بسيج د انقلاب اميد
(last modified Wed, 24 Nov 2021 07:59:09 GMT )
Nov 24, 2021 12:29 Asia/Kabul
  • بسيج د انقلاب اميد

 ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولوسره د بسيج د هفتې په مناسبت د پروګرامونو د لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوي يوو. هيله لرو چې دا پروګرام مو هم په دې اړه د نورو پروګرامونو په شان د پام  او استفادې وړ وګرځي.

             د بسيج هفته د 1358 کال د ليندۍ په مياشت کښې د امام خميني (رح) د فرمان مطابق ددغې شجره طيّبه د بنياد اېښودلو ياد راوړونکې ده او په حقيقت کښې دغه انقلابي اداره په وروستيو څلوېښتو کلونو کښې د کلتوري، اجتماعي،روغتيائي،درماني،فوځي او سياسي وغيره په شمول په مختلفو اړخونو او ډګرونو کښې د ډېرو بدلونونو،برکتونو او کاميابيو منشاء وه او ده. په حقيقت کښې بسيج  په حزب اللهي، مومنو او انقلابي ځواکونو مشتمل دی چې د خدای ګران رسول (ص) د هغه حضرت پاک اهلبېت عليهم السلام په تېره بيا امام حسېن (ع) د ځان لپاره بېلګه او نمونه ګرځولي دي او کوشش کوي چې د معصومينو عليهم السلام سيرت، اخلاف او د ژوند طريقه په موجوده زمانه کښې متجلي کړي.

دې ټکي ته په پام سره له دې امله ضروري او د اهميت وړ خبره ده چې اهلبېت عليهم السلام په ټولو انساني او اسلامي خصوصيتونو کښې نمونه او مخکښ وو چې د مومنانو بلکه د بشري ټولنې د ټولو وګړو د مشکلاتو د هواري په لړ کښې هر اړخيزې او  نه ستړې کېدونکې هلې ځلې له هغو څخه دي او له دې لحاظه بسيجيان د معصومينو عليم الصلوات والسلام په پېروۍ سره خلقو په تېره بيا بې وزلو او محروميت ځپلو ته د خدمت رسونې  مخکښ دي.

         د خدای پاک  د مخلوقاتو خدمت د قرآن او اهلبېت اطهار عليهم السلام د تعليماتو په کلتور کښې زيات ارزښت او ثواب لري. حتی په روايتونو کښې د نورو لاس نيوی او د خلقو د چارو د غوټو پرانېستل د د مستحب حج او عمرې په شان عبادتي اعمالو په نسبت ډېر زيات ثواب لري. ارواښاد علامه کُلېني په کافي شريف کتاب کښې له امام جعفر صادق (ع) نه په يو روايت کښې نقلوي: ابان بن تغلب وائي: له امام جعفر صادق (ع) نه مې واورېدل چې وې فرمايل: « هر چا چې د خانه کعبې طواف وکړ ن خدای پاک ورلره شپږ زره نېکۍ ليکي او شپږ زره ګناهونه يې بخښي او شپږ زره درجات ورته عطاء کوي او شپږ زره حاجتونه يې پوره کوي.» بيا يې وفرمايل: «د يو مومن مشکل اسانول د دغه طواف لس برابره فضيلت لري.»

             بسيج د خپل ذاتي دندې له مخې هر وخت او هر ځای کښې ضرورت وي حاضر شوی او د خلقو د مشکلاتو د هواري لپاره د عمل په مېدان کښې حاضر وي او په دې لړ کښې يې له هيڅ تلاش او کوششه ډډه نه ده کړې. نن سبا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرموداتو له مخې هر هغه کس چې د اسلامي انقلاب د لوړ آئيډيالونو د ساتنې او د خلقو د خدمت کولو اندېښنه لري په بسيجيانو کښې شمېرل کيږي او له دې امله پکار دی وويل شي چې د ايران د اسلامي جمهوريت مقدس نظام د ملت د د داسې لسګونو ملين بسيجي وګړو اډاڼه لري چې په بسيجي روحيې او تفکر سره په مختلفو ډګرونو کښې د خدمت په رسونه بوخت دي.

بسيج له انقلاب نه پس په تېرو کلونو کښې اوښودله چې غېر معمولي توان لري او د بسيج جهادي ډلې د خلقو د خدمت په وړاندې کرښه کښې شتون لري. د بسجي جهاد پالو يو ماموريت د زلزلې په شان د ناڅاپو پېښو او طبيعي مصيبتونو په موقع چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ بې کوره کيږي او په خاصه توګه د يخنۍ په موسم کښې چې مشکلاتو دوه برابره کيږي  د ژوند لپاره د هغوي تپوس کولو او ورته په فوري توګه د امکاناتو او وسائلو رسولو په موقع شتون او حاضرېدل دي.

