د یلدا شپه
د یلدا د شپې په مناسبت یوې ځانګړې لیکنې سره حاضر شوي یو او په همدې مناسبت درته مبارکي وایو.
بسم الله الرحمن الرحیم، د اسمانونو او ځمکې او د ورځې، میاشتې او کال د خدای او د تیرو او راتلونکو ټولو مخلوقاتو د خدای په نامه. ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم.
مونږ انسانان دا عادت لرو چې پخواني او لرغوني شیان د منونو او ټنونو خاورو له لاندې نه راوباسو. کله چې د لرغونو شیانو او عتیقو خبره کیږي نو زمونږ په ذهن کښې داسې مات ګوډ او پخواني له خاورو ډک شیان راځي چې نور د استعمال وړ نه وي پاتې. هغه باید په میوزیمونو کښې په ډیر احتیاط سره کښیښودل شي چې هسې نه په له مینځه تلو سره یې د انساني تمدن آثار ختم شي. لرغونکوټونه له داسې شیانو ډک دي چې د تیرو هڅوبونو ښودونکي دي. د هغو تمدنونو چې یا له مینځه تلي دي او یا د نننیو تمدنونو لپاره د مور او پلار حکم لري.
خو یو داسې پخوانی او لرغونی څیز هم شته چې اوس هم ژوندی دی او په حقیقي دنیا کښې یې تجربه کولې شو. هو بالکل! څو شیبې پس به درته ووایو چې دا کار څرنګه ممکن دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/
د دې تجربې د ممکن کیدو لپاره دومره بس ده چې باور وکړو چې تاریخ له ماتو لوښو او ورستو شویو هډوکو زیات دی. د تاریخ ځینې داسې برخې دي چې په پوره هوښیارۍ سره یې ځان زمونږ په ننني ژوند کښې ځاې کړی دی او تل راسره مل دي. بې له دې چې مونږ یې د تاریخ یا د تاریخي چارو په توګه وپیژنو، زمونږ ترڅنګ ژوند کوي او یا حتی زمونږ ژوند ته شکل ورکوي. دا د تاریخ هغه مهمې برخې دي چې ګوندي زمونږ پلار نیکونو د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره ساتلې دي. دغه برخې هره څه موده پس د یو جشن په توګه راڅرګندیږي او زمونږ د ژوند د نن سبا رنګ و بوی بدلوي.
په دغو تاریخي برخو کښې یوه هغه اووه زره کلنه پخوانۍ برخه ده چې هر کال د ژمي د موسم په اوله شپه تکراریږي. د دغې برخې نوم (یلدا) دی.
پخوانيو خلکو دا باور درلود چې د یلدا په شپه ځینې داسنې تر خاورو لاندې راټوکیږي او له هغه وروسته ورباندې لمر هره ورځ لازیات لګیږي تر دې چې سر له خاورې راوباسي. په حقیقت کښې د یلدا یا د چله شپه هغه ده چې پاې یې، د لمر د بیا زیږیدو لپاره یو پيل دی. له دې امله چې زمونږ مشرانو به د خپل ژوند چارې په کرهڼې چلولې، دا شپه د هغوي لپاره ډیره مهمه وه. دومره مهمه چې تر سهاره به ټول په ګډه ویښ پاتې کیدل او په مختلفو طریقو به یې خوشالۍ کولې.
د تاریخ په ځینو پړاؤنو کښې د یلدا د شپې جشن دومره مهم شو چې له مخې یې حتی د (مهر پرستۍ یا د لمر د پرستش او منلو) آیین جوړ شو او دغه شپه یې د مهر یا همهغه د لمر د زوکړې شپه ونوموله او هغه یې د نوي کال پیل وټاکه. بیا وروسته په زرتشت دین کښې د مهر پرستۍ آیین په میټرایزم او د هندوانو په افکارو کښې جرړه وکړه، داشان چې هغوي د لمر خدایان ترټولو پياوړي خدایان وبلل.
مهر پرستي حتی په عیساییت کښې هم څرګنده شوې ده او ځیني په دې عقیده دي چې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې شپه د مهر پرستۍ په آیین کښې همهغه د لمر د زوکړې شپه ده او د نوي میلادي کال د پيلیدو جشن هم د ژمي د پيلیدو په وجه دی.
