د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i104704-د_رهبرۍ_له_نظره_په_سیمه_کې_د_پایداره_امنیت_مولفې
د رهبرۍ ستر مقام او د ټولو قواو معظم قوماندان حضرت ایت ا... خامنه ای د دغو ګواښونو په ځواب کې فرمایلی دي ، صیهونیست رژیم زمونږ اصلی دښمن ندې هغه حتی د ایران د اسلامی جمهوریت په انداز کې ندې او پوهیږی او که نه پوهیږی نوپوهه دې شی چی که کومه تیروتنه یې وکړه نو تل ابیب او حیفا په له خاورو سره خاورې کړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې

د رهبرۍ ستر مقام او د ټولو قواو معظم قوماندان حضرت ایت ا... خامنه ای د دغو ګواښونو په ځواب کې فرمایلی دي ، صیهونیست رژیم زمونږ اصلی دښمن ندې هغه حتی د ایران د اسلامی جمهوریت په انداز کې ندې او پوهیږی او که نه پوهیږی نوپوهه دې شی چی که کومه تیروتنه یې وکړه نو تل ابیب او حیفا په له خاورو سره خاورې کړو .

لویدیځه اسیا له شلمې پیړۍ حتی له هغه مخکې په عامه توګه د نړیوال اقتصاد لپاره په حیاتی اهمیت او په ځانګړی توګه د پراختیایی اقتصادونو لپاره د سټراټیجیکې سیمې په توګه پیژندل کیده.

دغه سیمه د جیو اکنامیک ځانګړتیاو تر اغیز لاندې د امنیتی چیلنجونو د ظهور لپاره یو چاپیریال دی .  ځو په دې زمینه کې پایداره او اصلی عوامل بهرنی سرچینه لری . په یوه کلی کتنه کې د ۲۰۱۱ ترناارامیو په دغو کې زیاتره چیلنجونه او همداراز د سیمې داخلی او بهرنیو لوبغاړو ترمینځ له شخړو سرچینه اخلی . په عین حال کی د ۲۰۱۱ کال نارامیو په سیمه کې د چیلنجونو او ګواښونو تازه اړخونه زیات کړل .

په دغه بدلون کې په حساسو سیمو کې په نفوذ کې نوی نقشې او طرحې ، بدلون ، هویت ، کلتور او د ملتونو ګټو ته تاوان رسولو او د هغو شاته پاتی کول د بهرنیو لاس وهونکیو په ایجنډه کې راغلی دی . په دغو خوځښتونو کې له پخوا راهیسې اسراییلو ، امریکا او انګلستان ترمینځ پراخې ملګرتیاوې موجودې دي .

دوروستۍ نیمې پیړۍ تاریخ ښی چی په لویدیځه اسیا کې د اسراییلواو امریکا امنیتی ضد او جاسوسی او وران کاره اقدامات د جاسوسو عناصرو او عواملو د نیغ په نیغه نفوذ په شمول بیلا بیلې رودې ، له معاندو ډلو د استفادې په خاطر مالی مرستو ورکول ، د داخلی بلواګانو د رامینځته کولو لپاره  له دوکه خوړلیو کسانو استفاده ، د داخلی امنیت او اقتصاد کمزورتیا او د روانی جنګ سختول تعقیب کړی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

صیهونیست رژیم د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې  له نیل تر فراته په چټی ارزو سره هره ورځ تیری ګری کوله تر څو نیول شوی ټاټوبی پراخ کړی خو د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره  د صیهونیست رژیم په وړاندې ستر بند رامینځته شوی دې . صیهونیستانو له دغه مذبوت بند د تیریدا لپاره یولړ نقشې اجرا کړی او د ګډوډونکیو اقداماتو په ترسره کولو سره یې هڅه کړی ده  ایران او سیمه له امنیتی چیلنجونو سره مخامخ کړی .