Image Caption

 

                 په دې ورځو کښې چې نړۍ د کورونا وائرسو له بحران سره لاس او ګرېوان ده او ټول خلق يو ډول له دغې بيمارۍ سره مخامخ دي، به ايران کښې بسيجي ځواکونه او جهادي ډلې د دغې بيمارۍ له خپرېدو څخه د مخنيوي او کنټرولو په هدف د سلامتيا د خدماتو په وړاندې کولو سره له مختلفو لارو کوڅو او ودانيو په ضدعفوني کولو او د ګندګۍ په ختمولو بوخت  دي.

بسيجيان د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د شهيد قاسم سلېماني د منصوبې په قالب کښې د بيمارانو په پېژندلو،د هغوي د حال په ښۀ کولو او ورته د خدماتو په رسولو لګيا دي او ځانونه د خلقو خادمان او خدمتګزاران بولي او بې له شکه په خلقو له احسان کولوپرته د خدمت کولو فرصت د خلقو له ټولو خدمتګزارانو سره الهي توفيق دی. بسيج د اسلامي انقلاب د زېږېدونکي او د کورونا د خپرېدو له هماغه پیله د ګواښونو په فرصت بدلونکي  په توګه ، خلکو سره د  مرستو  رسونې په هماغه لومړنۍ کرښې  کې دي  او  د ولسی بسیجیانو  کارندوالی  ئې  د عمل په ډګر کې نندارې ته وړاندې کړی دی .  د بسیج  د واکسینشن  مرکزونه، له انساني توان  او د طبي علومو  له پوهنتونونو څخه په مرسته اخستنې  او تجهیزاتو څخه په ګټه پورته کولو  سره ، په ټول ظرفیّت سره د خلکو په خدمت کې دي.

  د بسیجي  او جهادي ډلو  په لاس د مومنانو د مرستو مانوره،د خدمت رسونې  یو بل مثال دی  چې په دنیا کې بې مخینې دی .د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د روژې په مبارکې میاشتې کې پخپلې یوې وینا کې د اړمنوکورنیو لپاره  د اقتصادي او معیشتي پيکیجونو برابرول،د اسلامی حکومت لوازمات   وبلل  دغه مرسته رسونې ئې  ؛مومنانه مرستې  او ؛مواسات وبلل .په اړمنو کورنیو  دڅو زره  معیشتي پيکیجونو ویشل ، او د ژوند د لومړنیو ضرورتونو  د یوې برخې تامینول  ټول هغه کارونه دي چې د کرونائي بحران په سختو شپو ورځو کې  ئې د خلکو لپاره ژوند  تر یوه حده  ښه کړی او  د دوي اقتصادي اندیښنې ئې هم تر ډيره حده  کمې کړي دي .

  مومنانه مرستې ،د مخلصو بسیجیانو په چورلیزتوب سره  د خدمت رسونې یو او  دانقلابي شونې  مصداق  دی ،هغه  مهال چې  جهاد پال بسیجیان  د خلکو او  شتمنۍ لرونکو ترمینځ د نښلونې  په کړۍ  بدلیږي ، څو د کم برخمنو او  اړمنو کورنیو  د  احترام ، حرمت او منزلت  د ساتنې  او دعزت ترکماله  محفوظ ساتنې سره  دوي ته مرستې  رسوي .  د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود  دغه فرمایش ،یعني  ؛ مواسات او یوزړتوب ؛  دایران په اسلامی جمهوریت کې  یوه لویه حماسه  وپنځوله او  په یوه عمومي غورځنګ بدل شو  چې   ورځ تر بلې  پراخ او پیاوړی شوی دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د بسیجیانو په ټول کې پخپلې یوې وینا کې فرمائيلی دي ؛بسیجي،د لوړ او ارزښتمن عنوان دی،بسیجي،یعني ایماندار زړه،مغز متفکر،د هغو درستو ډګرونو لپاره تیار،چې یوه دنده  انسان  هغو ډګرونو ته وربولي.  دا د بسیجي معنا ده . درست ځوانان ، ټول انسانان او درست ښځې او سړي چې  په دغه هیواد کې  ئې د ایمان په نور سره زړونه ځلیږي او منور دي،د هغه ستر مسئولیّت په وړاندې چې د ایران دملت پر اوږو کیښودل شوی دی دنده احساسو کوي.هرچرته چې کار کول وي خپله دنده ئې ګڼي او بسیجي انسان د دندې په هغه ډګرکې بیا حاضر  وي ::::  

