الهی نومونه ۷۵ «والی او متعالی»
د الهی نومونو د لړۍ یوه تازه برخه غواړو تاسو ته وړاندې کړو، عزیزانو په روانه خپرونه کې به د والی او د متعالی د مبارکو نومونو په اړه تاسو ته معلومات درکړو.
د والَی شریف نوم چی د متعال خدای له نیکو نومونو څخه یو نوم دی د ملاتړ کوونکی او سرپرست معنا ورکوي، «متعالی» بیا د لوړ، غوره او له عیب او نققصان څخه د لیري معنا ورکوي، متعالی خدای هغه لوړ رتبه دی چي په هر یو لوړ مرتبه باندې ولکه لري.
لکه څرنګه چي پوهېږئ؛ متعال خدای ښکلي نومونه لري چي د بندګی او د عبودیت په لاره کې د هغه د پېژندګلوی لپاره تر ټولو غوره اوزار بلل کیږي، انسان د دغو نېکو نومونو په ړنا کې، توانېدلی دی چي خپل د ژوند روده او طریقه د هستی د لوړ نظام په بنیاد تنظیم کړي، او خپل د روزنې او د تزکیې په مسیر کې مضبوط ګامونه اوچت کړي، انسان د الهي نومونو له رازونو څخه په خبرېدو سره، د ایمان خواږه څکلی او په وجود کې یې د متعال خدای مینه او شوق خپل اوج ته رسیږي په داسي توګه چي د پرمختګ په زینو په چټکی سره وخېږي او د انسانیت لوړې مرتبې ته نژدې کیږي.
د «والی» شریف نوم چي کله نا کله د «وال» په توګه هم لیکي، د ملاتړ کوونکی او سرپرست په معنا ده، «والَي» د «ولي» له کلمې څخه اخیستل شوی چي د نژدې والې او د قرب معنا ورکوي، «والَي» خدای له خپلو مخلوقاتو سره د همدغه نژدې والې په خاطر، له هغوی سره مینه کوي او له هغوی ملاتړ او مرسته کوي.
هغه د خپلو بندګانو سرپرست، واکوال او ملاتړ دی. له هغه ځایه چي په ټولو عالمونو کې له مادي عالم څخه نیولې بیا تر معنوي عالمونو پوري د ټولو مخلوقاتو سرپرستي د متعال خدای سره دی، نو ټول نومونه او صفتونه چي د هستی د عالم سره اړونده دي د «والَی» د نامه تر پوښښ لاندې راځي.
متعال خدای د «رعد» د مبارکې سورې په ۱۱ ایت کې فرمایي: «... وَ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ: او د هغوی لپاره بې له هغه هیڅ ملاتړ او سرپرست نه شته.».
د وتلی کتاب «کشف المعنی عن سرّ اسماء الله الحسنی» د لیکوال «محیی الدین بن عربی»، د «والَی» مبارک نوم د امامت په بحث کې مطرح کړی دی او لیکلی دی: « امام او والی داسي یو کس دی چي ولایت ته منصوب شوی دی، امامت او ولایت یو منصوبی مقام دی. په دې خاطر د بندګانو تر مینځ والی او سرپرست داسي یو کس دی چي متعال خدای خپل، امر، حکم او امر ورکول یې هغه ته ور پرېښی دی.» د نهج البلاغې په شریف کتاب کې هم د اسلامي ټولنې له حاکم څخه، د «امام» «رهبر» او «والی» په توګه یادونه شوې ده، په بل عبارت سره امام او والی داسي یو کس دی چي د ځان پسې یوه امت او ټولنه لري او د هغوی د حرکت پېشوا او مخ ته بیوونکی دی. د نهج البلاغې په شریف کتاب کې د امیرالمومنین ع په بیاناتو کې په غور سره پوهېدایشو چي «والی» د حکومت په سر کې قرار لري او د خلګو د چارو متصدی دی او د الهی د مهمو دندو د تر سره کولو تکلیف لري. هغه داسي یو انسان دی چي تر ټولو درون بار او مسئولیت په غاړه لري. د هغه په مقابل کې، خلګ قرار لري چي باید له ټولو مادی او معنوی ارزښتونو او هیلو سره سره، درناوی وشي او دیني او دنیایي چارو ته یې په یو وخت کې توجه وشي.
حضرت امام علی ع چي خپله د خدای له جانبه ولایت ته ګمارل شوی دی او د اسلام د ګران پېغمبر (ص) په څېر د «والَي» د نامه تجلي وو، د «والَي» مبارک نوم مراتبو ته د خپلو واکوالانو او چارواکو د رسېدو لپاره تل لارښوونې وړاندې کولې. د نهج البلاغې ۵۳ لیک، چي «مالک اشتر نخعي» ته د هغه حضرت لیکلی ژمن لیک دی، یو له هغو لارښوونو څخه دی. دغه ژمن لیک د فضایلو او د حکمت د اخیستنې له مخې تر ټولو ستر او اوږد ژمن لیک دی.
په یاد لیک کې راغلې: زه تا د مصر د هیواد د چارو د مدیریت لپاره استوم چي په خپل باغ کې په نیالګیو باندې د یو مین باغوان په څېر، د هغه هیواد خلګ راژوندي کړې او د هغوی شخصیت په دغه سرای کې چي دنیا نومول شوې، کمال ته ورسوې او هغوی له اخلاقي رذایلو، بدبختیو او ځورونکو ناخوالو څخه وژغورې، نه د وینو د زبېښونکی ځناور په څېر څوکۍ او واک دي مست کړي او د خلګو په ژوند او مرګ لوبي وکړې او د خپلو زیاته غواړو غوښتنو د تر لاسه کولو لپاره، د خلګو ژوند چي د دغه خاوریني سیارې پر مخ د الهي نور له وړانګو څخه دی، د ځان لپاره یوه خوندوره مړی وبولې، هغه کس چي په قدرت باندې په تکیې سره انسانان د ځان ښکار وبولي، تر هغه مخکې چي د طبیعت ورهاخوا غچ پر راشي، ډېر یا ژر به د ځان په څېر د لېوانو د خولې مړی وګرځي.)
په دغه حکم کې حضرت علی (ع) «مالک اشتر» ته چي د هغه تر امر او روزنې لاندې و، په ۱۶ موردونو کې مخاطب ګرځوي او مالک اشتر د ټولنې د رهبری لپاره چمتو کوي، په دغه حکم کې حضرت امام علی ع مالک ته ځینې بیانات کوي او له هغه څخه غواړي چي په هغو حقیقتونو سره، خپل تر واک لاندې د ټولني غړي وروزي.
«متعالی» د الهي د نیکو نومونو یو بل نوم دی چي د لوړ، غوره او له عیبونو او نقصان څخه د پاک او مبری معنا ورکوي، متعال خدای هغه لوړ مرتبه دی له ټولو لوی او په ټولو واکمن دی، متعال په «علو» کې مبالغه ده چي تر ټولو د غوره او د لوړي مرتبې معنا ورکوي، هغه د «علو» د مرتبې نهایت دی، هغه تر هر یو ستر، لوی او تر ټولو یې مرتبه لوړه ده، هغه دومره لوړ مرتبه او عالی دی چي په هر یو بل لوړ مرتبه باندې واکمن دی. د مثال په توګه کله چي ویل کیږي خدای عالم دی، خو باید په دې پوه شو چي د متعال خدای علم بې پایه او تر هغه علم لوړ او لوی دی چي مونږ یې پېژنو، یا دا چي خدای پاک رحمان او رحیم دی، په دې معنا چي د هغه مهربانی او بخښنه پای نه لري او زمونږ لپاره د فهم او درک وړ نه دی، همدغه مساله د خدای د ټولو صفتونو په اړه صدق کوي. په دې خاطر د اسرا د مبارکې سورې په ۴۳ ایت کې راغلې: « سُبْحانَهُ وَ تَعالى عَمّا یَقُولُونَ عُلُوّاً کَبِیراً: پاک دی خدای له دې نه چي څوک په هغه برلاسه شي، او زیات نه زیات غوره او تر ټولو لوړ دی له هغه نه چي په اړه یې ویل کیږي.»
د انسانانو تر مینځ، هغه کس تر ټولو بره دی چي هر کله یوه لوړې مرتبې او مقام ته ورسیږي نو له حرکته و نه دریږي او تر هغه هم لوړو معنوی مقاماتو په لوري ګام واخلي، ځکه چي پوهیږي د پروردګار په نزد کې تر هغه هم لوړ او بره مقام شتون لري.
د پرمختګ او د تعالی زینې زیاتې ستنې لري او انسان دغه وړتیا لري چي په دغو زینو د پاسه وخیږي، لکه څرنګه چي پیغمبر اکرم ص خدایی علم یې په زړه کې درلوده، تل به یې د طه د مبارکې سورې ۱۱۴ ایت له ځان سره لوستل: «قُلْ رَبِّ زِدْنی عِلْماً: خدایه! زما علم زیات کړه!». البته دې ټکي ته هم باید توجه وشي چي د «متعالی» د شریف نوم د تجلی او په ځان کې د هغه د ظهور لپاره باید د خدای په وړاندې متواضع او خاکساره ووسو، ځکه چي هغه څه چي رفعت او بره والې انسان ته ور په برخه کوي او د دې لامل ګرځي چي خدای پاک هغه ته لوړه مرتبه ورکړي، تواضع او خاکساري ده. نبی اکرم ص په یو حدیث کې فرمایي: هر یو کس چي خدای له تواضع وکړي، متعال خدای هغه لوړوي او فرمایي: سرلوړی ووسه، خدای دي تا سرلوړی کړی. نو هغه د خلګو په نظر کې لوی وي او د ځان په نظر کې وړوکي .
ګلونو! د خپرونې وخت پای ته ورسېده، نو د تل په څېر لاس په دعا پورته کوو او د «مجیر» دعا له یو بل سره لولو: «سُبْحَانَکَ یَا اللَّهُ، تَعَالَیْتَ یَا رَحْمَانُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، ... سُبْحَانَکَ یَا سَمِیعُ، تَعَالَیْتَ یَا سَرِیعُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، سُبْحَانَکَ یَا رَفِیعُ، تَعَالَیْتَ یَا بَدِیعُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، سُبْحَانَکَ یَا فَعَّالُ، تَعَالَیْتَ یَا مُتَعَالُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، سُبْحَانَکَ یَا قَاضِی، تَعَالَیْتَ یَا رَاضِی، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، سُبْحَانَکَ یَا قَاهِرُ، تَعَالَیْتَ یَا طَاهِرُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ، سُبْحَانَکَ یَا عَالِمُ، تَعَالَیْتَ یَا حَاکِمُ، أَجِرْنَا مِنَ النَّارِ یَا مُجِیرُ... وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ أَجْمَعِینَ، وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ، وَ حَسْبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیلُ، وَ لا حَوْلَ وَ لا قُوَّةَ إِلّا بِاللَّهِ الْعَلِیِّ الْعَظِیمِ.
پاک یې ته، اې خدایه! لوړ مرتبه یې اې بخښونکیه! مونږ ته له اوره پناه راکړه اې پناه ورکوونکیه! پاک یې ته اې واکمنه! لوړ مرتبه یې اې پاک خدایه! مونږ ته له اوره پناه راکړه اې پناه ورکوونکیه! د نبي اکرم او د هغه په اهلبیتو دي درود وي او د ټول عالم د پرورګار شکر کوم، او خدای مونږ له بس دی او څومره نېک وکیل دی، او هیڅ خوځښت او ځواک نشته د لوړ او لوی خدای له عنایت څخه به غیر.