د سباؤن لسیزه
(last modified Sat, 29 Jan 2022 09:53:03 GMT )
Jan 29, 2022 14:23 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سباؤن لسیزې نومې لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده ترپایه راسره ملیتا وکړئ .

 دوستانو په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره، ګواکې د نړۍ په فضا کې یوه نوي چغه پورته شوه .د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمنینی ،پر هغه ماډرن جاهلیّت داسې برلاسه شو چې  پرحکومتی ارکانو ،اورګانونو ادارو او شاوخوا لکه چې ددیمک (موریانه) خور شوی ؤ .داسې ماډرن جاهلیّت چې  پکې،د ژوند پر چاپيریال ئې دانساني  د نفساني خواهشاتو اوغضب ځواک غلبه کړې او حاکمیّت ئې پرې درلود  او ارواښاد امام، د الهي نبیانو په څير دخداي د دین په احیاء او په ټولنې کې د الهي فرمانونو حاکمّیت ته مخه کړه.

 جاهیّت نه یوازې د علم او پوهې د نه شتون په معنا نه دی  ،بلکې یو داسې پړاؤ دی چې پر انسانانو یو ډ ول په نفساني اونفسیاتي توګه  غلبه لري او له الهي فرمانونو څخه  په پيروۍ کې  د دوي د ځِل او سپين سترګیتوب سبب کیږي .جاهلیّت په مختلفو  پړاؤنو کې موجود وي ، چې ترټولو اصلي ئې ،د خداي د رسول (ص) له بعثته مخکې  دی او قرآن کریم هغه پړاؤ د ؛لومړني جاهلیّت په توګه یاد کړی دی .  دلومړي جاهلیّت په پړاؤ کې ، خلکو  له  خداي پرستۍڅخه په مخ اړولو سره ،پر بت پرستۍ او خپلو تعصباتو ټينګتیا کوله. په هغه پړاؤ کې  پر انساني کرامتونو باندې  جاهلیّت ، حماقت ځِل ، تاؤتریخوالي ، ګډوډیو ، لټۍ، نفساني خواهشاتو غلبه درلوده او  انسانیّت او اخلاق  په ټرټولو ټيټې سوئې کې وو . فسا او بد اخلاقۍ ، قومي اوقبیله وي تعصباتو ، ځان منامئ او په ځان فخر کول ، د ګاونډیانو کړول، د ښځو سپکاوي  او نورې ډیرې زیاتې بد عملونه او غیر اخلاقي کارونه  خپل اوج ته رسیدلي وو ،  تر دې چې یوه  پلار به  خپله لور  بې له کومې ګناه ژوندۍ دفن کوله  او پخپل کار به ئې ویاړ کاوۀ . په دغه وخت کې   خداوندمتعال ،د انسانیّت  او مهربانۍ او  د نور او رحمت له جنسه  یو پيغمبر ،مبعوث کړ .  حضرت محمد مصطفی(ص) پخپل بعثت سره ،د جهالت ځپلو خلکوځِل، فسات ، سخت تعصبات ،  او تباهي  بدله کړه او  دهغوي په زړونو کې ئې  د هدایت ډیوه بله کړه  او په دغې لارې کې ئې ډیرې سختیان ې وګاللې .

               حضرت محمد مصطفی(ص)  له جهالته  د ډکو  عقایدو  او افکاروپه ځاي  خدای پرستي ،ریښتنوالی ، امانت داري ، صله رحم ، کورنۍ ته  احترام ، له ګاونډیانو سره مهرباني ،  له حرامو او د یتمیمانو د مال له خوړلو  لاس نیولل ،  له فسات او بد اخلاقیو ډډه کول او د خداي بندګي کول ډالۍ کړل .  د خداي رسول (ص)  په صبر ،پخپلې مهربانۍ  او لوړو اخلاقو سره، د کافرانو له درستو کړونې او اذیت کونې سره سره ،  دمسلمانانو لومړنی مرکز  جوړ کړ .  او د د واحد  خداي پرستي ئې  پراخه کړه او له جنګ او تاؤتریخوالي پرته د پیغمبر  اکرم اسلامی حکومت بڼه وموندله .  خداوندمتعال د قرآن کریم  دجمعې سورې په دوهم آیت کې فرمائيلي دي ،    هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲﴾   

؛ او هغه څوک دی چې په خلکو کې درس نه وئيل شوی رسول ولیږۀ چې هغوي ته د هغه (خداي) آیتونه ورسوي او د دوي تزکیهّ وکړی او دوي ته د کتاب (قرآن ) حکمت ورزده کړي ،که څه هم  له دې  مخکې ګمراهي ښکاره وه . :::

 د خدای رسول (ص) یو خیر غواړی ، لارښونکی،انسان جوړونکی حکومت رامینځةکړ او انساني کرامت ئې ژوندی کړ او میرمن و ته ئې شرافت ډالۍ کړ او د تاؤتریخوالي په ځاي ئې مهرباني  راوسته او مسلمانان ئې دیوه بل وروڼه وبلل .جاهلیّت ،البته یوازې د پیغمبر د بعثت زمانې ته نه محدودیږي، بلکې په کلي توګه وخت په وخت انساني ټولنې د منطق،ښو ارزښتونو  له دایرې خارجوي  او انساني او معنوي ارزښتونه  څنګةکوي ، له جاهلیّت سره مخامخ شوي دي .