 دوي همداراز  فرمائي ؛ په اسلامی جمهوری نظام کې ، حقیقتا ،  د ویاړ خبره ده ،  ځکه خدمت د الهي  رضا لپاره او  له ولس سره د مرستې لپاره  او د  اسلامی نظام  دپياوړي کولو لپاره  یو خدمت دی .  پر دې اساس په دغه نظام کې خدمت کول ، یو ویاړ دی .  له هغو ټولو احساساتو ، تصوراتو او  مرستو له مهمه ،  او لوړه خبره دا ده چې  انسان کله  خدمت کوي ،نو احساس کوي  ، ددین خدمت  کوي ،  داسلام خدمت کوي ::::: 

Image Caption

 

                هغه خداي غواړی او مخلص بسیجیان، چې  د جنګ په جامو کې نه ،بلکې  د مینې او مهربانۍ په جامو کې  دخدمت رسونې لپاره تیار دي  او حتی  خپله تر ټولو ارزښتمنه شتمنۍ چې  هماغه ژوند ئې دی ،  د خپل وطندار  د ژوند د ژغورنې لپاره پرې سترګې پټوي ، تر دې دمه هم شته او هیڅ فرق نه کوي ، چې  څه عمر لري  او په کومې سیمې کې ژوند کوي ، لکه  د علی لندي په شان کسان ،    هغه پنځلس کلن  اتل ځوان چې  په خوزستان کې د ایزه سیمې  اوسیدونکی ؤ ، څه موده مخکې ، له دې وروسته چې   دګاونډي  کور اور اخستی ؤ ، د وو زیات عمرلرونکو  میرمنو دنجات لپاره  هغه کور ته چې پکې د اور لمبې پورته کیدې ، ورغی او بریالی شو ،  هغه دواړه ښځې د اور له لمبو وژغوري ، خو  پخپله  داور د لمبو  له امله سخت ټپي کیږي او بلاخره خپل ژوند  له هغو قربانوي .

 خداوندمتعال  په قرآن کریم کې د مومنون سورې  له ۵۷تر ۶۱ پورې په آیتونو کې د مومنانو لپاره یوه خاص ځانګړنه معرفي کوي  او په نهایت کې  دوي د خیر په کار کې بریالي او مخکښ کسان ګڼي او فرمائي ؛

إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ ﴿۵۷﴾ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۸﴾ وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ ﴿۶۰﴾ أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ ﴿۶۱﴾

؛هغه کسان چې د خپل پروردګار لره ویریږي  او دوي چې د خپل پروردګار پر آیتونو ایمان راوړي او هغه کسان چې له خپل  پروردګار سره شریک نه کوي  او هغه کسان چې  نهایتا  د عبادتونو  په ترسره کولو کې  کوشش کوي ، خو  په عین  حال کې  زړونه ئې له ویرې ډک  دي له دې چې  د خپل پروردګار په لور  بیرته ستنیږي . دغه شان کسان دي چې  په خیرات کې بیړه کوي او  له نورو مخکې کیږي .:::: 

   د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه ولو ددغه مطلب وخت هم پاي ته رسیږي،په پاي کې د تیر په شان لاس په دعا کیږي اوپه صحیفه سجادّیه کې د حضرت امام سجاد علیه السلام   شپږویشتمه دعا ته مخه کوو  چې د مخلوق دخدمت  کونې ددیناوي او اخروي  آثارو  او دډیرو زیاتو ثوابونو په باب  دی،نو راځئ  چې دغه دعا د پاک پرودرګار په درګاه کې  ولولو ، نو لاس په دعا کیږو او زمزمه کوو  دغه په زړه پورې دعا؛ ائ لویه خدایه! پر محمد او د هغه پر آل درود واستوه او زما په لاس دخلکو لپاره د خیرښیګڼې کارونه رونان کړه  او داسې چې  په منت او احسان کولو سره ئې راته باطل نه کړې  او  لوړ خوئ  راته عنایت کړه او له کبر او غرور ه مې وساته ، .... ائ خدایه ! پر محمد او د هغه پر آل درود او سلام واستونه  او  زما روح  د خپلو غوره بندګانو  په زیور وپوښه او  له تقوا مې برخمن کړه  څو وتوانیږم   د فضل او کمال په لاره کې  له نورو مخکښ شم  او خپل زیات مال او دولت  د اړمنو په خدمت کې ډالۍ کړم . :::::

 

 

 

 

(سیماب)

*********************************************

 

ټیګونه