په دې توګه پيړۍ پيړۍ ډیرو انسانانو خپل ژوند په دې بنیاد برابر کړ او په هم دې باور او عقیده هم مړه شول، خو نن سبا دا پيښه یعنې د کال ترټولو اوږده شپه زمونږ لپاره یوازې یوه معنا لري او هغه، د خپلو خپلوانو ترڅنګ یوه له خاطرو د ډکې او په یاد پاتې کیدونکې شپې تیرول دي. د لازیات یوځاې پاتې کیدو لپاره یو فرصت حتی که د یوې دقیقې په اندازه زیات وي. په ایراني کورنیو کښې په ګډه شپه تیرول ډیر دود دي په تیره بیا هغه وخت چې د کورنۍ اصلي کار کسب، کرهڼه وي او موسم هم د ژمي وي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
د پخوا وختونو خلک چې د ژوند اصلي چارې یې په بزګرۍ او کرهڼې چلیدې او د کال په اوږدو کښې د موسمونو له تیریدو او د طبیعي تضادونو سره بلد وو، د تجربې او د وخت په تیریدو سره وتوانیدل چې خپل کارونه او فعالیتونه د لمر په څرخیدو او د موسمونو په بدلیدو او د شپې او ورځې په اوږدیدو او لنډیدو سره او د ستورو په لور او حرکت سره برابر کړي. په دې اقداماتو کښې به هغوي لیدل چې په ځینو ورځو او موسمونو کښې ورځې ډیرې اوږدیږي او په نتیجه کښې، په دغو ورځو کښې د لمر له رڼا او تاودوخې ډیره استفاده کیدی شي. دا باور رامینځته شو چې د لمر رڼا د نیکۍ نښه ده. په همدې وجه به هغوي د مني یا خزان په وروستۍ شپه په خپلو کرهڼیزونو ذخیرو او میوو سره چې په زحمت سره به تر دې شپې سالمې او روغې پاتې وې لکه انار، هندوانه او وچې میوې چې هره یوه یې د نیکۍ او خوشالۍ یوه ځانګړې نښه ده، د یلدا جشن لمانځه.
د ایران خلک له یلدا څو ورځې مخکښې خپل کورونه سموي او له میوې او شیرینۍ یا مټایۍ واخلې تر وچې میوې پورې د دې جشن د اړتیا وړ شیان برابروي. د ښار سړکونه یو تازه رنګ او بوی اخلي او خلک خوشالیږي. د یلدا د شپې لپراه چې کومه وچه میوه برابري په هغې کښې د هندوانې او کدو زړي او کله کله د لمرپرست د ګل زړي، بادام، پسته او غوزان وغیره شامل وي. په میوو کښې هم انار او هندوانه د یلدا د شپې ضروري میوې ګڼل کیږي او خلک باوري دي چې د دې میوو خوړل په ټول ژمي کښې دوي روغ رمټ او تاند ساتي او له ناروغۍ او افسردګۍ یې ساتي. د دې شپې یو مهم خواړه هم د اختر د شپې په شان سبزي پلو او کب دی.
په حقیقت کښې یلدا د سره راغونډیدو او د کور نۍ د درنښت لپاره یوه پلمه او د ښادۍ او له یوبل سره د مهربانۍ یو فرصت دی. په همدې وجه ایرانیان دا فرصت غنیمت ګڼي او د یلدا د شپې جشن د نیا نیکونو او مور او پلار په شان مشرانو په خوا کښې ترسره کوي.
د یلدا د شپې یو بل دود چې له پخوا څخه په زیاتره کورنیو کښې موجود دی، د کرسۍ برابرول دي. کرسي له یو څلورګوټه لرګین چوکاټه او یوې سترې بړستنې جوړیږي چې د ګرمولو لپاره پکښې یو د سکرو یا سکروټو لوښی یا د بریښنا هیټر ایښودل کیږي. د ګرمولو دا دودویزه کرسۍ د یلدا د شپې یوه نه بیلیدونکې برخه وه خو په ماډرن ژوند کښې د کور ګرمولو د نویو وسایلو په راتلو سره یې نن سبا استعمال کم شوی دی. البته د ایران په ځینو سیمو په تیره بیا کلیو کښې لاهم د ژمي په پيلیدو او معمولاً د یلدا له شپې څخه، کرسۍ برابریږي او د ژمي تر پاې پورې موجودې وي.
کورنۍ په دغه شپه د یلدا خوراکونه د کرسۍ دپاسه ږدي او خپله ترې چاپیره کښیني او د کرسۍ بړستن په پښو اچوي او تر سهاره خبرې کوي او شعرونه وايي او د نیا نیکونو قِصې اوري.
*/*/*/*/*/*
چې خبره د مشرانو د قصو راغله نو باید ووایو چې شعر او قصه ویل د ایران په کلتور او دود کښې یو ځانګړی اهمیت لري. د ژمي په سړو شپو کښې قصه ویل د کورنیو یو ساعت تیری پاتې شوی او داشان به د ژمي اوږدې شپې وړې ښکاریدې او له یوبل سره د کورنۍ د غړو د لازیات نزدې والي او صمیمیت یو فرصت به یې برابروه.
په ایران کښې په دې وروستیو سلیزو کښې له قصو ویلو سربیره د حافظ خوانۍ او د حافظ د شعرونو په کتاب کښې د فال کتلو رسم هم د یلدا د شپې په دستورو کښې ځاې پیدا کړی دی.
په ایران کښې د دې شپې له نورو رسمونو څخه یلدايي ډالۍ دي چې د کورنۍ ناویانو لپاره لیږدول کیږي. په دې ډالیو کښې وچې میوې، تازه میوې او همداشان کالي او جامې یا ټوکر شامل دي چې معمولاً په یوه خاص مجمه کښې په ښایسته توګه ایښودل کیږي. د ناوې یا اینګور کورنۍ هم د مننې په توګه په همهغه مجمه کښې د زوم د کورنۍ لپاره یوشمیر ډالۍ لیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی