبول په توګه پرې نه ښودل چې د ایران یو لویشت خاوره د بعثي تیري ګرو په نیواک کښې پاتې شي، د ایران نور خلک هم د اسلامي انقلاب د دښمنانو د ټولو دباؤنو په وړاندې کلک ولاړ دي او پرې به نږدي چې څوک د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د حملې فکر هم وکړي.

د میزایل سیسټم په شمول د ایران د پوځي پروګرام پراختیا یوازې د خپلو دښمنانو له پوځي ګواښونو سره د مقابلې په لړ کښې د خپلې دفاع لپاره دی.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی 

 

 

ټیګونه