           د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د اسلامی انقلاب  څوارلس پیړۍ تیرې شوي وې ، او ماډرن جاهلیّتونه په درستې دنیا کې خواره وارۀ شوۍ وو . په ایران کې هم  پاچائي حکومت ټينګ ؤ پهلوي کورنۍ او له حکومت سره اړونده کسان د عش وعشرت او اشرافی ژوند په اوج کې وو په داسې حال کې چې حتی  په ديرو ښارونو او کلو کې  د ژوند لومړني امکانات هم نه وو ، پاچا  په داسې حال کې ځان مسلمان بالۀ چې علنا ئې له انګریز استعمار او روسته  له امریکائي جنایتکار استکبارسره ډير اړوندوالی درلودل  او د لویدیځ کلتور ته ئې ډيره ګروهنه درلوده . ددغه حکومت شعار ،په بشپړ ډول لویدیځي کیدل وو او پر ایران  دلویدیځي کلتور د تپلو لپاره چې زیاتره جمعیّت ئې مسلمانان وو ،هیڅ هڅه  نه سپمَوَله.ددغه جاهل تفکر یوه څرګنده نمونه ، د میرمنو له سرونو د څادر او حجاب په زوره لیرې کول وو .

 د فساد او بداخلاقیو.د شرابو د پيرپلور،جوارئ،د ډانسونو اوناڅا،د نشه ایزو موادو په تیره بیا په ځوانانو کې د نشې د مصرف او دغه راز د اداري فساد له ځایونو او مرکزونو سره اړونده  احصائیوښودنه کوله ،چې پهلوي نظام  قصدا،له اسلامی او دیني تعلیماتو سره د مخالفت او ضدیّت په لاره کې ډيرې زیاتې پيسې خرڅ کولې او په جاهلیّت کې،په بله معنا په د شهوت او غضب په حاکمیّت کې ډوب ؤ .

       د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي  دپاچا په وخت کې  د فساد په باب فرمائي ؛داسې تبلیغات کیدل چې خلک  به ئې بداخلاقیو ، عیاشئ او بې لارئيو ته کاږل . حتی په وروسته پاتې او بې وځله سیمو کې ،  داسې ځایونه چې  خلکو به د شپې لپاره ډوډۍ نه د رلوده ، هم ورته د عیاشئ او بداخلاقیو  لپاره یو ډول امکانات برابر وو .دا کار قصدا د پوهنتونونو ، د پوځ او پولیسو  او مامورینو د مرکزونو په څیر  د ځوانانو په چاپيریالونو کې ، نه تر دې حده چې د ځوانۍ د نفساني خواهشاتو طبیعي  غوښتې اندازه  وي . یوازې د  بوخت کیدا او د نسل د فاسد کولو لپاره ، زیاتیدل . کله چې د یوه نسل ځوانان فاسد اوککړ شي، نو نور هیڅ ملت وجود نه لري او بیا پکې هیڅ ډول مقاموت نه لیدل کیږ ي.

 د هیواد خزانه ، د خلکو هوساینې او  امکاناتو لپاره نه ،بلکې  ګواکې د پاچا شخصي حساب  ؤ او بې اندازې به ئې ورڅخه  اخستل ،د امریکا او انګلستان  له علمي موسیسو سره به ئې بې حده مالی مرستې،د خپلو اربابانو د خوشالولو  لپاره د پاچا یو ډول ډانسنګ ؤ . د شاهنشاهي  جشنونو  او په امریکا او اروپائي هیوادونو کې د ډيرو زیاتو بنګلو او ځایونو د اخستو لپاره بې اندازې اسراف،د هیواد له خزانې د پاچا و د هغه د کورنۍ ډير زیات مصرفول وو،په داسې حال کې چې په حکومتي پوهنتونونو کې،حتی دمحصیلیونو دلمونځ اداکولو لپاره یوه واړه شان نماز خانه هم نه وه .په دې مینځو میان کې  د امریکال او اسرائيلو  دغوښتې په نسبت د پاچا  اړوندوالی او پيّلتوب ، ولس او  روحانیّت لا غوسه کاوۀ.

ناڅاپي  د علوي سادات توکمه یو شخصیّت راپورته شو او له شاهنشاهي  نظام سره ظې خپل مخالفت اعلان کړ .دا شخصیّت  آیت ا... روح ا...خمینی ؤ . حضرت امام خمیني  وی داسې لوړروتبه فقیه ،عارف او عالم ؤ چې  دین ئې له سیاسته جدا نه ،بلکې  سیاست ئې یو دیني امر ګاڼۀ .