د مستندو راپورونو په اساس د سی ای اې په مرکزیت د امریکا جاسوسی شبکې له موساد سره په غږملتیا سره د عراق او سوریې د ویشلو ، مذهبی او قومی اختلافاتو د رامینځته کولو او نسکورونکیو اقداماتو سره هدفونو ته د رسیدا لپاره په وروستیو دو لسیزو کې خپل فعالیتونه زیات کړی دی . اسراییلو همداراز هڅه کړی ده د قفقاز او درستې اسیا کې خپل شتون او فعالیت پیاوړې کړی اود ایران په شاوخوا کې  په سیمه کې په نفوذ زیات کړی .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په سیمه کې د ناامنۍ او فتنې په رامینځته کولو کې د اسراییلو رول ته په کتنه کې د مسلې جرړو ته توجه لری .  هغو په دې زمنیه کې په یو لړ ویناو کې د دغه حقیقت په یادولو سره چی صیهونیستانو له لومړۍ ورځې فلسطین د ترهه ګرۍ په اډې بدل کړ ، جوتوی اسراییل یو هیواد نه بلکې د فلسطیمی ملت ادو نورو مسلمانو ملتونو پرضد د ترهه ګرۍ مرکز دی . پر دې اساس  له هغه سره مبارزه  له ظلم او ترهه ګرۍ سره مبارزه او د ټولو دنده ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د قدس شریف د برخلیک او د فلسطین په مسلې کې د مسلمانو هیوادونو د غږملیتاو په زیاتولو په ټینګار سره جوتوی ، دغه غږملتیاوې د صیهونیست دښمن او د هغه د امریکایی او اروپایی ملاتړو کابوس او خپسکه دی او د پیړۍ معاملې ناکامه طرحه او له غاصب رژیم سره د څو کمزورو عربی هیوادونو د اړیکو د عادی کولو لپاره هڅه  له دغه کابوس او خپسکې د تیښتې لپاره هلې ځلې دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د رهبرۍ ستر مقام د فلسطینانو په ګټه د قواو د انډول له بدلیدا د هیله منونکیو بیلګو او د صیهونیست رژیم د هر اړخیزو او ژور ې کمزورتیا په یادولو سره وفرمایل صیهونیستی پوځ چی ځان د هغه پوځ په توګه معرفی کاوه چی هیڅکله ماته نه خوری ، نن په هغه پوځ بدل شوی دی چی د بریالیتوب رنګ به ونه وینی .

د صیهونیسټ رژیم ماهیت  په وحشی ګری  ، جنګ او ویرانی ولاړ دی اړو تراوسه یې په همدې اساس خپل کار ته دوام ورکړې دې . خو اسراییل نور نشی کولې هغه څه چی په تیر وخت کې یې ترسره کول ، اوس هم ترسره کړی . اسراییل همدااوس د هویت له کړکیچه کړیږی او په خپل هویت پسې ګرځی تر څو خپل وجود وښی . اسراییل له  داخلی  ، سیاسی او ایډیالوجیکی  دړې وړې کیداسره مخامخ دی او هڅه کوی چی فضا وساتی .

د ایران پخوانی دفاع وزیر سردار دهقان  د ۲۰۱۷ کال په می میاشت کې له روسیا الیوم ټیلی ویژن سره په یوه مرکه کې وایی  له بده مرغه نن عربستان په سیمه کې د امریکا او اسراییلو په استازی بدل شوی ، په سیمه کې د امریکا شتون د هغو په پیسو سره ترسره کیږی . عربی هیوادونه او حتی عربستانباید پوهه شی چی نن امریکا د هغو په پیسو سیمې ته راغلی ده او د هغو په پیسو د اسراییلو امنیت تامینیږی . هغو دغې سیمې ته راځی چی وښی دغه سیمه ناامنه ده او په دغه سیمه کې د خپل شتون ضرورت توجیهه کړی . هغو وایی چی د امنیت په رامینځته کولو پسې دي  خو هغو هڅه کوی چی په سیمه کې ناامنۍ رامینځته کړی  تر څو په سیمه کې پاتې شی او ځان لپاره د وسلو ستر بازار رامینځته کړی .

د اسراییلو هیوم ورځپاڼۍ پوځی کارپیژاندې یواف لیمور د ایران پرضد د ترهه ګرو او ورانکارو اقداماتو کې د موساد د لاس درلودلو په رسمی اعتراف سره وایی  هغه څه چی شاهدان یې وو ، د هغه کړچار بدلون دی چی موساد په دوبی کې د حماس د یوه مشر محمود المبوح له ترور وروسته  په تیره یوه لسیزه کې ترسره کړ او فیصله یې وکړه چی د خپلو اصلی عناصرو د خطر منلو په کمولو سره د مامورانو پر ځای  له ګوډاګیانو په استفادې پسې شی .

دغه صیهونیست امنیتی او پوځی کارپیژاندی همداراز دغه ټکی ته اشاره کوی چی دغه اقدامات د امریکا حکومت  له حمایتی پوښښ پرته نه ترسره کیږی .

البته د صیهونیست رژیم مشران کله کله د استیصال له امله د ایران پرضد چټی ادعاګانې مطرحوی  او په خپل ګومان ایران ګواښی .

د رهبرۍ ستر مقام  او د ټولو قواو  معظم قوماندان حضرت ایت ا... خامنه ای د دغو ګواښونو په ځواب کې فرمایلی دي ، صیهونیست رژیم زمونږ اصلی دښمن ندې هغه حتی د ایران د اسلامی جمهوریت په انداز کې ندې او پوهیږی او که نه پوهیږی نوپوهه دې شی چی که کومه تیروتنه یې وکړه نو تل ابیب او حیفا په له خاورو سره خاورې کړو .