ارواښاد امام پخپلې لومړنۍ څرګندې  وینا کې ، پاچا رژيم  د بني امیه ؤ او یزیر  حکومته ته ورته وبالۀ. حضرت امام خمیني له خلکو وغوښتل چې ویښ دې شي  او پاچا ته ئې نصیحت وکړ ، چې  له ختیځ او لویدیځ  استعمار سره دې  له اړوندوالي  او دغه ر از د اسرائیلو له منحوس رژيم سره  دې له دوستۍ لاس په سر شي او د ایران پر ولس دې تکیه وکړي .د مسلمانانو ددغه لوي مرجع  له خوا دغې وینا ،پاچا سخت غبرګون ته اړ کړ او  له دې وروسته د خلکو او روحانیّت  ځپل او وژله د  رژيم  په ایجنډا کې  شامله شوه په پراخو لاریونونو  او مظاهرو کې په سلګونو ځونانان شهیدان شول ، خو د ایران مسلمان ولس مقاومت وکړ ، تر دې چې  دغه حسیني  غورځنګ بریالی شو . په  نهایت کې  له ایرانه د شاه په تښتې سره ، د حضرت امام خمینی په رهبرۍ کې اسلامی انقلاب کامیاب شو او د خلکو په ډيرو زیاتو رایو سره دایران اسلامی جمهوریت تاسیس شو .

دحضرت امام خمیني  لیدتوګې ، د پیغمبر اکرم(ص) او دهغه بزرګوار د اهل بیت علیهم السلام   له تعلیماتو او دقرآن کریم له متن څخه راپورته شوې  وې.حضرت امام خمینی چې یودیني او کرشمه اي یا هڅاند (Charismatic) شخصیّت  ؤ ، د الهي نبیانو په شان ئې د الهی فرمانونو  د احیاء او لوړاوي لپاره قیام وکړ . هغه دینی ولسواکي ، د اسلامی حکومت د بیلګې په توګه  نړیواله کړه او  د لویدیځ اومانزم فرهنګ او د ختیځ سوشلیزم مکتب  ئې چې د  هغه وخت زبرځواکونه  وو ،منزوي کړل .

 د حضرت امام خمینی په رهبرۍ او له هغه وروسته د آيت ا... خانه ي په مشرۍ  اسلامی انقلاب ،  د خپل ظهور له هماغه پیله تر دې دمه ، له یوه پلوه د انحرافي فرقو، او د لیبرلی او امریکآئي اسلام  او وهابیّت په څير له اسلامه د تش په نامه ماډرن  اخستونونوپه مقابل کې  او له بل پلوه  د لویدیځ او استکباري کلتور په وړاندې کلک دریدلی دی  او د دوي پر ټولو افکارو ،اخلاقیاتو او عقایدو ئې د باطلیلیدا کرښه راکاږي څو خپل حد او حدود له دغه شان جاهلیّت سره وبریښوي او د سوچه محمدي اسلام حقانیّت او اصلیّت په درستې نړۍ کې وځلوي.

البته په پړَک پړوک  رنګونو اونقشو کې  ماډرن جاهلیّت،نړۍ پخپلې سلطې کې راوستې ده .داسې ماډرن جاهلیّت چې دتیرو پیړیو  دجاهلیّتونو  انعکاس دی. نن سبا د ماډرن  او ترقیافته  شونې مدعي هیوادونه ،پخپله استعمارګر دي  او دډيموکراسۍ  او د بشری حقوقو ددفاع په نامې سره د نړۍ دخپلواکه ملتونو دیني ارزښتونه او باؤرنه له مینځه وړي .فلسطین لسګونه کلونه کیږي ،چې د اسرائيلو د ماشوم وژونکي رژيم په منګولو کې دی . دینداري یوازې په کلیساګانو معبدو کې  او یوه وګړنیزه چاره خلاصه شوي او انساني غضب او نفساني خواهشات واکمني کوي او الهی فرامین او دهغه بندګۍ د هیرولو لپاره ډول ډول فسادونه او بداخلاقۍ  په نړۍ کې دودیږي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  په دې باب په یوې وینا کې فرمائي ؛ هغه څه چې نن سبائې  د لودیځ  سیاسی   اورګانونه او پروپيګنډيزې ادارې دودوي ،هماغه جاهلیّت دی چې د پيغمبر اکرم (ص)بعثت ئې  پاکولو لپاره ، د انسان د ژوند له چاپيریال څخه  راوپنځید،  دهماغه جاهلیهت نښې نښانې  نن سبا په دنیا کې ،  په دغه فسادګردود شوي  لویدیځي تمدن کې لیدل کیږي :هماغه بې عدالتۍ ،هماغه توپیر،هماغه پر انساني کرامت سترګو پټول ،هماغه حنسي مسئلې او جنسي غریضې .....د لومړني جاهلیّت یوه نښه،د میرمنو ظاهری ښکلا او د ارزښتونو ئې له مینځه وړل،دهغه جاهلیّت منتونه چې توانیدلی دی،ځان په ماډرن پروپیګنډیزو وسلو او تجهیزاتو سره سنبال کړي ، د خلکو له سترګوحقایق پټوي،مونږ مسلمانان باید د وي وپيژنو،او د دوي په نیّتونو کړنو  پوهه شو :::

*******************

دوستانو دسباؤن لسیزې نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن  او پتمن خداي سپارو،سرلوړي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه